حبيب وقار
هېواد مو د ثور د کودتا راهيسې افغانستان د جګړې او توندلارۍ په اور کې سوځي. ویل کېږي چې دغو جګړو له ۱۳۵۷لمریز کاله بيا د ډاکټر نجیب د حکومت تر نسکورېدو پورې شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالره لګښت درلود.
دغه راز په ياده موده کې شاوخوا یو نیم ميليون افغانان یا شهیدان او یا هم معلول شول او تر ۳ ميليونه زیات مهاجرت ته اړ شول. د دغو جګړو په نتیجه کې چې بالاخره په ۱۳۷۱ لمریز کال د ډاکټر نجیب حکومت سقوط کړ، د افغانستان سیاسي، اقتصادي او پوځي تشکیلات یې هم له منځه یوړل.
داسې راپورونه دي چې له ۱۳۷۱ بيا د ۱۳۷۵ لمريز کال تر میزان میاشتې پورې چې طالبانو کابل ونیو، د تنظیمي جګړو پر مهال شاوخوا ۶۵ زره کابلیان وژل شوي، یو نیم ميليون هېوادوال کډوالۍ ته اړ شوي او شاوخوا ۱۲۶ ملیارده ډالره د افغانستان زېربناوو ته زیان رسېدلی دی.
له ۱۳۷۵ لمريز کال څخه د طالبانو تر سقوط پورې، د بېلابېلو لوريو تر منځ ډېرې شدیدي جګړې شوې او د ډېری ملکي افغانانو ترڅنګ د جګړې د بېلابېلو لوریو زرګونه جنګیالي هم په کې وژل شوي دي، په دې اړوند خارجي رسنیو د هرې جګړې په اړه متفاوت ارقام خپاره کړي چې په انټرنېټ کې په بېلابېلو وېبپاڼو کې موندل کېږي، خو د جګړې د لګښتونو په اړه چې خامخا به بې ساري وي، کومه کره سروې نه ده تر سترګو شوې یا لږ تر لږ موږ نه ده موندلې.
له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې تر ننه هم د مرګ ژوبلې او جنګي زیانونو او د جګړې د لګښتونو په اړه بېلابېل ارقام خپرېږي. د امريكا د براون پوهنتون د نړيوالو څېړنو د انسټيټيوټ له خوا په افغانستان کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د غبرګولي په ۱۲مه ( د جون ۲مه) یو نوی راپور خپور شو.
دا راپور ښيي چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د جګړې له پيله د ۲۰۱۴ میلادي كال تر پايه پورې ټول ټال ۱۰۰ زره افغانان وژل شوي دي. په دې راپور کې د امريكا له خوا د افغان جګړې له پيله تر يو كال وړاندې (۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ ) پورې اړوند معلومات خپاره شوي دي.
سرچينې ویلي چې په ياده موده په پاکستان او افغانستان کې بیا ١٦٢زره تنه سخت ټپيان شوي دي. خو د روانې جګړې د لګښتونو په اړه یوه نوې څېړنه ښيي په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د ورځې له ۲۴ ميليونه ډالرو ډېر لګښت لري. یوازې د ٢٠١٤ میلادي کال پوځي لګښت ۹.۹ مليارده ډالره حساب شوې.
د همدې احصايې له مخې، دغه لګښت د کورنيو عوايدو د اندازې څلور برابره اټکل شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې ۱۵۰ زره بهرنیو ځواکونو چې شمېر یې د اوس په څېر کم نه بلکې، د ورځې يې۳۲۰ ميليونه ډالره لګښت درلود.
دا نوې څېړنه د سولې او ډموکراسۍ له پاره د برابرۍ موسسې (EPD) د ۲۰۱۴ میلادي کال په اتو میاشتو کې ترسره کړې ده. د سولې او ډيموکراسۍ له پاره د برابرۍ موسسې مرستيال ادريس عمرزاد وايي چې په هېواد کې روانې شخړې، افغانستان، سيمې او نړيوالې ټولنې ته د پام وړ لګښتونه لرل او په دې څېړنه کې په هغو لګښتونو چې افغانستان ورسره مخ دی، تمرکز شوى دى.
عمرزاد د دې ټکي په څرګندولو سره چې پراختيا او زېربنا، پوهنه او روغتيا هغه سکتورونه دي چې د تاوتريخوالي له اړخه زيانمن شوي؛ زياته کړه چې په ٢٠١٥م کال کې د جګړې په جبهه يي کېدو او پراخېدو سره د دې امکان شته چې لګښت يې د ٢٠١٤ کال په پرتله ډېر وي.
په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ (USIP) مسوول شاه محمود مياخېل وويل، تر هغې چې سم حکومت جوړ نه شي او قانون په عملي توګه پلى نه شي؛ نو د تاوتريخوالي او جګړې لګښت به کم نه شي او بايد چې د جګړې د مخنيوي له پاره په دې برخه کې کار وشي.
په همدې اړوند د کليدګروپ مشرې نجيبې ايوبي وویل: “په يوه هېواد کې د جګړې دوام، سبب کېږي چې ځوانان په جګړه بوخت وساتي او ځوانانو ته د جګړې روزنه ورکړي.
«ايوبي زياته کړه يو شمېر کسان په جګړه کې خپلې ګټې ويني او له همدې کبله کله چې د سولې له پاره شرايط برابر شي، هڅه کوي چې د جګړې د اور د بلولو له پاره له هر فرصته ګټه واخلي چې دا کار په خپله او ناغوښتلې توګه د يوې ټولنې لګښتونه لوړوي.»
مېرمن ايوبي وويل، که چېرې جګړه نه وي نو بوديجه پر ښوونه او روزنه، پرمختګ او د اقتصاد پر ودې، خصوصي سکتور او نورو عامه ګټو لګول کېږي، خو له جګړې سره طبيعي ده چې ټول لګښتونه به د یادو ډګرونو پر ځاى په جګړې ولګول شي او ناوړه پايله به ولري.
د جګړې د زیانونو او لګښتونو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې روانو جګړو جبهه يي بڼه موندلې ده. جګړه نه یوازې د لوړو لګښتونو او ملکي تلفاتو سبب شوې، بلکې په هېواد کې یې لوږې، بې روزګارۍ او مهاجرتونو ته هم لمن وهلې.
د «ویلټ ام زونتاگ» په نوم يوه المانۍ ورځپاڼې لیکلي:
«هره میاشت له افغانستان څخه سل زره کسان وځي او خپل هېواد پرېږدي.»
د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۹مه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وویل:
«د افغان مهاجرینو شمېره په تېر میلادي کال(۲۰۱۴) کې ۲،۶ ميليونو تنو ته رسېدلې او که دا شمېره په تېرو لسو کلونو کې له مهاجرتونو سره پرتله شي۶۰ په سلو کې زیاته شوې ده.»
پای