دا د طبيعت قانون دى چې انسانان ټول يو ډول مزاج او کړه وړه نه لري، همدې فردي توپيرونو نه يوازې چې د انسانانو تر منځ يو بل ته لېوالتيا زياته کړې، بلکې د ژوند په رنګارنګۍ او ښکلا کې يې هم رول لوبولى دى.
که چېرته انسانان دا ډول فردي او ټولنيز توپيرونه، لوړ خيالونه او ژور فکرونه ونه لري، نو د هغوى د لا ښې پېژندنې په اړه راته د معلوماتو تر لاسه کول او انساني همپالنه ګرانه وي.
له دې نه هم سترګې نه شو پټولاى چې د جسمي او ذهني توپيرونو سربېره انسانان ګډ فکري او خيالي مشترکات لري، کله کله خو داسې شي چې د ژوند پر دېوال ځړېدلې هنداره کې بيخي يو بل ته ورته وي، يواځې په څېرو او ظواهرو کې يې توپيرونه ګورو.
زموږ د ننۍ ټولنې يو مخکښ او هڅاند ځوان احمدجاوېد صديقي هم يو له داسې کسانو دى چې د خپل زړه سپېڅلتيا يې تر ډېره د پټېدو نه ده او د څو ناستو ولاړو وروسته درته د هغه ظاهري او باطني ښکلا دواړه يو ځاى مخې ته درېږي.
دا ځوان هم لوړې زده کړې لري، هم ليکوال دى، هم ژباړن، هم ژورناليست او هم په اداره او ماموريت پوه ځوان چې د خپل مسووليت د ژور احساس تر څنګ نورو ته د ګټې وټې رسولو او همکارۍ عالي هنر هم لري.
احمد جاوېد صديقي له اره د وردګو ولايت د جلګې(دايمردادو)ولسوالۍ اوسېدونکى دى، خو لکه چې د زده کړې او دفتري کاروبار لپاره يې په قسمت کې د کابل ښار ليکل شوى و او د هاغه سمسورې شنې درې نه دلته د ښار په شور ماشوم کې رالوى شوى دى.
ليکوال او ژورناليست احمد جاوېد صديقي په هېواد کې د اوښکو او وينو د زمانې په درشل کې د د ۱۳۶۶ لمریز کال د کب په ۲۳ د کابل ښار په خوشحال مېنه کې د استاد ګل ولي په کور کې دې خاورينې نړۍ ته سترګې وغړولې.
دى د يوې متدينې او روڼ انده کورنۍ ماشوم و، استاد ګل ولي لکه د هر بل پلار په څېر هيله درلوده چې جاوېد رالوى شي، جومات ته ولاړ شي، ښوونځى ووايي، پوهنتون ته کامياب شي او يوه ورځ د خپلې کورنۍ او ټولنې نوم روښانه کړي.
د پلار د همدې عالي هيلې د پوره کولو لپاره په کابل ښار کې (کلا واحد) ښوونځي ته داخل شو، په لومړي ځل يې په ليک دړه او په يوه بل ماحول کې ورسره ملګري ماشومان وليدل چې ټولګيوال يې بلل .
د کابل ښار د ممتازې لېسې استقلال څخه فارغ شو، هغه چې ټولنې ته يې ستر شخصيتونه او کدرونه وړاندې کړي او نن تر وزارتونو او ورڅخه پورته مقامونو رسېدلي دي.
په کانکور کې يې ګډون وکړ، په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته بريالی شو او په ۱۳۸۸ لمريز کال کې له يادې څانګې د کادرې نومرو په ترلاسه کولو خپل بريليک تر ګوتو کړ.
له ليکوالۍ، خبريالۍ او ژباړو سره يې مينه پيدا شوه، له مينې پرته هم اړ و چې د خپلې ليسانس دورې څخه خپل ټولنې ته خپله لاسته راوړنه وړاندې کړي، د ژبې پر وړاندې خپل مسووليت په ښه ډول ادا کړي او د پلار هيلې پوره کړي.
له خورو ورو ژباړو او رسمي ليکنو وروسته يې يو ځل د کابل پوهنتون د ماسټرۍ دورې په کانکور کې ګډون وکړ او له خپلو څو پخوانيو ملګرو سره د پښتو ماسټرۍ دورې ته بريالى او په ۱۳۹۳ لمريز کال کې ترې فارغ شو.
احمد جاوېد صديقي له تيرو پنځو کلونو را په دې خوا په هېواد کې له غير دولتى رسنيو سره بوخت و چې له دې ډلې د هېواد له خصوصي ټلويزيون (نور) سره د ژورناليست او خبرونو د وياند، د اصلاحات اوونيزې خبريال او د (اغاز تغيير) مجلې خبريال په توګه دندې يادولى شو.
صديقي اوسمال د (اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون) د مطبوعاتو په څانګه کې د ليکوال او خبريال په توګه دنده لري، خو تر څنګ يې له ګڼو ويبپاڼو لکه لومړيتوب، تاند او باور ورځپاڼې سره قلمي همکاري کړې ده.
نوموړي د خپلې ماسټري د تيزس څېړنيزه پروژه له داستاني ادبياتو سره د مينې په سبب ( د اوسنۍ لنډې کيسې موضوعي شننه) تر نوم لاندې بشپړه کړې چې که خداى کول په کتابي بڼه به هم چاپ شي.
هغه ددې اثر تر څنګ د لنډې کيسې د تخنيکي جوړښت او تيوري په اړه هم يو کتاب ژباړلى چې ډېر ژر به چاپ شي، د (افهام او تفهيم هنر) په نامه يې يو ښکلى ژباړلى اثر دوه کاله وړاندې له ننګرهار ګودر خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.
لږ به د هغه شخصي ژوند ته هم سر ورښکاره کړو، احمدجاوېد صديقي د پنځو خويندو ورور او د جمشيد صديقي مشر ورور دى، څلور کاله وړاندې يې واده کړى او د ژوند ښکلې ثمره يې هم کوچنۍ تلوسه جانه ده چې د هغه د کورنۍ په ژوند کې د ښکلا او خوښيو شور ماشور شيندلى دى.
صديقي ارام، دروند، متين او باسليقې ځوان دى، د خپل راتلونکي لپاره اوچتې هيلې لري، ددې هيلو د تر لاسه کولو هڅې کويو د ملګرو سره د ملګرۍ د راز او نياز په هنر پوهېږي، د خپلوانو او مشرانو ارزښت درکولى شي او په زړه کې د کرکې او بخل لپاره کوم ځاى نشته، د ژوند څراخ يې تل روښانه او پر ځوانۍ يې برکت شه!