لیکنه: بریالی نایاب
د سولې د ښه والي او ارزښت په اړه زیاتې لیکنې شويدي او لا هم کیږي، خو زه پدې لیکنه کې نه غواړم د هغې په ارزښت خبرې وکړم، زه غواړم سولې را وستو ته د انسانانو په ژمنتیا او هغو لاملونو چې دوی ولې نه غواړي سوله راشې خبرې وکړم هغه چې د سولې ترشعار لاندې خپل کاروبار ته زمینه برابروي او پدې برخه کې ځان ستړی کوي، آیا دا کسان په رښتیا سولې راوستو ته ژمن دي او که نه؟.
دوی چې د سولې له مارکیټ څخه تر نړیوالو سوداګریو لاس رسی وموند یوه ډله خلک دي.
او هغه چې په جګړه کې یې غوا لنګه ده اوپۍ ترې اخلي بله ډله خلک دي، په ظاهر کې دوی په هیواد کې سولې او ټیکاو ته تږي دي خو په حقیقت کې همدا کسان د جګړې له کاروباره او یا هم د سولې په نامه له روانې سوداګري څخه مزې او چړچې کوي، دریمه ډله خلک چې په رښتیا سره د افسوس وړ خلک دي هماغه کسان دي چې د حق او باطل ترنامه لاندې په روانو جګړو کې وژل کیږي او سنګرونه یې ګرم ساتلي دي.
همدا کسان د جګړې ډیره لږه اندازه ګټه ترلاسه کوي خو ډیر زیانمن کیږي، باید وویل شي چې دا ډله خلک ډیری ناخبره عادی ولس جوړوي چې په یوډول نه په یو ډول غولول کیږي اود جګړې ډګر پرې ګرم ساتل کیږي.
داچې موږ وایو د سولې را وستو ته ژمن یوو او که نه داپوښتنه لومړی د ټولنې عادي وکړو ته ورګرځی ، که په رښتیا سره فکر وکړو نو داسې ښکاري چې د تولنې عادي وکړي له ټولو زیات ملامت دي ځکه چې دوی د جګړې لپاره ډیره اساسي برخه (انساني) سرچینې چمتو کوي، که چیرې ټولنه په رښتیا وغواړي چې پدې جګړه کې خپله ونډه کمه کړي ، نو د جګړې د ښکیلو غاړو لپاره دې خپل ځوانان په هیڅ ډول نه ورکوي او د دې په وړاندې دې په رښتیا سره ریښتني ګامونه پورته کړي، داچې ټولنه ادعالري چې د دوي ځوانان په زوره د جنګ لیکوته بوول کیږي داخبره تریوحده پورې سمه ده خو لکه څنګه چې تجربو ښودلې ده زموږ په هیواد کې اکثرآ ځوانان پخپله خوښه او دجګړې د ښکیلو غاړو په غیر واقعي تبلیغاتو او د حکومت په وړاندې د حساسیتونو د راپارولو له لارې جلبوي، ځوانانو ته د زور زیاتي بیلا بیلې ویډیوګانې ښودل کیږي ترڅو ځوانان خپل حساسیت په دې اړه ښکاره کړي.
که چیرې ملت همغږی او یو موټی وي هیڅ ډله نشې کولای پرهغو د زور له لارې خپلې خبرې ومني، څو ورځې وړاندې د لوګر ولایت په آزره ولسوالۍ کې ۱۳ تنه قومي مشران د طالبانو له لوري تښتول شوي وو چې درې تنه یې په هماغه ورځ راخوشې شوي وو او د لسو تنو یې برخلیک تر دوه ورځو پورې لا معلوم نه وو په آزرې ولسوالۍ کې مېشتو قومونو ګواښ وکړ که چیرې د دوي قومی مشران خوشې نشي نو دوی به د طالبانو په وړاندې په یادې ولسوالۍ کې ولسي پاڅون وکړي او په یاده ولسوالۍ کې به طالبانو ته د فعالیت اجازه ورنکړي چې د دغه ګواښ څخه دوه ورځې وروسته طالبانو یاد قومي مشران هم راخوشې کړل، آیا په جګړه کې ښکېلې ډلې غواړي چې ځان له ولس سره په ټکر کې واقع کړي چې داکار هیڅکله هم شونی نه ښکاري، بل داچې ملت د سولې راوستو لپاره لکه څنګه چې آړینه ده خپل مسئولیت نه آدا کوي او یوازې ترهغه وروسته چې وځپل شي غږ پورته کوي او دسولې راوستو چغې وهي، په پایله کې ویلی شو چې د سولې په هکله د لومړنیو دوه ډلو ترڅنګ دریمه ډله عام ولس لکه څنګه چې آړینه ده ژمن ندئ او پدې برخه کې فعاله ونډه نه اخلي.
هغه دوه لومړنۍ ډلې چې یوه یې دسولې راوستو له پروسې څخه او بله یې د روانو جګړو څخه خړوبیږي هیڅکله به هم دیته ژمن نشې ترڅو په هیواد کې سوله راشي.
تیره ۱۴ کلنه دوره د هیواد په تاریخ کې د ځمکو د غصب چور او تالان په برخه کې توره دوره ونومول شوه، پوښتنه داده چې داغصب چاکړی او څنګه ترسره شوی داچې له اصلي موضوع څخه لرې لاړنشو غواړم په لنډ ډول سولې د دغو غاصبینو دنه ژمنتیا لاملونه درته وړاندې کړم.
په تیره ۱۴ کلنه دوره کې د ولسمشر له مرستیال څخه نیولې تر وزیر، معین ، رئیس، والي، ولسوال، آمینه قوماندانانو، د پارلمان وکیلانو او حتی د ولایتي شورا وکیلانو هم صرفه نده کړې خو ډیری کسانو یاد غصب شوې ځمکې د خپلو خپلوانو په نومونو پلورلي او ثبت کړي دي.
هغوی چې ټوله راټوله کړې هستي یې له همدغو نامشروع غصب شویو ځمکو څخه ترلاسه کړي وي آیا دېته چمتو دي ترڅو په هیواد کې قانونی او په ټولو موازینو برابر حکومت رامنځته او له دوی څخه غصب شوې ځمکې بیرته را وګرځوي، نو دا ډله په هیڅ صورت سوله نه غواړي او د جګړې بل اورته لمن وهي ترڅو د دوي نامشروع ګټې پکې خوندي وي.
ملت او دولت ته په ګډه په کار ده چې د غاصبینو په وړاندې په کلکه ودریږي او د جنګ جګړو ریښې ور وچې کړي خپله ملي ،اسلامي او وجداني دنده په پوره آمانتداري سره تر سره کړي، زه پدې باور یم چې د دې ناخوالو په له منځه تللو سره به سولې راتلو ته لاره هواره شوي او د نسبي سولې خبروته به مو څوګامه ور اخیستي وي او پدې برخه کې به مو خپله ژمنتیا په رښتیا سره پوره کړي وي
د یوه سوله ئیز با ثباته او یو موټي افغانستان په هیله
You also might be interested in
لیکنه: محب الرحمن کاموي پوره کال که د انسان له ژوند[...]
ژباړه: زاهدالله ځلاند یوه ورځ اکبر پاچا د خپلو درباریانو[...]
ژباړه: ظاهر عمار يو کس د مطالعې ډېر شوقي و[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی