نوم مې اجمل ، د ولي محمد زوی پر ١٣٥٦ لمريز کال دننګرهار ولايت د خوږياڼيو په کوز بيارکلي کې زېږېدلی یم. لا دوه کلن وم ، چې په هيوادکې دجګړو اور بل شو ، موږ هم له خپلې کورنۍ سره مهاجرشو او د پاکستان د هنګو په ګېدړوان دښته کې مو واړول .
لومړنۍ زده کړې مې همدلته د (حضرت علي کرم الله وجهه) په لېسه کې تر اتم ټولګي ورسولې، د نهم ټولګي لپاره په ۱۳۷۰ لمریز کال کې پېښور ته نېږدي په ورسک کې د سید جمالدین افغان لېسې ته ورغلم خو لا یو تعلیمي کال نه وو پوره شوی چې په افغانستان کې جهادي تنظیمونه واک ته ورسیدل.
پلار مې اوږده موده په افغانستان او پاکستان کې په بېلابېلو لېسو او ښونځیو کې د ښونکي او سرښونکي په توګه دنده ترسره کړې ، او تر اوسه هم د ښونکي په توګه کارکوي .
پر ١٣٧١ لمريز کال زما کورنۍ هم له څو کاله کډوالۍ وروسته په ننګرهار کې خپل کلي ته ستنه شوه. دا وخت نو د خوږیاڼیو د ملکیار هوتک لېسه فعاله شوې نه وه. یو ماما مې په واسطو رابطو د ننګرهار په حربي ښوونځي کې، چې مجاهدینو تازه فعال کړې و شامل کړم، له دوو اونیو منډو ترړو وروسته مې له ماما څخه په پټه له حربي ښونځي وتښتېدم او د ننګرهار لېسې ته ورغلم. دغلته مې لسم ټولګی مات ګوډ کړ او چې د خوږیاڼیو د ملکیار هوتک لېسه فعاله شوه نو هلته مې ځان بدل کړ. په ۱۳۷۴ لمریز کال کې د همدې لېسې له دولسم ټولګي فارغ شوم.
څه موده وروسته په جلال اباد کې دساينس او ټکنالووۍ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بریالی شوم، دلته تر يونيم کال وروسته مې د ننګرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ، خو ستونزې دومرې زیاتې شوې چې نور نو د زده کړو دوام راته ممکن نه وو. پوهنځې مې نیمګړی پرېښود، بېرته کلي ته ولاړم او هلته مې څو کاله په خپلو مځکو کې دهقانۍ ته ملا وتړله. د ژمې سړو کې چې به کله د کلي په کروندو کې کار نه کېده نو د پاکستان د پنجاب او سند ایالتونو بېلابېل ښارونه مې په خوراۍ مزدورۍ پسې لټولي (د زړه پر پاڼه کې انځور دی ګلاب …) ټولګي شعرونه مې په همدې وخت کې ولېکل او لا په کلي کې وم چې د درانه استاد لال پاچا ازمون په هلوځلو دا ټولګه چاپ او خپره شوه.
څه موده وروسته پېښور ته ولاړم او هلته د هېلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته مې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه، د دونيم کلونو څخه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته مې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې. او د خپرونو د جوړولو لپاره مې د افغانستان یو شمیر ولایتونو ته سفرونه وکړل. (څپوکې انځورونه) شعري ټولګه مې هم په همدې وخت کې خپره کړه.
د ۲۰۰۲ له پيل وروسته کابل ته ولاړم او هلته مې د ازادۍ راډيو د کابل په دفتر کې د خبريال او د کابل بېرود پښتو خبري برخي د ايډيټور په توګه پرلپسې پنځه کاله کار وکړ. په دې موده کې مې د افغانستان د روانو چارو په اړه د رپوټونو سربېره پر ګڼو نورټولنیزو، سیاسي، او کلتوري مسلو هم د ازادۍ راډیو لپاره رپوټونه او خپرونې چمتو کړي.
(هېندارې او چېنې ) او ( دا ښار، هاغه غرونه) شعرې ټولګې مې هم په همدې موده کې خپرې شوې .
د ۱۳۸۶ لمریز کال په لومړیو کې د خپلې دندې په لړ کې د چیک جمهوریت مرکز پراګ ته راغلم چې دلته هم د ازادۍ راډیو سره د خپرونو د چمتو کونکي په توګه کار کوم.
تر څنګ يي خپلو نورو ادبي او فرهنګي هلو ځلو ته هم دوام ورکوم.
[quote]یادونه: دا ژوندلیک ښاغلي اند په خپله انټرنېټي پاڼه اجملاند.نېټ کې لیکلی دی. تاسې کولای شئ دې پاڼه کې دده علمي او هنري پنځونې ولولئ. په فیسبوک کې یې شخصي پاڼه او همدا ډوله دده فېسبوک هم څارلای شئ.[/quote]