لیکنه: اندیال ساپی
هڅه کو ترڅو پدی لیکنه کې هغه پوښتنې ته ځواب ووايو چې په ټولنه کې زياته تکراريږي او هغه دا چې ایا د اخلاقو بدلون ممکن دی او که نه؟
ددې په ځواب کې مختلف نظرونه دی، ځينې خلک داسې نظر لري چې اخلاق په انسان کې هغه ثابته غريزه ده چې بدلون يې ممکن نه دی، ځکه اخلاق داسې طبعی خویونه او صفات دي چې انسان پرې پيدا شوی او له فطرته ورسره مل دي نو له دې امله يې بدلون ناشونی دی.
خو ځينې بیا دغه نظر ردوي او وايي چې د اخلاقو بدلون شونی دی.
دوهم نظر په قطعي ډول درست دی ځکه اخلاق په دوه ډوله دي: يو يې غريزې فطري او بل یې اکتسابي دي چې د کوښښ او روزنې په نتيجه کې مينځ ته راځي.
که چيرته د اخلاقو بدلون ناشونی وی نو بيا به وصيتونه، ويناوې او روزنې بې ځايه وی.
له دې به څرنګه انکار وکړی شي حال دا چې د ناپوهه حېوان د اخلاقو بدلون ممکن دی، کله چې د باز وحشت په مینه او الفت بدليږي، سپي له ناوړه خوراک څخه ادب او په ځانګړي ځای کې په خوراک کولو روږدی کېږي، اس له سرغړونې څخه غاړه اېښودنې ته اوړي.
کله چې د يو حېوان په اخلاقو کې بدلون راتلی شي نو د يو انسان لپاره خو ډېر مناسب دي چې اخلاق يې تغير وکړي او طبيعت يې نورمال حالت ته راشي چې کله د خپل نفس روزنه، اصلاح او په غوره خويونو باندې اموخت پېل کړي.
د اخلاقو په بدلون دلايل:
ددې خبرې لپاره شرعي دلايل ډېر زيات دي چې انسان د غوره صفاتو خپلولو او له ناوړه اخلاقو او خويونو څخه لیرې والي ته هڅوي.
که د اخلاقو بدلون ناشونی وی نو د الله تعالی له لورې به پرې امر نه کيده.
الله تعالی فرمايي:(( قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكّٰى)). الأعلى: ١٤
ژباړه: په رښتیا بری هغه څوک دی چې ځان يې پاک کړو.
بل ځای فرمایي:(( قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكّٰىهَا)).الشمس: ٩
ژباړه: : يقينا کامياب هغه څوک دی چې نفس يې پاک کړی وي.
دا دواړه ايتونه پدی دليل دی چې اخلاق تغير مومي او طبيعتونه بدليږي ځکه چې غوره اخلاق کاميابي ده او کاميابۍ ته انسان په پاکوالي رسېدی شي.
همدا رنګه ﷺ فرمايلي:” إِنَّمَا الْعِلْمُ بِالتَّعَلُّمِ وَالْحِلْمُ بِالتَّحَلُّمِ، وَمَنْ يَتَحَرَّ الْخَيْرَ يُعْطَهُ، وَمَنْ يَتَوَقَّ الشَّرَّ يُوقَهُ”.
ژباړه: يقينا پوهه او علم په زده کړه لاس ته راځي، حوصله او صبر په زغم سره، څوک چې د خير لټون کوي ورکول کيږي او څوک چې له شره ځان ساتي ساتل کيږي.
دا حديث په دې دليل دی چې اخلاق د تغير وړ دي ، ځکه چې حوصله او صبر له اخلاقو څخه دي بلکې د اخلاقو سردار دی خو هغه په زغم، کوښښ او د نفس په اموخته کولو لاس ته راځي.
شاعر وايي:
لعمرك إن الحلم زين لأهله… وما الحلم إلا عادة وتحلم
ژباړه: قسم دی چې صبر او حوصله د خپل څښتن لپاره ښکلا ده، او صبر ندی مګر يو عادت او حوصله کول دي.
همدارنګه واقعيت او عرف هم دليل دی، ځکه مونږ وينو چې ځينې خلک په بد اخلاقۍ، بدخوی او نا ارامۍ پېژندلی شي، خو کله چې نفس د روزنی، اصلاح او سمون کوښښ وکړي او د هغه اسبابو په خپلولو پېل وکړي چې په نيکو اخلاقو کې د انسان سره مرسته کوي نو طبيعت يې بدلون وکړي او اخلاق يې ښه شي.
د اخلاقو په بدلون تر ټولو غوره دليل د صحابه کرامو ژوند او حالت دي چې د بعثت څخه وړاندې د نورو عربو په څېر په سختۍ او سخت زړۍ مشهور وو.
خو کله چې د اسلام په سپیڅلی دین مشرف شول او د ایمان ځلاو یې زړونو ته لار پیدا کړه ،نو طبيعتونه يې نرم او اخلاق يې ښه شول.
بلکې دوی په قربانۍ، سخاوت، صبر حوصله او دغسې نورو سترو خويونو کې مثال وګرځېدل چې خلک يې پېروي کوي او د هغوی تګلاره خپلوي.
کله چې څرګنده شوه چې اخلاق د بدلون وړ دي، نو هغه څه چې بې شمېره خلک ورته اړتيا لري هغه د ناوړه اخلاقو څخه جلاوالی او د ښو اخلاقو د لاس ته راوړلو په موخه نفس د روزنی، اصلاح او سمون کوښښ پیلول دی.
باید هڅه وکړو ناوړه اخلاق وپېژنو، له زيانه يې ځان خبر کړو او که چرته پرې موصوف یو نو هغی څخه د خلاصون په لټه کې شو.