لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
د رحم سرېښوالی یوه نسبتا شایع او پراخه ناجوړي ده چې د بېلابېلو سببونو څخه منځ ته راځي چې که په وخت یې درملنه ونشي نو د شنډوالي او پرله پسې نقصانونو ( Abortion)سبب هم ګرځي.
ولې د رحم سرېښوالی منځ ته راځي؟
یو مهم عامل یې عفونت او انتان دی.
بل سبب یې د رحم متکرر او یا هم خشن او ژور کورتاژ دی چې د رحم مخاطي لایه یا برخه له منځه وړی.
بل سبب یې هم د فالوپین ټیوب جراحي ده.
د فیبروم، کیسټ، مایوما او هغه جراحۍ چې په لګن خاصره (Pelvic)کې تر سره کیږي.
د رحم سرېښوالی کومې نښې لري؟
که داسې د رحم سرېښوالی پېښ شي نو.ممکن شنډوالی منځ ته راوړي ځکه چې رحم د هګۍ د خښېدلو (Implantion) ځای دی چې د ژوبلېدلو سره یې د حمل اخیستل یا په رحم کې د هګۍ ځای پر ځای کېدل د ستونزې سره مخ کیږي.
همداراز کېدی شي میاشتنی عادت ورک شي، د خېټې لاندنۍ برخه دردونه ولري او پرله پسې نقصانونه رامنځ ته کړي.
درملنه یې څه ده؟
د رحم د ننه یوه آله (وسیله) ځای پر ځای کیږي تر څو رحم خلاص او سرېوالی ایسته کړی او همداراز هورمون ورکول کیږي تر څو بیا دا سرېښوالی منځ ته نشي.
د رحم د سرېښوالي درملنه سل په سلو کې نده خو پورتنۍ یادونې مرسته کولی شي.
دوه میاشتې موده غواړي تر څو د رحم د ننه لایه بېرته ترمیم او جوړه شي او وروسته دا پروسه پر مخ یووړل شي. دا یو بریالی پروسیجر دی که په همدې کړنلاره پر مخ لاړ شئ.