ژباړه: شفیق الله یوسفزی
ستراتیژیک فکرکول یوه طبعي وړتیا ده چې زده کېږي نه، بلکې د یو کس د پیداېښت سره سم په شخص کې پيدا کېږي او دا مهارت د یو کس په ژوند کې ژور بدلون راوستی شي.
د یوې ادارې اکثره کارکوونکي ډیری وخت مشتریانو سره په ستراتیژیکه مرسته کولو کې د مشورې لپاره لګوي، څو مشتریانو ته په پیچلي او ستونزمن حالت کې ګټورې لارې چارې وښایي. د کاروبار خاوندان غواړي چې خپلې موخې (ډېرې ګټې) تر لاسه کړي، ځینې کسان بیا غواړي چې خپل شخصیت جوړ کړي او ځينې کسان د نور څه ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، دا ټولې لاسته راوړنې په ستراتیژیک فکرکولو سره په اسانۍ او ښه ډول تر لاسه کېږي.
که د کوم کاروبار څښتن غواړي چې ډېره ګټه ترلاسه کړي او هڅه کوي چې دې موخې ته ژر تر ژر ورسېږي، بېړه کوي او په یو ډول نه یو ډول د ګټې د کچې ګراف په لوړه ځغلې، دا یو تخنیک دی خو ستراتیژي نه ده، ځکه په ستراتیژي کې پوهې ته اړتیا ده، باید فکر وشي او د موخو لاسته راوړلو لپاره اصول، ارزښتونه او مسیر وټاکل شي، څو د همدې تګلارې پر بنسټ موخه تر لاسه شي. په ستراتیژیک فکرکولو کې باید په هغو ټکو پسې لاړ شو چې ډېر اهمیت لري. تاسې باید د ستراتیژیک فکر لپاره د کوم، څنګه او ولې پوښتنو سره د ستونزې بېلا بېل اړخونه وڅيړئ او د ستونزې ژورو ته لاړ شئ.
کله چې تاسو ته د کوم، څنګه او ولې ځوابونه واضح شول، نو تاسې به پوه شئ چې باید څه وکړئ او کومو شیانو ته ( نه) ووايئ. هېڅ څوک د راتلوونکې وړاندوینه نه شې کولای، خو د ستراتيژیک فکر پواسطه کولای شو د راتلوونکي لپاره ځان چمتو کړو.
ډېر داسې کسان به مو لیدلي وي چې په هېڅ نه پوهېږي، بې سواد به وي، اداره، منجمنټ او اداري اصولو سره نااشنا دي خو بیا هم د یو ستر کاروبار څښتن به وي، سوداګر به وي او یا کوم ستر کار ته به يې اوږه ور کړې وي او پر مخ به يې وړي، پوهېږئ چې علت يې همدا ستراتیژیک فکرکول دي!؟ د بې سواده سوداګرو او ستر کاروباریانو په دې اند کړی یم چې ستراتيژیک فکرکول یوه الهي ډالۍ ده، هر څوک به دا طبعي ډالۍ نه لري، هو! خو یو کس که د ستراتیژیک فکرکولو اصول زده کړي، همدې فکر ته ژمن اوسي، د ستونزو رېښو ته لاړ شي، زحمت وباسي، له کوچنیو ستونزو ونیسته تر لویو ستونزو ټول حل کړي او ژور فکر وکړي نو دا طبعي پديده خپلولی شي، خو دا به دومره اسانه هم نه وي، دا داسې مثال لري چې تاسې د موسیقۍ طبعی وړتیا نه لرئ، خو هڅه کوې څو د پیانو غږول زده کړئ.
جالبه خبره خو لا دا ده چې اکثره ستراتیژیک فکرکوونکي د خپلې دې ډالۍ سره بیا هم ستراتيژیک فکر کولو ته په سختۍ ګوري او فکر کوي چې سترتیژیک فکرکول یو ستونزمن کار دی.
زمونږ او ستاسې طبعي سیستمونه لکه تنفسي سیستم پرته زمونږ له کومې هڅې خپل عمل اجرا کوي، یا د کومې هڅې پرته زمونږ اوازونه زمونږ مخاطبینو ته رسېږي او د هوا په څپو زمونږ غږ تر مخاطبه پورې په طبعي ډول رسېږي، همداسې ستراتیژیک فکرکول هم د ځينو کسانو لخوا په طبعي ډول صورت نیسي او هغوی نه پوهېږي چې مونږ یو ستر کار کوو یا یوه ستره ځانګړنه لرو، ځانګړی فکر او وړتیا لرو، خو دا کار نورو ته بیا ستونزمن دی او تاسو ته لکه د ټولو طبعی سیستمونو لکه د تنفس کول، ستاسو ډالۍ ستاسو تر پوهاوي سربېره، بیا هم اکثره وخت پرته له هڅو عمل کوي.
کېدلی شي تاسې یو باستعداده ستراتیژیک فکرکوونکي اوسئ خو اړتیا ده چې دا ځانګړنه تاسې خپله تائید کړئ، د خپلې دې وړتیا او ځیرکتیا څخه خبر شئ او ګټه ترې واخلئ او استعمال يې کړئ، څو خپلو سترو هیلو او موخو ته ورسېږئ.
تاسې د ستراتیژیک فکرکولو لپاره د خپلې ډالۍ سره په اړیکه کې شئ، دا قوت به ستاسو د هیلو په تر لاسه کولو کې تاسو ته ډاډ او ځواک در وبښي، دلته ډېر ویاړونه او فرصتونه شته چې تاسو ته یو ډول (بې توپیره) ښکاري او د ټولو ستراتيژیک فکرکوونکو پواسطه تاسو ته تشریح او واضح شوي هم دي.
ستراتیژیک فکرکوونکي بۍ نظمۍ او عبثیاتو ګوري او د داسې کړنو څخه ډډه کوي چې وخت ضایع کړي او هڅه کوي چې د هر شي ارزونه وکړي.
دوې یو فوق العاده درک لري چې په نړۍ کې څه روان دي. دوې په یوې پيچلي حالت کې پټ شوي سرمشقونه ویني. دوې د الګو، تګلارو او طرحو په پيژندلو کې ډېر ځیرک وي.
اکثره وخت دا تګلارې، طرحې او بصیرت د دوې په ظاهري ساده ګۍ کې د یو غیر طبیعي او بډای حلونو د پایلو سبب ګرځي.
سترتیژیک فکر کوونکي په خپل طبیعي کنجکاوۍ سره همیشه د (څه او که چیرې) سوالونه پوښتي.
دوې (څه، که چیرې) سیناریوګانې د یو بل سره داسې تړي لکه مرغلرې چې پيېل کېږي. د سطرنج د لوبې په شان دوې همیشه مختلف حرکتونه مخ ته لري او ویني چې دوې په نړۍ کې کوم ځای خپلوي. دوې په خپلې کنجکاوۍ بې رحمه دي، کوم چې همیشه دوې ته د لوري ټاکلو وړتیا ور کوي او ګټور فرصتونه په مناسبو ځایونو ځای پر ځای کوي.
ستراتیژیک فکرکوونکي د اهمیت او ارزښت په اړه فکر کوي، نه د ډېر بیړني لاسته راوړنې په اړه.
په داسې حال کې چې نور په منځنی ډول د ژوند بیړني موقعیت په اړه اندېښنه او تمرکز کوي، ستراتیژیک فکرکوونکي په ډېرې حیرانتیا سره څرګنده کړې ده، چې دوې اندېښمن او یا وارخطا نه دي، هر ګام په فکر اخلي، تشویش، پښېماني او نور منفي حرکات ورڅخه نه څرګندېږي، هر څه په عادي ډول مخې ته ځي. که چیرې تاسې په اندېښمن حالت کې سړک په سر یاست، لږ ښکته سړک ته وګورئ او له ځان سره فکر وکړئ او په همدې ډول پرېکړه وکړئ؛ غواړئ یو څه دې همدلته د سړک په سر پېښ شي، نو تاسې به بیا په هماغه وخت د خپل سرنوشت قرباني شئ.
ستراتیژیک فکروونکي ګواښونه او خنډونه ارزوي
دوې نسبت نورو ته په ډېر واضح ډول د مختلفو مسائلو، سبب، اغېز، او عکس العملونو ته ګوري. دوې د زیانونو د پام وړ ارزونې څخه پرته کوم عمل نه ترسره کوي او که چیرې زیان په کې وي نو بیا دوې په سیستماتیک ډول يې ارزونه کوي چې آیا ددې پاېلې سره مونږ ژوند کولای شو؟ همیشه دوې د پېښو او واقعو لپاره ښه چمتو او تیار وي. د دوې ښه قسمت دومره څه نه کوي څومره چې د دوې تیاری او چمتوالی د ښه فرصتونو ترلاسه کولو لپاره کوي.
ستراتیژیک فکر کوونکوي مخکې له مخکې د تصور شویو نظریاتو او یا طبیعي حالت سره تړلې نه ده. دوې خپل ځېرکتیا او نوښتیا څخه ګټه اخلي او خپله انرژي په هغه تګلاره لګوي چې دوې پرمختګ ته هڅوي او د پرېشانۍ څخه يې ژغوري. دوې ژر له ماتې سره مخ کېږي او بېرته دوې په چالاکۍ سره هڅه کوي چې له ماتې څه زده کړي.
ستراتیژیک فکرکوونکي په ځانګړي عمل لاس پورې کوي.
دوې خپل کارونه له یوې ورځې بلې ته نه ځنډوي او نه د وارخطايۍ او بې حوصله ګۍ له امله خپل لاسونه سره پیچي او لاس تر زنې کېني. دوې په ډاډمنتیا او څرګند ډول مخکې ځي. د خپل ځانګړي او زړور عمل سره دوې د هیلو خوبونه په واضح لیدلوري بدلوي.
زمونږ طبعي تمایل همیشه زمونږ غښتلتیا څرګندوي، که چیرې تاسې د خپل داخلي غښتلتیا څخه خبر اوسئ نو تاسې به لږوخت د خپل کمزوریو په اړه په فکر ولږوئ. دا د بریالیتوب لپاره یوه ستراتيژي ده.
ستاسو د ستراتيژیک فکر، پرېکړې او بریا په هیله
په درنښت شفیق الله یوسفزی