اجمل اټک یوسفزی د هیواد ځوان لیکوال او پیاوړی غزلبول شاعر د خدای بخښلي غلام صدیق خان اټک زوی دی چې په ۱۹۷۳ زیږدیز کال دجنوري په لمړۍ ورځ د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې سترګې غړولې دي.
شخصي ژوند
د ښاغلي اجمل يوسفزي دګډ ژوند ثمره دوه زامن دي، چې یو یې عثمان بل یې یوسف نومیږي. او دا مهال له خپلې کورنۍ سره دناوری په هېواد کې ژوند تیروي.
زده کړې
ښاغلي يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠
اټک په ١٣٧٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه د فراغت سند ترلاسه کړ.
کاري مخینه
ښاغلی اټک يوسفری د کال 2003 راهسې د ( واخان ) په نوم د يوې مهالنۍ خپرونې مسوول او چلوونکی دی او همدا ډول د ( خښي کولتوري) ټولنې مشر هم پاتې شوی دی چې په ترڅ کې يې تر لس دولسو ډېر د پښتو ادب بېلابېل ګټور کتابونه د نوموړې ټولنې په امتياز خپاره کړي دي٠
ښاغلی اټک د خپلو ادبي سر ګرميو په ترڅ کې د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د خپلو ځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠
پنځونې او لاسته راوړنې
د ښاغلي اټک يوسفزي ادبي پنځونې ، سياسي ليکنې او راټولونې په لاندې ډول دي :
خپاره شوي اثار
١: رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال)
۲ :د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولګه -١٣٧٨)
٣ : د ځنګل ځناور(سمبوليکه کيسه -١٣٨١)
٤ :ارګ يا مرګ (سياسي ډرامه -٢٠٠٢ع )
۵: پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع)
۶: له مانه مه بېلېږه (د اغلې حسينه ګل د شاعرۍ غورچاڼ او اهتمام -٢٠٠٩ع)
۷: زما زړه (شعري ټولګه )
۸ : د بودا سلګۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ)
۹ : نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ)
١۰ : يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند )
۱۱: بنډارونه ( ادبي بحثونه – ناچاپ )
۱۲ : سيند په منګوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه – ناچاپ )
۱۳ : ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو ګډ جونګ – ناچاپ )
۱۴: غزلباغ شعري ټولګه.
۱۵ : کرجي بابا د طنزونو ټولګه
۱۶: خواږه نثرونه
ناچاپ اثار
۱ : لپه کې سیندونه لنډکي شعرونه
۲ : دانقلاب کېسې خاطرې او حکایتونه
اجمل اټک یوسفزی ملالۍ یوسفزۍ او دهغې له پلار سره.