• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

احساسات څه شی دي او په مغزو کې څه راپيښوي ؟

Home اروا پوهنهاحساسات څه شی دي او په مغزو کې څه راپيښوي ؟
احساسات څه شی دي او په مغزو کې څه راپيښوي ؟

احساسات څه شی دي او په مغزو کې څه راپيښوي ؟

ژباړه: ساحل منګل
دهغو حالاتو له مجموعې لکه عصبي کېدل،نفرت کول،خوښي ،غم ،عشق ،هيله ،ويره او نور دهر انسان احساسات تشکيلوي .څوک ،چې خندا کوي دهغه په حرکاتو هر څوک پوهيږي .اشاره کول په ټوله نړۍ کې ديوه انسان دعواطفو د ذاتي ځانګړنو څخه ده .د وجود احساسات له انسانانو سره مرسته کوي ،چې له يو بل سره اړيکې وساتي .احساسات دخلکو د اروايي وضعيت ښکارندويي کوي او دمناسو کړو وړو لپاره په مختلفو شرايطو کې ډير مهم دي .
احساسات اروايي بدلونونه منځ ته راوړي ،دغه بدلونونه په مغزو کې رامنځ ته کيږي او په خپله په ارادي ډول دعصبي دستګا له لارې ځان ښيي .دمثال په ډول :دزړه نبض دجسمي تحرکاتو يوه روښانه نمونه ده،چې له احساساتو سره په اړيکه کې ده.احساسات کولای شي ،چې دبدن فيزيولوژيکي تحرکاتو کې زياتوالی ياکموالی راولي او دفکر او کړو وړو په وړاندې منفي يا مثبت تاثيرات ولري .
احساسات دپيچلو مفکورو حاصل دي ،چې دهغو مرکز په عصبي دستګا کې د(آميګدال ) په نوم ياديږي .دې مرکز ته اطلاعات راځي تجزيه او تحليل کيږي او په ډيرې چټکتيا سره پيغامونه دمغزو مختلفو برخو ته ليږي .
پوهان عقيده لري ،چې احساسات دتکامل په وخت کې رامنځ ته کيږي او دمشخص هدف سره هم پرمختګ کوي .چارلزډاروين دانسانانو د احساساتو د ښکاره کېدو په طريقه دلومړنيو او اوسنيو انسانانو تر منځ عقيده لرله او ويل ېې ،چې دانسان څيره د دفاع او بريد په وخت کې له ډېرو پخوا زمانو څخه په هماغه ډول ،چې پخوا وه اوس ېې هم شکل بدلون کوي .
پوهان ددې خبرې په ځواب کې ،چې ايا احساسات کولای شي دڅه شي توضيحات ورکړي ؟ په دې اړه بيلابيلې نظر ېې وړاندې کړې دي .ددې ډله څخه ېې ويليام جمز او کارل لانګه يو ډول پايلې لاس ته راوړې دي .هغوی په دې عقيده و ،چې انسانان دفيزيولوژیکي بدلونونو په وخت کې احساسات ثبتوي او هغه د عاطفې او احساساتو په ډول ښکاره کوي .دغه نظريه ددې ښکارندويي کوي ،چې جسمي غبرګونونه نه يواځې داحساساتو پايلې دي ،بلکه په خپله احساسات هم دي .
د فيزيولوژي پوهانو له ډلې والتر کانن او فيليپ بارډ په دې عقيده دې ،چې احساسات نه يوازې په فيزيولوژيکي ډول بلکې په ورته وخت کې په رواني ډول هم پيداکيږي .دامريکا يو شمېر ټولنيز ارواپوهان هم په دې باور دي ،چې فزيولوژيکي خوځښتونه دعمومي حالاتو څرګندوی دي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په ماشومانو کې د خلاقيت د لوړوالي لارې چارې

په ماشومانو کې د خلاقيت د لوړوالي لارې چارې

Sep 9, 2015

ژباړه: ساحل منګل خلاقيت له ماشومانو سره مرسته کوي تر څو[...]

کيڼ لاسي خلک څه ډول ځانګړتياوې لري؟

کيڼ لاسي خلک څه ډول ځانګړتياوې لري؟

Mar 5, 2016

ژباړه: ساحل منګل لومړۍ :څه پيښيږي ،چې يو څوک کيڼ[...]

هدف ټاکنه او هغه ته رسيدل

هدف ټاکنه او هغه ته رسيدل

Nov 14, 2015

ژباړه: ساحل منګل زمونږ د ځواک تمرکز هدف ته په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022