• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

اخلاق د امام غزالي له نظره(دویمه برخه)

Home ژباړهاخلاق د امام غزالي له نظره(دویمه برخه)

اخلاق د امام غزالي له نظره(دویمه برخه)

ژباړه او زیاتونه: پوهنمله مومنه درانۍ
د ژباړنې مخکنۍ خبرې

که چېرته ددې امکان موجود واي، چې د انساني فضايلو د بشپړولو او د اخلاقو فردي او ټولنيزو کړو وړو د جوړښت، تنظيم او سمون لپاره، چې د يوې بشري ټولنې پرمختګ، هوساېنه، سعادت او خوشبختي په هغه پورې تړلې او تړاو ولري، دين او مذهب شتون نه درلود او موجود نه وای، الهي ارشادات او هدايتونه هم د يو ځلانده مشعل په توګه د يوې غيبې پردې تر شا د دې بشـري ټولنې پر تيارو ګوټونو ځلېدا درلودلای، بيا به هم هغه امتياز او لوړوالی دغه درانه مضمون ته ورکړل شوی، چې عبارت له انسانيت او د انساني کرامت څخه دی، د اخلاقو ارزښت او اهميت به د هغو کسانو په نظر چې د انسانيت د کمال غوښتونکي دي، ښکاره او څرګند نه و، نو له همدې وجې په ټوله نړۍ کې د بشريت د پوهې د عالم ستر شخصيتونه چې عبارت دي له سترو فلاسفه وو، پوهانو او مصلحينو کومو چې به د آسماني اديانو پابندي درلوده او که نه د اخلاقو د ستر اصل او اساس څخه يې سترګې پټې کړې نه دي او د اخلاقي روشونو د جوړښت او سمون په غرض يې د غور او دقت څخه کار اخستی دی، داسې چې په دغه برخه کې يې زيار ايستلی، ژور او عميق بحثونه يې ترسره کړې دي، د سترو فلسفي مکتبونو ترڅنګ يې د اخلاقي مواردو د بحث لپاره نور ستر اخلاقي مکتبونه رامنځته کړې دي.
له نېکمرغه آسماني اديانو هم په دغه برخه کې له سکوت څخه کار نه دی اخېستی، بلکې د انساني اخلاقو د فضيلتونو د جوړښت او سمون په غرض يې ډېر عالي او با ارزښته پرنسيبونه رامنځته کړې دي، په دغه ترڅ کې اسلام مقدس دين هغه ډول دين او مذهب دی، چې په دغه برخه کې ژوره پاملرنه ترسره کړې ده، په دې معنی چې د اسلام ستر پيغمبر حضـرت محمد صلی الله عليه وسلم د خپل مبارک حديث [بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ] ژباړه: زه خلکو ته د دې لپاره رالېږل شوی يم ترڅو نيک اخلاق خلکوته پوره وښيم.
د اعلان له لارې ټولو نړيوالو افکارو په تيره بيا د اسلام د مقدس دين د پيروانو پام يې د دې موضوع په پوهېدنې او پاملرنې باندې اړولی دی، داسې چې د دغو اصولو په مراعات سره د دوو جهانونو سعادت او نېکمرغي شتون نه لري.
د اخلاقي ارزښتونو د نه مراعات په صورت کې د دوو جهانونو سعادت او نېکمرغي شتون نه لري.
حضرت امام ابو حامد محمد بن محمد بن محمد غزالي چې په ۴۵۰ کې زېږېدلی، په ۵۰۵ هجري کې وفات شوی، د اسلام د مقدس دين له لوړو فلاسفه وو څخه و، د دغه علمي شخصيت په لرلو سره يې د نورو عالمانو له خوا د (حجة الاسلام) لقب ترلاسه کړی و، د نوموړي د آثارو له جملې څخه يو کتاب يې چې د احياء العلوم تر سرليک لاندې ليکلی او د ده له مشهورو تاليفاتو له جملې څخه ګڼل کېږي، کوم چې د علم او پوهې نړۍ ته يې ډالۍ کړي، د دې کتاب يو فصل يې د اخلاقي مسايلو په اړوند ليکلې دي، څرنګه چې دغه ستر عالم يو پوه، متکلم، فقهي، فيلسوف، عارف او صوفي شخصيت و، چې دغه ډول فقهي، فلسفي، عرفاني او تصوفي افکار يې د دغه کتاب له هغې برخې څخه څرګندولای شو، چې د اخلاقو په برخه کې يې ليکلي دي.
د اخلاقي ارزښتونو نه يې د دين او پوهې، عرفان، تصوف په رڼا کې په ډېره ماهرانه توګه داسې تخليق، تجزيه او تجديد کړې دي، معنی دا چې لوستونکو ته يې د هغه د مواردو استعمال حدود او اندازه لګولې ده.
له ښاغلي حيران څخه مننه کوم، چې د دغه مبحث ژباړلو ته يې وهڅولم او د دغې کوچنۍ، مګر با ارزښته رسالې د خپرېدو زمينه يې ماته برابره کړه، هيله لرم د دغې رسالې لوستل د ټولنې ټولو طبقاتو او پوړيو، لکه ځوان، زوړ، نارينه او ښځو ته ګټور وي.
په پای کې بايد يادونه وکړم، چې د دغې رسالې يو زيات شمېر مطالب عرفاني او تصوفي بڼه لري، ترڅو ځوانان وکولای شي د دغه اثر د لوستلو له لارې چټک د نړۍ ځوانانو افکار د اعتدال او برابرۍ خواته سوق کړي.
د دې ډول کارونو ترسره کېدل هم کولای شي نېکو او درنو اعمالو څرګندوونکي وي، داسې چې د دغه اثر په ذريعه ترلاسه او د ګټې وړ وګرځي.

د مؤلف سريزه

نېک خلق د الله تعالی د دوستانو د بهترينو اعمالو او د سردار د انبياوو د لوړو اوصافو څخه شمېرل کېږي، په واقعيت  کې د دين او ديانت اساسي رکن او د پرهېزګارانو او عابدانو د هڅو او کوښښونو ثمره ګڼل کېږي، خراب اخلاق  په هغه څېر دي، چې انسان قتل او تباه کوي او د هغو څرګندو او سترو مصيبتونو او ناوړه اعمالو په ډله کې شمېرل کېږي، چې انسان ته د خپل پروردګار سره د نژدېوالي په صورت کې ستر مانع ګرځي او د منافقانو او شيطانانو په تار کې داسې پېيل کېږي، پېچ و تاب خوري، چې د بېرته وتل امکان يې اصلا موجود نه وي.

خراب خوی او خواص د هغې دروازې حيثيت لرلای شي، چې د دوزخ پر وړاندې خلاصېږي، مګر ددې په وړاندې بيا نېک اخلاق د هغې دروازې حيثيت لري، چې د الله تعالی سره د عاجز بنده قرب او نژدېوالی داسې ښيي، چې د هغه په لور د تګ لپاره ورته د جنت دروازې پرانېزي.

د انسان د رواني او قلبي ناروغيو څخه يو هم د هغه ناوړه او بد اخلاق ښودل شوې دي، په دې معنی چې دغه خطرناک امراض چې د انسان ابدي ژوند او حيات تباه، برباد او له منځه وړي، ددې په وړاندې بيا جسمي امراض چې د انسان جسمي ژوند ته زيان رسوي، له هغو امراضو سره چې د انسان روح او روان زيانمنوي او تباه کوي، هيڅکله د پرتلې وړ نه دي، ځکه د دغو امراضو په وړاندې د طبيبانو د معالجې د تدوين ترتيب او تنظيم کار چې د انسان مادي ژوند له ناوړه خطر سره مخامخ کوي، ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي، مګر د زړه د ناروغيو د معالجې قوانين بايد د انسانانو د پاملرنې په لومړي کتار کې مطالعه او د پام وړ وګرځي او زياته پاملرنه ورته وشي، ځکه دا ډول خطرناک امراض د انسان ابدي ژوند له ستر خطر سره مخامخ کوي.( یو د انسان جسماني امراض دی چې د دغو رنځونو په وسیله په خپله انسان ته یې تاوان رسېږي او بل ډول رواني او روحاني امراض دي چې د داسې رنځونو تکالیف د اصل انسان نه عامو وګړو ته زیات وي، بد اخلاقيٍ رواني او روحي ناروغي ده خو ملاریا جسمي ناروغي ده چې له ملاریا په نسبت بد اخلاقي څخه زیات ولس مو رنځ وړي) ژباړنه

د دې ډول ناروغيو د معالجې زده کړه د هر يو عالم، پوه او عقلمند انسان انساني دنده ده او د هغه لپاره واجب ګڼل کېږي، چې په دغه برخه کې غور او دقت څخه کارواخلي، ځکه هيڅ داسې زړه نه شته چې له دې ډول امراضو څخه خالي وي، که چېرته دغه ډول امراض چې د انسان له زړه څخه سرچينه اخلي او په ټول وجود باندې غلبه وکړي، د بدن په ټولو غړو کې متراکم او منتشر شي، داسې چې تاثيرات او اغېزې يې په ښکاره توګه د انسان په وجود کې څرګند شي او انسان دې ته اړ باسي، چې د هغو امراضو په له منځه وړلو کې هڅې پيل کړي او د هغو د تشخيص او څرګندېدو په عواملو باندې لاس پورې کړي، د معالجې او اصلاح لپاره يې ملا وتړي، له دې وجهې د الله تعالی مقصد او هدف هم په دغه مبارک آيت کې چې عبارت دی له:

[قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَاO وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰـىهَاO](الشمس سورت،۹ او ۱۰ ايتونه)

ژباړه: په رښتيا سره بری وموند، هغه چا چې هغه د نفس تزکيه وکړکه او ناکام شو، هغه څوک چې هغه يې لاندې پټ کړ.

موږ په دغه ليکنه کې د زړه په امراضو او د هغه د معالجې د کيفيت پر جزياتو په لنډ ډول غږېږو، خو زموږ اصلي او اساسي موخه د اخلاقو او تهذيب د موضوع سپړل دي، د دغې موضوع د تفصيل په غرض غواړو د مثال په ډول انسان د وجود معالجه په ګوته کړو او موضوع روښانه کړو، د مطلب د ښه والي په غرض به دا ښه وي، چې د ځېنو مواردو لکه حسن خلق، فضيلت، حسن د خلق حقيقت، د رياضت او پرهېزګارۍ له لارې اخلاق د اصلاح او سمون په غرض، هغه اسباب او عوامل چې د ښه حسن او خلق موجب ګرځي، هغه لارې چارې چې د هغو په ترسره کولو سره تهذيب او رياضت نفوس او پراخوالی پيدا کولای شي، بحث او څېړنه ترسره شي.

وروسته هغه علايم او علامات په ګوته شي، چې د هغو په ذريعه د زړه د ناروغيو تشخيص او تحقيق ترسره کېدای شي او هم هغه علايم چې انسان د هغو په مرسته کولای شي خپل عيب او عيوب ښکاره او څرګنده وسپړي او وپېژني، د ځېنو نقلي دلايلو او استدلالونو په راوړلو سره دا ثابته شي، چې د زړه د ناروغيو د معالجې يواځېنی عامل او باعث د انساني شهواتو څخه د هغو مخنيوی او د هغه څخه لرېوالی دی، وروسته هغه علايم چې د ښه حسن او خلق د رامنځته کېدو سبب ګرځي، يعنې د ژوندانه په لومړيو کلونو کې د ماشومانو پام دې ته اړول چې څه ډول کولای شي، د ماشومتوب د لومړيو کلنو څخه چې نوی ژوند پيلوي، رياضت او عبادت پيل کړي او د ارادې د شرط او شرايطو په وړاندې دا چې څه ډول کولای شو، په څرګند ډول سره د هغې د تطبيق لپاره قوانين وټاکو او د هغې د پلي کېدو لپاره هڅه وکړو، کوښښونه پيل کړو.

دا ډول ليکل شوې پورتني موارد بايد خپلو لوستونکو ته د دولسو مبحثونو په ترڅ کې وړاندې او توضېح شي.

نور بیا…………………..

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

څرنګه په ویندويۍ پیل وکړو ؟

څرنګه په ویندويۍ پیل وکړو ؟

May 12, 2016

ژباړه: عزت الله عمران ایا کله مو هڅه کړې، چې[...]

فیسبوک په افغانستان کي څنګه کاریږي؟

فیسبوک په افغانستان کي څنګه کاریږي؟

Jul 22, 2015

لیکنه: ګل احمد احسان شاید ځیني کسان دفیسبوک په اړه ډېر[...]

کانکریتو سنډ بلسټنګ سطحه –پروسې او ګټې . Sandblasting Concrete Surface- Process and Advantages

Sep 25, 2018

سنډبلسټنګ هغه میتود دی چې د کانکریټو له ښکاره سطحو[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d