لیکنه: حمدالله همدرد
د افغانستان ټولنیز، سیاسي او اقتصادي حالات خپل مثبت او منفي اړخونه لري. لکه څنګه چې په هیواد کښې د سولې د راوستولو یا رامنځته کولو لپاره ځینې کارونه اړین دي. د بېلګې په توګه د حکومت د مخالفینو سره اړیکه نیول، د هغوی غوښتنو ته غوږ نیول، د هغوی په غوښتنو غور کول او د هغوی د غوښتنو مسلکي شننه چې د ملي ګټو او اساسي قانون سره په ټکر کښې دي او کنه او داسې نور، او بیا دېته ضمینه برابرول تر څو له مخالفینو سره مخامخ ناسته وشي او ورسره په ښه ډول خبرې تر سره شي او یو دوستانه چاپیریال او د اعتماد وړ فضا رامنځته شي تر څو د سولې په اړه نور اړین اقدامات تر سره او خبرې پر مخ لاړې شي.
په سیاسي ډګر کښې هم باید سیاستمداران کله کله یو له بل سره جوړښت وکړي او له ځینو ګټو څخه تېر شي تر څو وکولای شي په سوله ایز ډول د حکومتولی چارې پر مخ یوسي. ځکه چې دا د ډیری وروسته پاتي هیوادونو له خصلتونو څخه دی. چې ښه بېلګه یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اوسنۍ حکومت دی.
زه ډیر خوښ یم چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله دواړه پدې همغږي دي تر څو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ثبات، د امنیتي سکټور پیاوړتیا، او د سولې د راوستلو لپاره په بشپړه ژمنتیا سره په ګډه کار وکړي. ددې تر څنګ دواړه مشران دېته هم ژمن دي تر څو د انساني (بشري) سرچینو د پراختیا په برخه کښې د پام وړ ګامونه واخلي. ځکه چې د انساني سرچینو د ظرفیت د لوړولو څخه پرته اقتصادي پراختیا ناشوني ده.
دلته غواړم په یوه ډیره اړینه موضوع چې د انساني (بشري) سرچینو د پراختیا اړونده ده، وغږیږم او غواړم د ملي یووالي حکومت پام ورته را واړوم تر څو د افغانستان د تولیدونکو فابرېکو په برخه کښې د بدلون راوستلو په اړه مې خپله هڅه کړي وي.
نن غواړم د ټکنالوجۍ د لیږد په اړه خبرې وکړم. که چیرې مونږ وغواړو چې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو څخه ټکنالوجي افغانستان ته راوړو او خپلې فابرېکې په نړیوال معیار (سټنډرډ) برابرې وساتو تر څو له یو پلوه زمونږ تولید شوي توکي په نړیوال مارکیټ کښې د کیفیت له پلوه هم سیالي وکړای شي او له بلې خوا په ښه بیه خرڅ شي تر څو د سوداګرو ګټه هم پکښې خوندي و اوسي.
د سږ کال د می د میاشتې په ۲۵ نیټه مو مو د جاپان د سوداګرو سره غونډه درلوده. یاده غونډه د افغانستان د سفیر لخوا د افغانستان په سفارت کښې د ټوکیو په ښار کښې ترتیب شوې وه. پدې غونډه کښې زه هم د ښاغلي سفیر لخوا بلل شوی وم تر څو له جاپاني سوداګرو سره پدې بحث او خبرې اتري وکړو چې هغوی څه کوي او څومره لیواله دي چې په افغانستان کښې په خپلو اړونده سوداګریزو برخو کښې پانګونه وکړي. دلته د نورو خبرو څخه تیریږم او غواړم یواځي په یوه موضوع باندې خپلې خبرې را لنډې کړم.
یو له جاپاني سوداګرو څخه چې زما سره یې خبرې وکړې او ډیره علاقه یې وښوده تر څو د خپلو کړنو او کاروبار په اړه له ما سره زیات معلومات شریک کړي. د یاد سوداګر کمپنۍ له نورو هیوادونو لکه ویتنام، ټایلنډ او کمبوډیا څخه کارګر راغواړي او هغوی ته د جاپاني ماشین آلاتو د کارولو په برخه کښې تر دریو کلونو روزنه ورکوي. د دریو کلونو له بشپړولو څخه وروسته هغوی بیرته خپلو اړونده هیوادونه ته استوي تر څو په خپلو هیوادونو کښې په هغو فابرېکو کښې دندې تر سره کړي چې د جاپاني ټکنالوجۍ څخه د تولید په برخه کښې کار اخلي. او بیا د راتلونکو دریو کلنو لپاره نور کارګر راغواړي او دا لړۍ همداسې ادامه لري. د هر هیواد څخه د رابلل شویو کارګرو تعداد تر سلو پورې رسیږي.
ما له یاد سوداګر څخه وپوښتل چې مونږ (افغانان) هم کولی شو چې له افغانستان څخه په سلهاوو تنه کارګر د ماشینونو د کارولو د زده کړې په موخه تاسو ته را ولیږو تر څو له دریو کالو روزنې وروسته له هغوی څخه په خپل هیواد کښې ګټه واخلو؟
ښاغلي راته په ځواب کښې وویل چې د اوسمهال لپاره خو تاسو دا کار نشی کولی ځکه چې ستاسو حکومت (د افغانستان حکومت) له مونږ سره کوم هوکړه لیک یا قرارداد نلري.
نو ما وپوښتل چې مونږ دا کار څنګه تر سره کولی شو تر څو ستاسو لخوا زمونږ افغان کارګر هم روزنه و ویني؟ ده وویل چې باید د افغانستان حکومت د جاپان له حکومت سره پدې برخه کښې هوکړه لیک یا قرارداد امضاء کړي نو له هغه وروسته به مونږ دې مرستې ته چمتو شو.
نو ددې لپاره چې دا کار تر سره کړو، چې زما په نظر د افغانستان د فابرېکو د توکو د تولید په برخه کښې او په ځانګړې ډول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کښې ډیر اغیزمن رول لوبولی شي، حکومت باید لمړی فابرېکې دېته وهڅوي چې د اړونده توکو د تولید لپاره د ښو ماشین آلاتو څخه کار واخلي تر څو د ښه کیفیت لرونکي توکي تولید او ددې تر څنګ چې په افغانستان کښې یې وپلوري، په نړیوال مارکیټ کښې یې هم په ښه نرخ خرڅ کړای شی. ددې تر څنګ باید د افغانستان اسلامي جمهوریت هغه کارګر په نښه کړي کوم چې دېته ژمن وي تر څو د افغانستان په فابریکو کښې کار وکړي. او بلآخره د افغانستان حکومت د پرمختللو هیوادونو د بېلګې به ډول د جاپان د حکومت سره خبرې وکړي او پدې اړه ورسره هوکړه لیک یا قرارداد امضاء کړي تر څو داسي ژمن کارګران د دریو کلونو لپاره په جاپان کښې د جاپاني ماشینونو په کارولو کښې و روزي او له دریو کلونو وروسته یې بیرته افغانستان ته ولیږي او نور کارګران د دریو کلونو لپاره جاپان ته واستوي.
زه پدې هم پوهیږم چې دا کار دومره ژر هم نشي کیدلی او باید ددې کار د تر سره کولو لپاره ځیني هر اړخېزه اقدامات تر سره شي. پدې هیله چې د ملي وحدت حکومت د فابریکو د پیاوړتیا په برخه کښې ځانګړي پاملرنه وکړي ځکه چې له فابریکو پرته افغانستان هیڅکله هم د اقتصادی پرمختګ پر لور اغېزمن قدمونه نشي اخیستلی.
هیله مند یم چې د افغانستان حکومت به زما غږ واوري او پدې اړه اړین اقدامات تر سره کړي.
حمدالله همدرد
د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوه