لیکنه : عزت الله عمران
که تاسو ویاند ياست او د متن په لوستلو له ستونزو سره مخ کیږئ، علت یې څه دی؟ که غواړئ چې د متن په لوستلو کې له ستونزو سره مخ نه شئ دا لاندې څو لارښونې په نظر کې ونیسئ.
- هر هغه څه چې درته سپارل کیږي په ډیر جدیت یې تر سره کړئ او هیڅ کله بې پرواه مه اوسئ.
- متن په ډیر ښه انداز سره ولولئ (کلمې او جملې په ښه شان ادا کړئ) د متن له ډیر ورو یا تیز لوستلو نه ډډه وکړئ، ځکه د متن ورو لوستل د مخاطبینو لپاره ستړي کونکي او په سرعت لوستل تاسو له غلطیو سره مخ کوي.
- هر متن یا موضوع چې تاسو غواړی اورېدونکو ته د کوم منبر (خطابې) میز او یا د کومې رسنۍ څخه خلکو ته وړاندې کړئ نو حواس مو را ټول کړئ او جدي تمرکز پرې وکړئ.
- په خپرونه کې د هر متن لوستلو نه مخکې هڅه وکړئ چې متن په څو څو ځلې په تکرار ډول سره ولولئ، د سختو کلمو یا نومونه تلفظ درست ادا کړئ او جملئ یو له بل نه جلا کړئ، ترڅو هغه څه چې غواړی نور ته یې ورسولای شئ.
- د ویندوی د ژبې له ګرامر، فنونو، د کلماتو او نومونو جمع کولو سره باید بشپړه بلدتیا ولرئ، که تاسو د پښتو ژبې ویاند یاست نو د پښتو ژبې د پنځه ډوله یا ګانو د کارولو او ادا کولو په ځایونو باندې باید پوه شئ؛ ځکه د همدې یوې (یا) په غلط کارولو او یا لوستلو سره تاسو نارینه په ښځینه او ښځینه په نارینه جنس بدلولای شئ.
- تل په خپل ځان باور او عتماد و لرئ او دا باور هغه وخت لاس ته راوړلای شئ چې په هر برخه کې کاپې معلومات ولرئ. هر متن چې په خپرونه کې لولئ مخکې له مخکې مو باید څو ځلې لوستلی وي.
- هیڅکله په متن لوستلو کې عجله مه کوئ په اړینو ځایونو کې مکس وکړئ او ساه واخلئ، هڅه وکړئ چې د متن په لوستلو کې غلطې ونه کړئ.
په متن کې څو ځلې غلطي ستاسو او ستاسو د خپرونې د لیدونکو او اورېدونکو ترمنځ فاصله پیدا کوي او په ټولنه کې ستاسو مینه او شهرت راکموي.