ابوبکر همت د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د شیخ یاسین کلي کې په ۱۳۷۰ لمزیز کال کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي، لومړنۍ زده کړې یې د کلي د جماعت له ملا امام څخه کړي دي، په ۱۳۷۷ لمریز کال کې يې د الجهاد لیسه کې پر زده کړو پیل کړی، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د کانکور آزموینه کې له ګډون وروسته د انجنیري پوهنځی ته یې لار پیداکړله ، د پخواني جمهور ريس حامد کرزي په امر او د وزیرانو شورا د پریکړې په اساس د وردګو ولایت د ۷ ممتازو محصلینو په کتار کې راغی او د لوړو زده کړو لپاره دوست هیواد ترکیې ته واستول شو، نوموړي د سلجوق پوهنتون (SELCUK UNIVERSITY) د چاپیریال ساتنې د انجنیرۍENVIRONMENTAL ENGINEERING) ) او ساختماني انجنیرۍ(CONSTRUCTION (ENGINEERING له پوهنځیو څخه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په اعلی درجه د لسانس په کچه دوه سندونه تر لاسه کړي دي، اوس مهال په نوموړي پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې د انجنیرۍ په برخه کې د ماسترۍ په کچه زده کړې کوي.
نوموړی په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ERASMUS STUDENT EXCHANGE) ) پروګرام له لاري د یو سمستر لپاره د پرتګال هیواد ګواردا (GUARDA) ښار کې د (INSTITUTE POLYTECHNIC OF GUARDA ) کې د زده کړو کولو ویاړ تر لاسه کړی دی. د چاپیریال ساتنې او ساختماني انجنیرۍ په برخه کې مسلکي لیکنې او ژباړې کوي، د چاپيریال ساتنې د انجنیرۍ په برخه کې د دوو کتابونو په ژباړه باندي کار کوي او همدارنګه د افغانستان د چاپیریال ساتنې په برخه کې په ګڼ شمیر پروژو باندي کار کوي.
You also might be interested in
انجينر محمد فرید عاطف پر ۱۳۵۵ لمریز کال د ننګرهار[...]
محب الله اللهیار له اره د لغمان ولایت د قرغيو[...]
ډاکټر محمد فريد بزګر د عبدالقيوم بزګر زوی په ۱۳۳۹[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی