ليکنه: ډاکټر لطیف یاد
په دې وروستیو وختونو کې یو شمیر د پښتنو دښمنان چې توکم پالي ( نژاد پالونکي ) سکټاریستان، تجزیه غوښتونکي ستمیان او هغه ناولي چې دافغانستان دوروڼو ملیتونو ترمینځ کرکه راپاروي په خپلو سایټونو کې یو لړ لیکنې کوی چې ګواکې پښتانه بني اسرئیل دي او یا هم په بل عبارت دیهودیانو له توکمه ( نسله ) او اولادې نه دي او ددوی اصلي ځای اسرائیل دی او سامي نژاده دي او د یهودیانو له ټاټوبي اوسني افغانستان ته راغلي دي او دا دیهودیانو له لسو ورکو شوو قبیلو نه یوه ورکه شوې قبیله ده. دوی پرته له دې چې په دې اړوند خپل علمي نظریات وړاندې کړي او منطقي او علمي دلایل ولري او خبرې یې پر مستندو کتابونو، تحقیق او څیړنو ولاړې وي دارنګه بې بنسټه لیکنې کوي او کله هم په دې اړوند بې بنسټه او جعلي ویډیو ګانې خپروي.
دا لومړی ځل نه دی چې دپښتنو په وړاندې داسې هلې ځلې او کوښښونه روان دي، بلکې داسې هلې ځلې د پخوا وختونو نه هم راوانې دي چې پښتانه کله په یو چا او کله هم په بل چا او کله هم په یو ه نسل او توکم او کله هم په بل بل نسل او توکم پورې وتړي. دغه دتاریخ او توکم پوهنې او اتنو ګرافۍ دعلم نه ناخبره تش په نامه لیکوالان کله پښتانه دمصر دقبطیانو اولاده ګڼي، څوک یې بني اسرا ئیل بولي، څوک یې ارمنیان، څوک یې یونانیان، څوک یې بابلیان او څوک هم دوی دهندي راجپوتانو اولاده ګڼي او ان ځینو نورو متعصبینو په خپلو لیکنو کې پښتانه د دیوانو او شیطانانو اولاده ګڼلې ده او د دوی ژبه هم ددوزخ ژبه بولي چې څومره پوچه، خیالي، دخندا وړ او بې بنسټه خبره ده او په دې ډول یې دوی ته سپکاوی کړی دی.
دغه لیکوالان له دې نه ناخبره دي چې دپښتون قام اوپښتنو یادونه له نن ورځې نه درې نیم زره کلونه دمخه او دحضرت عیسي علیه السلام دزیږیدو نه څوارلس نیم سوه کلونه وړاندې په آریایی سپیڅلو سرودونو (ریګویدا ) کې هم شوي ده او دوی ددغه قام نوم ( پکهت) لیکلی دی چې مو خه او مقصدترې پښتانه دي .په ر یګویداکې د پکتها نوم دپښتنو دپاچااو( پکهت )د پښتون قام دنامه لپاره کارول شوی دی او هم دلسو آریایی ټبرونو (قبیلو) په جګړه کې هم دپکهت نوم راغلی اوپه ښکاره ډول یې نوم لیکل شوی دی. همداراز دزردشتیا نو په کتاب (اویستا)کې هم دبخت او بخد دکلمې ذکر شته چې موخه او مقصد ترې پښتانه دي. د عیسی مسیح تر زیږیدو پنځه پیړۍ وړاندې یونانی امیر البحر سکای لاکس چې د دارا ( داریوش ) له خوا دعرب د سمندرګي د کشف لپاره ګومارل شوی و نو ده د پکتیکا پرلارې انډوس ( اباسین ) ته لاړ او په خپل یونلیک (سفرنامې ) کې یې د پښتنو سیمه د پکتیکا په نامه یاده کړې ده. همداراز د عیسی علیه السلام تر زیږیدو دوه پیړۍ وړاندې یوبل یونانی جغرافیه لیکونکی بطلیموس کلودیوس هم دپښتنو هیواد د (پکتین، پکتیس او پکتویس ) په نومونو یاد کړی دی.
له بلې خوا د افغانستان او پښتونخوا نومیالیو تاریخپوهانو هریوه ارواښاد استاد احمدعلي کهزاد، ارواښاد علامه عبدالحی حبیبی او ارواښاد سید بهادرشاه ظفر کاکا خیل هم په خپلو علمي دلایلو دا خبره ثابته کړې ده چې پښتانه دتوکم ( نژاد ) له پلوه آریائیان او د دوی ژبه پښتو هم دن ورو ژبو تر څنګ یوه آریایی ژوندۍ ادبي ژبه ده او نه د دوی نسل د سامي نژاد اونسل پورې اړه لري او نه هم د دوی ژبه د عبراني ژبې سره چې د یهودیانو ژبه ده کومه مشترکه وجه او اړیکې لري.
همداراز د افغانستان د مورخینو د نظریاتو سربیره نور بهرني پوهان او ختیز پیژندونکي لکه پروفيسور كليرتهـ، پروفيسور ډورن، ښاغلي راروټي ، ښاغلي بيليواوښاغلي ټرومپ هم په دې اند دي چې پښتو ژبه له سامي ژبو سره څه ورته والى نه لري او دا ژبه د جوړښت، قواعدو او اصولو له مخې يوه آريايي ژبه ده.
د پورتنیو وجوهاتو پر بنسټ ویلای شو چې ژبپوهانو دڅیړنو له مخې دا ثابته شوې ده چې پښتو یوه آریایی ژبه ده او د یهودو د ژبې سره چې عبراني ژ به ده او په انګریزۍ کې ورته هیبریو وایی هیڅ ډول اړیکي او تړاو نلري. همدا راز دپښتنو نسل هم د یهودی نسل سره چې سامي نسل دی هیڅ اړیکه نلري او داسې اوتې بوتې چې پښتانه دیهودیانو له نسله دي؛ کوم علمي بنسټ نلري. له بلې خواکه چیرې پښتانه دیهودیانو له نسله وای نو په اوسني پر مختللې نړۍ کې چې دانسانانو ډې .این .ای ټیسټ یو ه ساده خبره ده، دا مساله به لا د ډیرې پخوا ثابته شوې وای.
You also might be interested in
-ډاکټر لطیف یاد د لغمان دآغر آباد پوځي چهاوڼۍ او[...]
ليکنه: ډاکټر لطیف یاد (ګوندي وي چې بیا مې ستاسو[...]
ډاکټر لطیف یاد دپاني پت درې ګونې تاریخي جګړې او[...]