ژباړه: اسدالله غفوري
دا ریښتیا ده، شنه ګیلاس چي په انګلیسي کي (blue berries) یا (bilberries) او په فرانسوي کښي (myrtiles) نومیږي. چي دغه دشنو ګیلاسو کوچنی انګورتورې چي په خوند کي خوږې دي دسترګو د دید په ښه کېدو کښي خورا ښه رول لري. او همدارنګه دسترګو د لید په ناروغیو کي ډېر کموالی را ولي.
په حقیقت کښي ځیني عناصر د دغه شنو ګیلاسو کولای سي چي دسترګو دلید مهم عناصر تولید، او هغه عناصرو ته وده ورکړي کوم چي دسترګو په لید کښي مهم رول لوبوي. په ریښتنې توګه، هیڅ مطالعي دا نه وه ثابته کړي. و دغي نظريې ته هغه وخت وروسته ځواب وویل سو کوم وخت چي په دوهم نړیوال جنګ کي پیلوټانو دشپې له خوا په لید کښي ډیر ښه والی ولیدئ تر هغه وروسته کوم چي دوی دشنو ګیلاسو مربا خوړلې وه. (Vacinium myrtillus)
دهغه راهیسته، ډیرو مطالعاتو دا وړاندي کړل، بېله دې په دقیقه توګه، چي نه یوازي دغه میوه په شپه کي دسترګو لید ښه کوي، بلکي ډیری دهغه پیښېدونکو ناروغیو مخه هم نیسي کوم چي دسترګو دړوندوالی سبب کیږي لکه، دسترګو ګل (contract) او يا ماکیولړ ډیجنړیشن(macular degeneration): (دشبکیه یوه کوچنۍ ساحه چي دسترګي په پای کښي نژدي دسترګو وعصابو ته واقع ده، چي همدغه برخه دشبکیه ده چه ښه تصویر لیدل کیږي. ماکیولر ډیجنړیشن د دې سبب کیږي چي مرکزي لید ته خساره ورسوي چي بالاخره تصویر غیر روښانه یا ناڅرګند کړي).
همدارنګه، ځیني ګټي یې دانټوسیانوسایډز (Anthocyanosides) (هغه مسؤله ماده ده چي دیوې میوې او یا یو ګل د رنګ ورکولو مسؤلیت په غاړه لري) هم تعقیبېږي کوم چي یې خپله شین رنګ و دغه میوو ته ورکړی دی.
تر هغه وروسته، په شاتوتو او تور انګورو کښي د دوی ګډ شتون کولای سي په دوو طریقو سره رول ولوبوي.
دوۍ کولای سي د روډوپسين (Rhodopsin) په نامه یوه مسؤله ماده چي دسترګي دنور حساسیت وظیفه په غاړه لري، دهغه تولید پر مخ بیایي. او همدارنګه، دوی دسترګي شبکیه هم خورا ښه ساتي. مثلاً: ازاد رادیکالونه، دغه مرکبات چي داکسجن څخه مشتق سوي دي او کوم چي ئې حجرې تخریب کړي دي نو باالنتیجه حجرې د زړې کیدو سره مخ کیږي نو دغه میوي ئې مخه نیسي.
اخیستنه: د ساینس-او-ژوند له ویب سایټ څخه