لیکنه: فرهناز میرقمي زاده
ژباړه: حمیدالله حمیدي
اسمان، ځمکه او کاینات موږ د هغه څه په اړه، چې فکر یې کو او د ځان لپاره یې لازم بولو کش کاږي! دا هم یوازې د سترګو په رپ کې، له دې څخه نه کم او نه هم په زیات وخت کې. دا هر څه په یوه بې ساري ډول تر سره کېږي، داسې چې هېڅ تمه به مو یې نه وي کړې. ښه خبره داده، چې موږ له کایناتو سره خپله اړیکه پرې نه کړو او د سیند په څېر یې روانه وساتو او هيڅ کله مو باید د دې روانېدو مخه کوم دېوال ونه نیسي. تل هڅه وکړئ، وغواړئ او امر وکړئ. کله، چې زموږ غوښتنې مثبتې وي مثبته انرژي موهم د وینې په څېر په رګو کې په روانېدو پيل کوي او که کله له کوم کار څخه نا هیلي شو نو پر مثبه انرژۍ مو وچکالي راځي او ځای یې منفي انرژي نیسي. اړینه نه ده، چې چینه دې تل له اوبو ډکه وي، مهمه داده، چې روانه وي هغه که هر څمره کمې اوبه هم وي، خو چې جریان یې قطع نه شي.
د خپلو هیلو ټولګه مو جوړه کړئ:
د هیلو ټولګه مو باید داسې تنظیم کړئ، چې هیلې مو پکې نه ډېرې اوږدې او نه هم ډېرې لویې وي، بلکې کولای شئ، چې له ډېرو وړو کارونو یې پیل کړئ.
د بېلګې په ډول که لویې هیلې لرئ، څنګه وکولای شم نوی کور واخلم؟، وروستۍ ماډل موټر په څه ډول واخلم دا لویې هیلې دي، د دې لپاره، چې دې لویو هیلو ته ورسېږئ، دا هم باید له یاده ونه باسئ، چې ورځني کارونه مو باید په سم ډول تر سره کړئ او له وړو هیلو پیل وکړئ د مثال په ډول:
– هیله لرم، چې په سم ډول خپلې موخې ته ورسېږم.
– هیله لرم، چې پر خپل وخت مې په کارو پسې ورسېږم.
– هیله لرم، چې کارونه مې په ډېر ښه ډول تر سره کړم.
– هیله لرم، چې موټر مې په سم ځای کې پارک کړم .
– هیله لرم، چې له هر څه څخه خبر اوسم.
– هیله لرم، چې د نور حقوقو ته درناوی ولرم.
– هیله لرم، چې له اندازې زیاتې پیسې سپما کړم.
– هیله لرم، چې په کور کې نظم او ثبات ټینګ کړم.
– هیله لرم، چې اولادونه مې د ښو کارونو لپاره وهڅوم.
– هیله لرم، چې د نورو لپاره هم خدمت وکړم.
– هیله لرم، چې تل خپله روحیه وساتم.
کافي خبره ده، چې تل روان و اوسو او دغه څه مو په هر وخت او هره لحظه کې یو ډول وساتو او هغه ځای ته ځان ورسو، چې وکولای شو خپلو موخو ته یو قدم نور هم نېږدې شو.
– غواړم، د راتلونکي ژوند لپاره مې د ژوند تر ټولو ښه ملګری پيدا کړم.
– غواړم، له هغې ډلې سره یو ځای شم، چې موخې مو یو ډول دي.
-غواړم، د خپل بانکي اکونټ په پیسو کې زیاتوالی راولم.
– غواړم، د ژوند په هره برخه کې مې خوښۍ زیاتې شي.
– غواړم، ډېر او ښه ملګري پیدا کړم.
– غواړم، ژوند مې له معنویاتو ډک کړم.
او څمره، چې مخکې ځئ په همدې ډول به مو د هیلو شمېر هم زیاتېږي. اوبلاخر به هغه ځای ته ورسېږئ، چې په اړه به مو یې هېڅ وخت فکر نه وي کړی او ان فکر به مو ورته ونه رسېږي، چې تر دې ځایه په څه ډول را ورسېدم.
خو که د هیلو جملې موپه دې ډول وي:
– هیله لرم، چې له زړه نه مې نور پورته شي.
– هیله لرم، چې په خپل ټول کور کې خوښي او خندا و وینم.
– ټوله هڅه مې دا ده، چې په کورنۍ کې مې نظم او ثبات برقرار شي.
– د ریښتنې آزادۍ او امنیت احساس کوم.
– زه ډاډه یم، چې د انتخاب حق لرم.
– هیله لرم، چې زیات چانسونه او بریاوې مې په برخه شي.
– هیله لرم، چې پردې نړۍ مې هم هر څه له خپلې خوښې سره سم پر مخ ولاړ شي.
– زما هیله داده، چې یو اګاه انسان و اوسم او اګاهانه رفتار وکړم.
– زما هیله داده، چې خپله انرژي په سم ډول مصرف کړم.
– هیله لرم، دې پر ځای، چې د ځان لپاره حقانیت وبښم د نورو لپاره عدالت پر ځای کړم.
– غواړم هره ورځ مې له بلې څخه بهتره وي.
– غواړم خپل شخصیت مې کامل او پوره کړم.
کولای شئ دغه لړ لیک ته بیا هم ادامه ورکړئ، تر څو موخې ته په رسېدو کې در سره مرسته وکړي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.