لیکنه: عطا محمد میاخېل
یوډول خوندور او مشهور خواړه دي چې په عمومي ډول دخپل مېلمه د درناوي له پاره یې پخوي ددې خوړو پخول په ښځو، په تیره بیا امیدوارو ښځو کې ډیر رواج لري او په میلوکې دهوسانې په توګه پخیږي، د دې خوړو د پخولو طریقه په لاندې ډول ده :
لومړی دغنمو اوړه دململ د یو ټوکر په واسطه چاڼیږي، یا ترمیده اوړه له اوبو اولږې مالګې اوهګۍ سره ایشوي بیا یوه اندازه ګندنه ښه پاکه پر یمنځي او دممیزو د دانو په اندازه یې غوڅوي؛ بیایې په لږوغوړیو کې سره کوي او مالګه وراچوي، ګندنه باید ډېره سره نه کړای شي، کله چې ګندنه په اصطلاح وریته شوه، هغه لوښی له اور څخه لیرې کوي، خیشته شوي اوړه داش ګز یا د اش د ماشین په واسطه هواروي، د ګیلاس دخولې په واسطه یې دایروي غوڅوي، بیا داوړو د غوڅو شویو ټوټو ترمنځ څه ناڅه یوه کاشوغه ګندنه ایښودل کېږي او د اوړو څنډې دلاسونو په واسطه له یوې اوبلې سره نښلوي، په دې توګه آشک پخولو ته چمتو کیږي، بیاپه یوه لوښي کې اوبه اچوي او اشکونه د سرو اوبو په منځ کې ږدي چې لس دقیقې او یا له هغه څخه لږ څه زیاته موده ایشیږي ، بیا د کفګیر په وسطه له اوبو څخه را ایستل کیږي او په چلو صاف کې یې څو دقیقې ږدي، چې ښه صاف شي، بیا یې په هغو غوړیوکې اچوي چې کرت (قرت)پکې اچول شوي او یا چکه پکې ځای پرځای شوې وي اوپرسریې یوه اندازه کرت او چکه اچول کېږي، بیا پرې د پاسه کوفته او دال نخود چې پخوا تیار شوي دي اچول کیږي، او لږمیده شوې نعناع له یوې اندازې سرو مرچو سره پر آشکو پاشي،د نعناع څو دانې پاڼې او تازه ګشنیز (دڼیا) هم پرې دپاسه اچول کېږي، چې ښکلي ښکاره شي اوهغه په ښه اشتها او خوند خوري .