یو ژوکانګ هره ورځ خپل معلول زوی په شا کوي او ۲۹ کیلومتره مزل کوي چې ښوونځي ته یې بوځي.
(یو ژوکانګ ) د چين په یوې لرې پرتې سیمې کې ژوند کوي، دی خپل ۱۲ کلن معلول زوی په یوې کجاوې کې ښوونځي ته بیايي، له هغه ځای نه خپل کار ته ورځي، بیا ښوونځي ته ځي او خپل زوی بېرته کورته راولي..
یو ژوکانګ چې ۴۰ کال عمر لري وايي ( پوهېږم چې زما زوی معلول دی خو ذهن کې ښه دی او کومه ستونزه نه لري. د کلي کور نژدې ښوونځيو ته مې بار، بار بوتلو خو زما زوی یې ښووځي کې شامل نه کړ)
ژوکانګ ۹ کاله مخکې کله یې چې زوی درې کلن و له خپلې مېرمنې بېل شو او ژمنه یې وکړه چې خپل زوی به خپله روزي. سره ددې چې ښوونځي ته یې بیا یې کور کې یې هم ټول خدمت په خپله کوي. د ژوکانګ بخت هله بیداره شو چې کله له دې پېښې نه د چین حکومت خبر شو، اوس یې ورته د ښوونځي تر څنک یو کور ورکړی دی.
هغه پلار چې د خپلې لور د وېښتانو جوړولو لپاره یې د سینګار زده کړه وکړه.
(جزی) یو کال مخکې له خپلې مېرمنې نه بیل شو خو د خپلې وړې درې کلنې لور ويښتان یی نه شو جوړولی، نو ددې ستونزې د حل لپاره یې د وېښتانو جوړلو زده کړل.
اوس (جزی) په ټولنیزو رسنیو کې د وېښتانو د پلار په نوم شهرت لري او کولای شي چې وېښتانو ته ډول، ډول ډیزاینونه ورکړي. اوس یې لور ډېر خوشاله ده.
سره ددې چې دا ماشوم یې فرزندي زوی دی خو بې کچې مینه ورسره لري، یاد ماشوم فلج دی ځکه خو له ویلچر نه ګټه اخلي، پلار یې ورته ډول، ډول ویلچرونه جوړ کړي دي چې مشهور یې ټانګ دی څو چې د ( هالووین) په جشن کې ګډون وکړي او خوند ترې واخلي.
دغه پلار د هر ویلچر په جوړولو لږ تر لږه ۱۵ نه تر ۳۰ ساعتونو وخت لګولی دی.
پلار د خپلې مینې لپاره د خپل ناروغه زوی لپاره ښځينه لمنه واغوسته او په ښار کې وګرځېدل.
دا کورني په المان کې ژوند کوي. دپینځه کلن زوی پښې یې د پوټکي ناروغي لري ځکه خو اړ دی چې لمنه واغوندي
ښاغلی ( نیلز پیکرت) وايي ( زوی مې د لمنې په اغوښتلو سره د شرم احساس کوي، ماشومان پیغورونه ورکوي نو ځکه مې دا کار وکړ.
دا ماشوم اړ دی چې خپلې سترګې ته په ورځ کې دوه ساعته دا ډول پوخ واچوي.
د( لایلا) ښي سترکه ستونزه لري، ډاکټرانو ددې لپاره چې سترګه یې روغه شي ددغې ماشومې سترګې ته یو ډول پوخ جوړ کړی دی چې باید په شپه ورځ کې یې دوه ساعته په خپله سترګه کېږدي.
لایلا له دا ډول درملنې خوښه نه وه، نو ددې لپاره چې جنۍ ونه زورېږي پلار یې ښکلي او په زړه پورې پوخونه جوړ کړي چې دې سره یې لور خوښه ده او په مینه یې خپلې سترګې ته اچوي.
ژباړه : آرش ننګیال