زه آغاملوک سهار د حاجي محمدغني زوی د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د بزکو د کلي اوسېدونکی يم.
په ۱۳۸۱ کال کې مې د خپل کلي په عبدالله آب بند ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې پیل او تر شپږم ټولګي پورې مې هلته خپلې زده کړې وکړې. په ۱۳۸۶ هـ ل کال کې چې د ناامنيو له امله دا ښوونځی وتړل شو؛ د غزني مرکز د وکيل محمدجان کوچي ته راغلم، تر لسم ټولګي پورې مې په همدې لېسه کې خپلې زده کړې پر مخ يوړې.
په ۱۳۹۱ هـ ل کال د کابل ښار په خوشحالخان الف عالي لېسه کې شامل شوم، چې بيا د همدې لېسې له دولسم ټولګي څخه په ۱۳۹۲هـ ل کال کې په اولنمره ګی(د دری کلنو نمرو په ۹۸٪) فارغ شوم.
اوس مهال د کابل پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځی د سافټويئر د څانګې محصل یم. اوس مهال په لمر سیستم سافتویر بوخت یم