لیکنه: وحدت خپلواک
شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړ! داسې بریښي چې ارادې یې ښه نه دي، شور او زور یې خورا ډیر دی، ځانته څه وایي نو ځکه خو د نړئ سوپر پاور هم بلل کیږي. د پوځ شور او ځوک، جسمي قوت، دنګې دنګې ونې، په وسلو او ټکنالوجي سمبالښت او لوړ مورال! دا ټول یې ددې ښکارندويي کوي چې یواځې په افغانستان بسنه نه کوي.!!!
ښه چې دا ټول کیږي نو تاته یې څه؟! ته خو د نړئ په بر کونج کې پروت یې، ځان سوپر پاور هم ګڼې، او بیا تا هم ډیری هېوادونه ترخپلې ولکې لاندې راوړيدي، خیټه دې پرې اچولې ده، مالي او اقتصادي منابع یې ټولې ستا په لاس کې دي نو ستا څه په سر درد دی چې په دې هکله فکرونه کوې؟؟؟ او دې بل ته یې وایم چې ته ولې پورته پورته غورځېږې؟ ته خو پرون دنیا ته راغلی یې، وړوکی ماشوم یې، ته نه پوهیږې چې ماشومانو سره څوک کار نه لري، ته بېغمه اوسه! نه کنه یار، اډو ستا په دې خبرو سر نه خلاصیږي، که ماشوم هم یم خو لوبېدلی یم! زه باید همدا نن د خپل ځان په اړه تصمیم ونیسم او باید په ځینو مسایلو فکر وکړم، که نه نو ورځ مې تر تا هم بدتریږي.
دواړو د لاس په خورولو او بای بای کولو سره خدای پاماني واخیسته خو بېرته د ژر راتګ یې وویل! زه پوه نه شوم. ماسره د خپل بدن غم وو، زما داخلي اندامونه ټوک ټوک وو، خو دا فکر مې کاوه چې آیا رښتیا هم دوئ زما په درد دومره دردېږي؟ زما درد خپل درد ګڼي نو ځکه راسره خواخوږي کوي! ما ټوله شپه خوب ونکړ او بس د ستورو په دنیا کې ډوب وم، د خپل ځان او بچو د خلاصون په اړه مې فکرونه کول، شپه تېره شوه سهار وختي د لمانځه نه پس لا د چایو دسترخوان ته ناست وم چې جي! راننوت، د غوړ سلام کولو وروسته یې اول د اسلامي ورورئ یو مکمل کتاب راته خلاص کړ، بیا یې راته زما د دردونو او ټپونو یادآوري وکړه، ماته داسې وبرېښېده چې ګویا زما هر درد او ټپ دی هم احساسوي نو ځکه ورته ټول معلوم دي! او آخره کې یې راته په کلکه سینه وډبوله او د هر راز همکارئ ژمنه یې وکړه. خپله دېره کې یې په غټه ټوټه ولیکل چې: پاک، اور مقدس جهاد جاري هوګیي!
لمړي قدم کې یې زما نوم دارحرب کېښود، دا نوم راته ډېر بد ښکاره شو! د خپل ځان ډېر سپکاوی مې احساس کړ خو د یو خواخوږي مسلمان ورور مشوره وه نو بس غاړه مې ورته کېښوده.
دویم قدم کې یې زما بچیان رانه ځان سره یووړل! د ټوپک چل یې وروښود، ملابند او ټاپ یې ترملا وروتړل، په هر یو یې نوم اتل! کېښود. که له یوې خوا خپل بد نوم او خپلو ټپونو ته خفه کېدم نو له بلې خوا د خپلو بچو نومونو ته ډېر خوشحاله ووم، بس هرڅه مې په ځان ومنل! مسلمان ورور مې ټولې نړئ ته غږ کړ چې د اتلانو لاس نیوی وکړئ، د لاس نیوي په نوم خیراتونه راغونډېدل، او زما مسلمان ورور د خیراتونو سرخان شو. د خیراتونو غوړه برخه مې ورور اخیستله او پاتې شونې زما اتلانو ته تلله! دې کار لږ څه ناکراره کړی وم خو بس اسلامي ورورولي وه نو ځکه مې خوله بنده ساتله!
بله خوا مې هغه بچي چې زما غېږه یې نه پرېښوده او زما نه په غیر یې نه غوښتل ژوند وکړي په نورو نومونو مسما کړل، د هغوئ اتلان ورونه یې ورته په شا وټپول او زما په غېږ کې یې ترې کوکارې وویستې. په ما هم سترګې پټې شوې، د څه ویلو چل رانه هېر شوی وو او هرڅه ته مې د اسلامي اړخ نه کتل، بس هرڅه منلو سره مې عادت وکړ!
زما نازولي او ګلالي بچي یې راته په څو رنګونو ورنګول، او دوئ یې خپلو کې سره په غېږ واچول، همغه وو چې د خپلې غلطۍ احساس مې وکړ، له ځانه سره مې وویل چې په داسې چا مې د مسلمان ورور ګمان کړیدی چې زما وینو ته تږی ناست وو، زما هرڅه ورته خپل میراث ښکارېدل او زما په هکله یې د هررنګه تقدس نه انکار کړی وو! خو له بده مرغه زما غلطي دومره غټه وه چې جبران یې ناممکن وو.
که یو اولاد به مې له جنګه ستړی شو او د سولې خبره به یې وکړه نو هغه بل به یې وختي په شا ټپولی وو چې تکړه شه، سړی کمزوری شویدی بس همدا دې وخت دی!
زما د بچیو په خیراتونو مې مسلمان ورور عیش و نوش وکړ، خپل بچي یې پرې د ځمکې نه اسمان ته ورسول، خپله شتمني یې زما په بچو وساتله، زما کوم بچي چې به یې خبره رد کړه نو مسلمان ورور مې ورسره د خرپ ترپ معامله شروع کړه. کله چې زما بچي هم پوه شو او عقل یې سرته راغئ نو اوبه له ورخه تېرې وې.
همدا د څلور لسیزو اتلان یې په مختلفو نومونو څه تورو کوټو ته ولېږل، څه یې ووژل او څه نور ….
نږدې وختونو کې مې مسلمان ورور خبر راکړی که زما ماجر بچي یې دېره خالي نه کړي نو په ټیلو ټیلو به یې راوباسي!!! خپل ګرېوان ته مې سر ښکته کړ، ډېر غمجن شوم، ټولې هغه تېرې صحنې مې یو یو سترګو ته ودرېدې خو افسوس چې وخت بېرته نه شي راګرځېدلای. څلور لسیزې وروسته راته معلومه شوه چې زما بچي اتلان نه ماجر وو.
وحدت الله خپلواک
د دوکتورا محصل، هیروشیما پوهنتون، جاپان