لیکنه: روح الله وفا
آسان خدمت پروګرام رامنځته کول د دولتي ادارو د پیچلو پروسو او مغلقو اجراآتو د آسانتیا او ساده کولو په برخه کې د مالیې وزارت د کاري فعالیتونو تر پوښښ لاندې د ولسمشر غني د حکومت ځانګړی نوښت دی چې د دغه مهم ملي پروګرام د پلي کېدو په پایله کې به خلک وکولی شي په مالیې، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، سوداګرۍ او نورو وزارتونو او ښاروالیو پورې اړوند ټولنیز او عامه خدمات لکه تذکره، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، نکاح خط، د زیږدنپاڼه، تعلیمي او تحصیلي اسناد او نور اړین سندونه له یوې مرجع څخه په کم وخت کې ترلاسه کړي.
د آذربایجان حکومت خپلو خلکو ته د ټولنیزو او عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ډیر ښه نوم او تجربه لري، همدې ته په پام سره افغان حکومت وپتیله چې دغه هوکړه لیک له آذربایجان سره لاسلیک کړي څو په یادو برخو کې د دوی له تجربو څخه وړ ګټه پورته کړي.
دا پروسه به د چارو د شفافیت، تسهیل او د فساد سره د مبارزې او عامه خدمتونو د جریان په ګړندي کولو کې مثبت رول ولوبوي.
آسان خدمت پروګرام په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې په فعالیت پیل وکړ، چې مقدماتي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې پیل او تر اړینو پړاوونو وروسته به د ټولو دولتي ادارو کاري پروسې تر پوښښ لاندې راولي.
د یاد پروګرام مشر ښاغلی شهزاد اریوبي چې د دولتي ادارو د اجرائیوي پروسو د ساده کولو په برخه کې یې د خاصو ابتکاراتو عملي کولو ته ملاتړلې څرګندوي چې اوسمهال د دې پروګرام لپاره د تعمیر چارې روانې دي او تمه ده، چې د کابل په څلورو سیمو کې ورته نور مرکزونه هم رامنځته شي.
د ښاغلي اریوبي په وینا د پروګرام تخنیکي مرستندوی آذربایجان هېواد دی چې د افغانستان د مالیې وزارت په چوکاټ کې به د دغه پروګرام د تطبیق په برخه کې اړینې تخنیکي همکارۍ ترسره کړي.
د دغه پروګرام نوښت د آذربایجان هېواد لخوا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د دسمبر په میاشتې کې رامنځته شو چې د حکومتولۍ د عصري کولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.
د دې مرکز یوه ځانکړنه دا ده، چې د یوې بستې په شکل به ټول پورته یاد شوي خدمتونه تر یو چتر لانډې په یو تعمیر کې د یو دوکان په شکل وي، دا مرکز به ټول عامه خدمتونه، چې مختلف وزارتونه یې وړاندې کوي لکه د پاسپورت اخیستل، د کار جواز، د شرکت جواز، د مالیې فورم، تحصیلي اسناد، د سندونو تمدید او داسې نور د یوې ځانګړې مرجع تر چتر لاندې به تنظیم شي.
یاد پروګرام د آذربایجاني وګړو لخوا له تود هرکلي سره مخ شوی او د دې لامل یوازې د عامه خدمتونو د آسانه کولو، د بیروکراسۍ د کمولو او په ورته شکل له هر ډول ستونزې او پیچلتیا پرته عامه خدمتونو ته لاسرسی او نورې مهمې پایلې یادولای شو.
په تیرو دریو کلونو کې، چې آسان خدمت په آذربایجان کې پیل شوی، دا مرکز توانېدلی، چې په یاده موده کې دری مېلیونو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي، همدارنګه تېر کال د آذربایجان حکومت اعلان وکړ، چې دا مرکز په سیار شکل د هېواد نورو سيمو ته هم لیږدول کیږي.
د یادولو وړ ده، چې د ۳۰۰ زرو په شااوخوا کې آذربایجانیان په دې مرکز کې د داوطلب په بڼه کار کوي او تر ټولو مهمه دا ده، چې دوی ځوان کدر جذب کړي او د خپلو خلکو د خدمت جوګه ګرځېدلی.
د آذربایجان حکومت د وروستۍ سروې له مخې اعلان وکړ، چې تقریباً ۹۸ فیصده مشتریان او هغه کسان چې د آسان خدمت له بهیر څخه یې استفاده کړې راضي او د ددغه پروګرام ملاتړي دي.
د آذربایجان دولت اعلان کړی، چې د آسان خدمت فعالیتونه د مشارکت په اساس، چې خصوصي او دولتي برخې دواړې پکې شاملې دي، لس وزارتونه، چې تقریفاً ۳۰ خدماتي پروسې او ۲۵ ډوله نور خصوصي خدمتونه د آسان خدمت پروګرام تر چتر لاندې راځي.
د آسان خدمت پروګرام اړوند خدمات په بېلا بېل ډول تر سره کیږي، د ټولو ابتکاراتو سره یوه مهمه ځانګړنه یې دا ده چې مشتریانو ته پراخه آسانتیاوې رامنځته کوي څو په ټولیز یا فردي ډول د دغه پروګرام د کاري پروسو په باب د سکایپ او نورو ټولیزو شبکو له لارې له اړوندو مسولینو سره اړیکه ټینګه کړي، په همدې موخه له خلکو سره د اړیکو ټینګولو لپاره ۱۰۸ مرکزونه ایجادیږ ي څو وخت په وخت د خلکو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ووایي.
په آذربایجان کې ددې سربیره، چې د آسان خدمت خدمتونه د مرکزونو له لارې ترسره کیږي د اړتیا په صورت کې د آسان خدمت ګرځندوی مرکزونه په کلیو او بانډو کې هم خدمات وړاندې کوي، په دې ډول خدمتونو کې د مسافر وړونکو لوی موټر، چې په تکنالوژۍ سمبال دي او کاري پروسونل له ځان سره لري له یوې سیمې بلې او له یو ښار څخه بل ښار ته ځي او که چېرته یو مشتري ورته عاجله اړتیا ولري کولای شي په لاره هم له دې خدمت څخه مستفید شي.
د رسمي ارقامو له مخې، چې د آذربایجان حکومت لخوا نشر شوې، له کومه وخته چې د آسان خدمت ګرځندوی خدمتونو په کار پیل کړی له سلو زرو زیاتو کسانو له دې څخه ګټه پورته کړې.
د آسان خدمت پروګرام کې به هېوادوال او بهرنيان کولای شي د یوې ټاکلې او مشخصې مرجع له لارې د خپلې اړتیا اسناد ترلاسه کړي او د دې اړتیا به نه وي، چې بېلابېلو ادارو ته د خپل کار لپاره سرګردانه شي.
د آسان خدمت پروګرام مرکز به د کابل نوي ښار سیمه کې په مډرن او نړیوال سټندرد آذربایجان لخوا طراحي او جوړ شي.
د آسان خدمت د پروګرام په څلورو موقیعتونو کې د هېوادوالو په چوپړ کې وي، چې د کابل شمال، جنوب، ختیځ او لودیځ کې به د خدمتونه وړاندې کوي.
د آسان خدمت دویمه مرحله په پنځو لویو ولایتونو کې د آسان خدمت مرکزونه پرانیستل دي.
او د دغه پروګرام اخري مرحله کې به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونه ایجاد شي.
د یاد پروګرام مسئول ښاغلی اریوبي وایي د دغه پروګرام د تطبیق په پایله کې به د دولتي ادارو په ځینو قوانینو او طرزالعملونو کې تغیرات راځي څو د اسان خدمت د خدمتنونو په اړه خنډونه رامنځته نشي.
دا چې دا پروګرام په ازاربایجان او ګرجستان هېوادونو کې د عامه خدمتونو رسونې په بڼه د ملت او دولت تر منځ واټن کم کړی او د یو ګټور پروګرام په توګه ثابت شوی، نو د دې تطبیق په افغانستان کې هم اسانه او د تطبیق وړ ارزول شوی دی.
د چارو کارپوهان په دې اند دي چې د افغانستان او ازاربایجان فرهنګي شریک ټکي به د دې سبب کیږي چې دا تجربه په اسانۍ افغانستان ته راانتقال او له کومې ستونزې او فرهنګي او سنتي موانعو پرته عملي بڼه خپله کړي.