• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

آيا د انسان ماغزه هېک کېدای شي؟

Home لومړيتوبآيا د انسان ماغزه هېک کېدای شي؟
آيا د انسان ماغزه هېک کېدای شي؟

آيا د انسان ماغزه هېک کېدای شي؟

فرانسوي پوهانو د انسان د مغزونو د رمز موندلو لپاره د (ويده افکار، د هک کېدلو لپاره تيار) تر نامه لاندې د څېړنو يوه لړۍ پیل کړې ده. دا بې سارې څېړنه د لومړي ځل لپاره د ويدو موږکانو په مغزونو تر سره شوې ده. د څېړونکو يوې ډلې په خوب د ويدو موږکانو مغزونو  ته ځيرک يادونه استولي دي.

اوس دا پوښتنه رامنځته کيږي چې آيا کېدای شي له دې ته ورته تخنيکه په راتلونکي کې د انسان په مغز کې د موجودو خاطرو د بدلون لپاره هم کار واخستل شي؟ هغه کسان چې په هر لامل له بدو او ترخو پېښو سره مخ کيږي؛ تل له ډېرو بدو يادونو سره ژوند کوي. ايا شونې ده چې د دوی له ذهن نه دا خاطرې پاکې کړل شي؟

nn.3970-F1

اوس داسې ښکاري چې دې پوښتنې ته ځواب موندلی کېدونکی دی. کله چې موږ ويده شو؛ ماغزه د ورځې پېښې له نظره تېروي. پوهانو موندلې ده چې کله موږکان تر څېړنو لاندې ويده کيږي؛ د دوی ماغزه د ورځې پېښې په تېزۍ سره غبرګوي. دا چې دوی څه موندلي؛ کوم غارونه يې کتلي او داسې نور…. داسې ښکاري چې دا به د په ياد ساتلو لپاره د مغزو د تمرين يو ډول وي او له همدې کبله هغه کسان د چې شپې له لوري بشپړ خوب نه کوي؛ د حافظې ځواک يې په پرتليز ډوی کمزوری وي.

د پاريس د صنعتي او کيمياوي علومو په انستيتيوت کې کريم بنچېمن او د هغه ملګرو په ويدو موږکانو په مغزونو کې د نوي خاطراتو زېږولو لپاره هغه ژونکې (حجرې) تر بريد لاندې نيولې دي چې د ځانګړي ځای په اړه د فکر کولو دنده لري. داسې انګېرل کيږي چې دا سلولونه د مغزو د ننه د کښندو (نقشو) په جوړولو کې مرسته کوي. د دې سلولونو کشف کوونکو ته يو کال وړاندې د همدې موندنې په وياړ د نوبل جايزه هم ورکول شوې وه.nn.3970-SF10

په پاريس کې د دې انستيتيوت پوهانو د موږکانو د مغزو په دې سلولونو کې د کړنو د کتلو لپاره له ځانګړو الکترودونو ګټه اخيستې ده. دوی په دې باور دي چې د دې ازموينو په پراختيا او په دې برخه کې د پرمختګ په مرسته کېدا شي؛ د انسان د مغزونو له پېچلې نړۍ او فکرونو خبر شو او ان تر دې چې هلته د نويو فکرونو د ورننه‌ايستلو په لوري ګام واخلو. د دې څېړنې جزئيات په نېچر مجله کې خپاره شوي دي.

www.nature.com/neuro/journal/v18/n4/full/nn.3970.html

سرچينه: www.newscientist.com

محمود سعيد

[review]

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

حافظه (يادښت) څه ډول پياوړې کړو؟

حافظه (يادښت) څه ډول پياوړې کړو؟

Sep 15, 2015

ژباړه: محمود سعيد په ورځ کې څو ځله عينکې يا[...]

سلفيان څوک دي؟

سلفيان څوک دي؟

Jul 5, 2015

سلفیان یا د شیخ محمد بن عبدالوهاب بلنه پېژندنه: سلفیان یا[...]

ماته څه ډول په بريا بدله کړو؟

ماته څه ډول په بريا بدله کړو؟

Aug 23, 2015

ليکوال: ډېوېډ شوارتز ژباړه محمود سعيد دوهمه برخه ډاکټران هم[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d