لیکنه: نوراحمد فضلي
د خلکو حکومت، د خلکو لخوا پر خلکو باندي.
دا د ننني عصر د ډیموکراسي/ولسواکي لپاره پېژندل سوی او منل سوی تعریف دئ.
نو، مخکي له دې چي د ډیموکراسي اصل او آر ته ولاړ سو، لازمه ده چي یادونه وکړو چي ډیموکراسي لکه څنګه چي ئې ځیني د افراط پر پُله ناست لیکوالان(!) دین بولي، دوی ته باید وویل سي چي دیموکراسي هیڅکله دین نه دئ، بلکي دا د حکومت کولو/چلولو طرز یا ډول دئ.
او پورتني تعریف ته په کتلو سره باید وویل سي چي حکومت وي د خلکو لخوا پر خلکو باندي، چیري خو به وحشیان؛ داړه ماران او حیوانان پر انسانانو حکومت نه کوي، خو “انسانان” به ئې کوي، که څنګه؟
راځو د دیموکراسي آر او منشاء ته،
د دیموکراسي یا ولسواکي په اړه عمومي نظر دا دئ چي دغه کلمه په شپږمه صدۍ کي د یونان د مستبدو او ظالمانو پاچاهانو پر وړاندي د پاڅون کول ول- هغو ملکانو او پاچاهانو چي پر خپلو عامو وګړو به ئې راج چلوی؛ ظلمونه به ئې پر کول. بالاخره اولسونو د ملوکیت د داسي یو حالت څخه د خلاصون په موخه پاڅونونه وکړل او دغه پاڅونونو ته ئې د دیموکراسي چي دیمو( خلک) او کراسي( حکومت) ته ویل کیږي، یعني د خلکو حکومت، د خلکو په خوښه د خلکو لپاره.
خو ځیني نور سیاست پوهان په دې باور دي چي دغه آر یا اصل چي د مستبدو او جابرو حاکمانو پر وړاندي درېدل، خپل ږغ پورته کول او د خپل حق مطالبه کول دي، دا په هر قانون، دین او آیین کي سته دئ او دا د انسان فطري غوښتنه ده چي د ده/دې حق دي د ظالم څخه واخیستل سي؛ ظالم دي محکمې ته راکش کړل سي او په سزا دي محکوم کړل سي. راځئ وګورو چي زموږ په اسلامي تاریخ او شریعت کي دغه آر یا اصل ته څومره اهمیت ورکول سویدئ.
د استبداد پر وړاندي درېدل،
- هغه وخت چي عثماني خلافت د معاویه کورنۍ ته وه رسېدی، نو معاویه د خپل زوی یزید لپاره په پیسو او زور د خلکو څخه بیعت واخیستی، او د جمهوریت/ولسواکي لپاره چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مدینه کي یو حکومت جوړ کړی وو، او وروسته چي راشده خلفاوو څومره هلي ځلي کړي وې، هغه ئې ټولي هیڅ کړې- پر خلکو ئې ظلمونه شروع سول، دا ظلمونه که بل هرچا لیدلای او کتلای سوای، خو حسنینو( علیهم السلام) دا هرڅه نه سوای زغملای، نو د یزید پر وړاندي ئې د پاڅون/ولسواکۍ ږغ اوچت کړی- تر دې چي خپل مبارک ځان ئې په همدې لاره کي شهید کړی( انا لله وانا الیه راجعون)
د نظر آزادي،
- له امام ابو حنيفه سره ئې شاګردانو د مذهب په ثلث کي مخالفت کړی دئ، خو امام ابو حنيفه (رحمة الله) هېڅکله ورته نه دي ويلي چي د ده (رح) سره دي مخالفت نه کوي او یا دي ئې خبره په پټو سترګو و مني. بلکي کامله آزادي ئې ورکړې وه.
کومه ورځ يو مېلمه ورته راغلى وو، ګوري چي د امام صاحب شاګرد ورته وايي چي غلط شوې! دغه خبره په مېلمه ښه ونه لګېده، خو امام صاحب ورته وويل چي دا تربيه ده ورکړېده!
کله چي به امام صاحب په کومه مسئله کي فتوا ورکوله، خپل څلوېښت مجتهد شاګردان به ئې راټول کړل، پر دغه موضوع به ئې بحث کوی، کله کله خو به بحث تر مياشتي اوږد شو، خو کله چي به توافق ته ورسېدل؛ بيا به ئې نظر اوفتوه ورکوله.
نو؛
اوس که د ظالم پر وړاندي درېدل بد کار وي، موږ به و منو چي دیموکراسي ډاګییز کفر دئ، لیکن که د ظالم څخه د مظلوم حق اخیستل یو نیک او ښه عمل وي، ظالم او مستبد انسانان د محکمې مېز ته را کشول د مظلومو انسانانو پر ټپونو مرهم ایښودل وي، او که ډیموکراسي/ولسواکي د حاکم د انتخاب طريقه، له حاکم سره د مخالفت حق او د مخالفو احزابو جوړول او شتون وي، نو بيا خو هغه دئ موږ ولیدل چي زموږ دين په دغه ديموکراسي کي تر ټولو مخکي دئ.
بناً لومړۍ جمله باید داسي وویل سي چي دیموکراسي یا جمهوریت ډاګییز کفر نه، بلکي زورواکي او استبداد ډاګییز کفر دئ.
پای
نوراحمد فضلي
۱۳۹۴/۰۲/۰۳