ژباړه: قاسم امیري
په نړیوالو فضایي څیړنځایونو کې نن سبا تر بل هر وخت د بن نو Bennu 101955 آسماني ډبرې (میټورایټ) په اړه ډېر بحث کېږي. اټکل کېږي چې ۵۰۰ متره قطر لرونکې آسماني ډبره به په ۲۱۳۵ زیږدیز کال کې د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ تېریږي. څېړونکو اندیښنه ښودلې چې کېدای شي Bennu نومې آسماني ډبره د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ واټن کې د تېرېدو پر مهال د ځمکې د جاذبې تر اغیز لاندې راشي او پخپل حرکي مسیر کې د ناڅاپي بدلون سره له ځمکې سره ټکر وکړي.
بن نو نومې سیاره له ځمکې څخه د عادي ټلسکوپ او کله کله د غیر مسلح سترګو په ذریعه د لیدو وړ ده ځکه چې هر شپږ کال وروسته د ځمکې له مدار څخه تېریږي. اما په راتلونکي کابو یوه نیمه پېړۍ کې د بن نومي ډبرې احتمالي ټکر له ځمکې سره څېړونکي ډېر اندیښمن کړي. د امریکا د فضایي څېړنو ادارې د اټکل له مخې د Bennu نومې میټورایټ د ټکر شدت له ځمکې سره به د هیروشیما اټمی بم له شدت څخه ۲۰۰ برابره زیات وي.
دا آسماني ډبره د آپولو اجرامو له ډلې ګڼل کیږي چې د (لینییر) LINEAR پروژې د ماموریت په ترڅ کې د ۱۹۹۹ زیږدیز کال د سپټمبر په ۹ مه کشف شوه. د (بن نو) آسماني ډبرې نوم د هغو سیارو او ستورو په لړ کې دی چې په بالقوه ډول د ځمکې لپاره تهدید جوړولی شي. د ناسا لخوا په خپور شوي Century Risk نوملړ کې د Bennu نوم په درېیمه ګڼه کې راځي. ناسا به په راتلونکې میاشت کې د (اُسیریس – رکس) ماموریت په ترڅ کې همدې ډبرې ته یو فضایي راکټ واستوي تر څو تر ۲۰۲۳ کال د نوموړې له ګواښ څخه ډکې ډبرې په اړه اړوند څېړنې پای ته ورسوي.
ځینو څېړونکو د Bennu په اړه له اندیښو ډکې څرګندونې کړې، دوی په راتلونکي ۲۱۷۵ زیږدیز کال کې نوموړې میټورایټ د ځمکې له منځه وړونکې بللې! له بلې خوا د آلماني فزیک پوهانو یوې ډلې له یو لړ څیړنو وروسته څرګنده کړې چې د دې احتمال چې Bennu نومې ډبره د ځمکې د جاذبې تر اغیز لاندې راشي او پدې ترتیب له ځمکې سره ټکر وکړي؛ لږ او ناڅیزه بریښي. نجومي څیړونکي د Bennu حرکت په مداوم ډول څاري تر څو د ناببره احتمالي ګواښونو یا په حرکي مسیر کې د ممکنه تغیر په وړاندې له مخکې محافظتي مخنیوي ته اړوند تدابیر ونیسي. د (اسیریس-رکس) ماموریت یوه مهمه دنده همدا ده چې د دې خطرناکې آسماني ډبرې د جوړښت او ممکنه راتلونکي ګواښونو په اړه په جدیت او دقت تحقیق وکړي.