• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهاتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه
اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

د اکتوبر ۱۶مه ۲۰۱۶

د افغانستان اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د ( شهید زبیر ذاکر سکالرشیپ) په نوم کړه. اتصالات دا پریکړه د اتصالات یوه کارکوونکي شهید زبیر ذاکر ته  د درناوي له امله وکړه، زبیر ذاکر هغه څوک وو چې پر افغان امریکايي پوهنتون باندې پر برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ددې پالیسۍ له مخې د اتصالات کارکوونکي کولای شي، چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره ددې سکالرشیپ څخه ګټه واخلي. ددې پالیسۍ له مخې هغه زده کوونکي چې غواړي زده کړي وکړي د هغوی میاشتنی لګښت به ورکول کیږي او بل دا چې په کاري ساعتونو کې به له هغوی سره مراعت کیږي ترڅو په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. اوسمهال د اتصالات ۵۷ کارکوونکي ددې پالیسي له لارې له مالي ملاتړ څخه برخمن دي او په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

د اتصالات اجراییوي مشر ښاغلي صلاح زرق الراس وویل، مونږ د زده کړو پالیسي  ته د نوم تغیر  زمونږ ګران همکار ته د درناوي له امله وو او له بله دا چې زمونږ موخه تعلیم او زده کړې ته ارزښت ورکول دي. مونږ تل هڅه کوو چې خپلو کارکوونکو ته د زده کړې د ترلاسه کولو زمینې برابرې کړو او هغوی وهڅوو ترڅو لوړې زده کړې ترلاسه کړي. ځکه مونږ پوهیږو چې په زده کړه سنبال ولس د یو ټولنې ستر ځواک وي.

د زبیر پلار ښاغلي محمد ذاکر وویل، د خپلې کورنۍ په استازیتوب غواړم چې له  اتصالات څخه د هغوی د ملاتړ او پاملرنې څخه نړۍ مننه وکړم.  زه ډیر خوښ یم چې زما د ځوی نوم به د خپلو همکارانو ترمینځ تر ډیره یاد وي.

۳۰ کلن زبیر ذاکر، د کابل اوسیدونکی وو چاچې د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي څانګه کې د لومړني محاسب په توګه دنده ترسره کوله. نوموړي د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د سوداګرۍ او ادارې په برخه  کې زده  کړې ترسره کولې او یو زیارکښ انسان وو.  هغه د ۲۰۱۶ کال د اګست میاشتې په ۲۴مه نیټه په افغان امریکايي پوهنتون باندې په برید کې په شهادت ورسید.

اتصالات خپلو کارکوونکو او افغانانو ته د مهارتونو د ترلاسه کولو ملاتړی او ژمن دی.  نو له همدې امله اتصالات تردې مهاله د زده کړو او لوبو په بیلا بیلو برخو کې افغانانو سره د زده له کومې مرسته کړې دي او په دې برخه کې دافغانانو ملاتړی پاتې شوی دی.

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د اتصالات  کارکوونکو  لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

د اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

Jun 16, 2015

د جون ۱۵ مه ، ۲۰۱۵   د وینې ورکولو[...]

د اتصالات خبرپاڼه

د اتصالات خبرپاڼه

Aug 12, 2015

اتصالات د کرکټ دوه ځلانده ستورو حمید حسن او محمد[...]

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

Jun 2, 2015

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022