اخوانالمسلمين
هر سياسي خوځښت ته اړينه ده چې له خپلو پخوانيو تجربو ګټه واخلي او په راتلونکي کې د ورته رامنځته کېدونو ستونزو او خنډونو پر وړاندې له هغو تجربو او درسونو ګټه پورته کړي. په دې وروستيو کې په مصر کې روانو پېښو او د اخوانالمسلمين د جګپوړو غړو د اعدام حکمونو ته په کتو به ښه وی چې د اخوان په اړه نور مالومات تر لاسه کړو. د دوی اوسنی حالت د پخوانيو څو حالتونو کټ، مټ انځور دی.
پېژندنه: اخوانالمسلمین د سترو معاصرو اسلامي غورځنګونو له ډلې دی کوم چې تر اوسه رامنځته شوي دي. د اخوانالمسلمین شعار د ریښتیني او داسې اسلام لورته ورګرزیدل دي چې د قرآن او سنتو پر بنسټ ولاړ وي او اسلامي شریعت پر ټولو وګړو پلی شي. دا خوځښت د بېدینۍ او سیکولریزم د سیلاب پر وړاندې په ټولو عربي او اسلامي سیمو کې ولاړ دی او د مخنیوي لپاره ېې هڅې کوي.
پنځیدنه او نومیالي:
ددې غورځنګ پنځوونکی او رامنځته کوونکی شیخ حسن البنأ (۱۹۰۴-۱۹۴۹ز) دی. نوموړی د مصر په یوه کلي کې وزیږید او په یوه دینداره او عالمه کورنۍ کې لوی شو چې د دې پالنې اغیز د هغه په ټول ژوند کې څرګند وو. په مسجد او کور کې د دیني زده کړو تر څنګ ېې په دولتي ښوونځیو کې هم زده کړې وکړې او په ۱۹۲۷ زیږدیز کال د قاهرې له دارالعلوم څخه فارغ شو. له دې وروسته د اسماعیلیه په یوه مدرسه کې د ښوونکي په توګه وګمارل شو او هلته ېې د خلکو تر منځ خپلې دینې هڅې پیل کړې. نوموړي به تر ډیره په قهوه خونو او د سویز کانال په کارکوونکو کې تبلیغ کاوه.
د ۱۹۲۸ز کال په اپریل کې ېې د اخوان المسلین بنسټ کیښود او په ۱۹۳۲ز کال قاهرې ته د نوموړي په لیږدیدو خوځښت هم همالته ولیږدید. په همدې کال د اخوان المسلین اونیزه هم له چاپه راووته او مدیر ېې استاد محب الدین خطیب (۱۸۸۶-۱۹۶۹ز) وټاکل شو. له دې وروسته په ۱۹۳۸ز کال (النذیر) او په ۱۹۴۸ز کال (الشهاب) هم خپرونې پیل کړې چې وروسته بیا یو پر بل پسې د اخوان ډیرې مجلې او جریدې خپرې شوې.
په ۱۹۴۱ ز کال کې د دې خوځښت د مؤسسو له منځه لومړنی سل کسیزه پلاوی جوړ شو چې غړي ېې پخپله د حسن البنا له خوا ټاکل شوي وو.
اخوان المسلین په ۱۹۴۸ز کال د فلسطین په جګړه کې ګډون وکړ او د خپلو خاصو ځواکونو سره ېې په جګړو کې برخه اخسته، دا پیښه استاد کامل شریف په خپل کتاب (الاخوان المسلمین فی حرب فلسطین) کې په تفصیل سره بیان کړې ده.
د ۱۹۴۸ز په نومبر کې د مصر د وخت لومړي وزیر، محمود فهمي نقراشي پریکړه وکړه چې له مخې ېې د اخوان المسلمین ګوند منحل اعلان شو؛ نوموتي کسان ېې ونیول شول او ټولې پانګې ېې کنګل شوې.
د همدې کال په دسمبر کې محمود فهمي ووژل شو او اخوان المسلین د هغه د وژنې په تور تورن شو. د محمود فهمي نقراشي په جنازه کې ګډون کوونکو اعلان وکړ چې د حسن البنا سر باید د نقراشي د سر په بدل کې پرې کړل شي. هماغه وو چې د ۱۹۴۹ ز کال په فبروري کې حسن البنا هم ترور شو.
په ۱۹۵۰ز کال نحاس د مصر لومړی وزیر شو. په همدې مهال د مصر د دولت غونډې وپتیله چې له دې وروسته د اخوان المسلمین له ګوند څخه ټول خنډونه لرې کړي او د هغه د انحلال حکم شنډ اعلان شو.
په ۱۹۵۰ز کال استاد حسن الهضیبي (۱۸۹۱-۱۹۷۳ز) د اخوان المسلمین د لارښود په توګه وټاکل شو. نوموړی د مصر له لویو قاضیانو څخه یو وو او څو ځله زنداني شوی هم وو. په ۱۹۴۵ ز کال ېې د اعدام پریکړه وشوه خو لږ وروسته دا پریکړه له اعدام څخه د عمر تر پایه پر بند بدله شوه، خو په ۱۹۷۱ز کال د وروستي ځل لپاره له بند څخه خلاص شو.
د ۱۹۵۱ ز کال په اکتوبر کې د مصر او بریتانیا د اړیکو په ټینګیدلو اخوان المسلمین د سویز کانال په څنډو کې د انګریزانو پر وړاندې په اورپکو بریدنو لاس پورې کړ چي له دي بریدونو څخه استاد کامل شریف په خپل کتاب (المقاومة السریة فی قناة السویس) کې یادونه کړې ده.
د ۱۹۵۲ ز کال د جولای په ۲۳ نیټه مصري افسرانو د اخوان المسلمین په ملاتړ او د محمد نجیب انقلابي په مخکښۍ د اوښتون هڅه وکړه او بریالي شول، خو اخوان المسلیمن تر بریا وروسته په حکومت کې ګډون ونه کړ ځکه افسرانو له انقلاب وروسته اسلامي حکومت نه غوښت. جمال عبدالناصر د اخوان دا کړنه یو رنګ چل ول وګڼله او د اخوان المسلمین او افسرانو تر منځ شخړې رامنځته شوې چې په پایله کې ېې په ۱۹۵۴ز کال حکومت د اخوانیانو د نیولو امر وکړ او زرګونه کسان ېې له هیواده شړلو ته اړ کړل. حکومت په دې پلمه چې ګواکي اخوانیانو د اسکندرېې د المنشیه په میدان کې د جمال عبدالناصر د وژلو پلان درلود؛ د دې خوځښت شپږ تنه مخکښان لکه عبدالقادر عوده، محمد فرغلی، یوسف طلعت، هنداوي دویر، ابراهیم لطیف او عبدالطیف په دار وځړول.
په ۱۹۶۵-۱۹۶۶ زیږدیزو کلونو کې یو ځل بیا د حکومت او اخوان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او حکومت یو ځل بیا ددې غورځنګ د مخکښانو په شړلو، نیولو او ځړولو لاس پورې کړ. دا ځل هم درې کسه وځړول شول چې په لاندې ډول دي:
۱- سید قطب (۱۹۰۶-۱۹۰۶۶ز): له حسن البنأ وروسته د اخوان المسلمین دوهم مفکر ګڼل کیږي. همدا شان نوموړی د اسلامي ایدیولوژۍ (تفکر) د نوي مخکښ په توګه پیژندل شوی دی. نوموړی په ۱۹۵۴ زیږدیز کال بندي شو او له لس کاله بند وروسته په ۱۹۶۴ ز کال کې د مصر د ولسمشر، عبدالسلام عارف په سپارښتنه خوشې شو خو لږ وخت وروسته بیرته ونیول شو او د اعدام له سزا سره مخ شو.
نوموړي څو ادبي او د اسلامي تفکر کتابونه لیکلي دي چې ځینې يې دا دي: (العدالة الاجتماعیة فی الاسلام، خصائص التصور الاسلامي ومقوماته فی ظلال القرآن، معالم فی الطریق) او داسې نور.
۲- یوسف هواش
۳- عبدالفتاح اسماعیل
د اخوان المسلمین غورځنګ د عبدالناصر د وفات تر مهاله (۱۹۷۰/۰۹/۲۸ز) خپلې هڅې په پټه توګه پر مخ وړلې خو د انورالسادات د واکمنۍ پر مهال د اخوان غړي ورو، ورو له بند څخه خلاص شول.
له هضیبي وروسته تلمساني (۱۹۰۴-۱۹۸۶ ز) د خوځښت لارښود وټاکل شو. د نوموړي په مشرۍ د اخوان المسلمین مشرتابه ډلې د خپلو ټولو هغو پانګو غوښتنه وکړه چې د عبدالناصر په وخت کې کنګل شوې وې. همدا شان هغه د خپلو ټولو حقونو د ورسپارلو غوښتونکی شو. نوموړي د اخوان غړي او مخکښان وهڅول تر څو له حکومت سره له شخړو ډډه وکړي؛ خپل کار او بلنه په آرامۍ او حکمت مخ ته بوزي او له توندلاریتوب او حکومت پر وړاندې له دریدلو څخه ډډه وکړي.
له استاد تلمسـاني وروسته محمد حامد ابو نصر ددې خوځښت لارښود وټاکل شو او هغه هم د تلمساني پر پله روان شو او د هغه له تګلارې ېې ګټه پورته کړه.
د اخوان المسلمین ځینې نومیالي له مصر څخه د باندې هم څرګند شول چې له هغو څخه ځینې ېې دا دي:
۱- شیخ محمد محمود الصواف چې په عراق کې د اخوان المسلمین لارښود او بنسټ ایښودونکی وو. نوموړي ډیر کتابونه لیکلي او په ۱۹۵۹ ز کال کې له عراق څخه مکې ته له لیږدیدنې وروسته ېې په افریقا کې ېې د اسلام په خپراوي کې لویه ونډه درلوده.
۲- دوکتور مصطفی السباعي (۱۹۱۵-۱۹۶۴ ز) په سوریه کې د اخوان لومړنی او لوی لارښود وو. نوموړي په ۱۹۴۹ز کال کې د مصر له الازهر څخه د شرعیاتو په څانګه کې دوکتورا تر لاسه کړه. هغه په ۱۹۴۹ز کې د فلسطین پر لور د اخوانیانو د ډلو لارښوونه پر غاړه لرله. هغه په ۱۹۴۹ز کې د دمشق د وکیل په توګه خپل ځان نوماند کړ. نوموړی یو غوره خطیب او ویناوال وو او په ۱۹۵۴ز کې ېې په دمشق کې د شرعیاتو پوهنځی پرانیست او په خپله د هغې لومړنی ریيس وو. نوموړي یو شمیر کتابونه هم لیکلي چې ځینې ېې دا دي: (السنة ومکانتها فی تشریع الاسلامي، المرأة بین الفقه والقانون، قانون الاحوال الشخصیة) او داسې نور.
۳- د ۱۹۴۵ز کال د نومبر په ۱۹ د اخوان المسلمین ګوند بنسټ په اردن کې کیښودل شو او عبدالطیف ابو قوره ېې د لارښود په توګه وټاکل شو. په ۱۹۴۸ز کال کې له اردن څخه د فلسطین په لور د اخوان المسلمین ډلې د نوموړي په مشرۍ واستول شوې.
په ۱۹۵۳/۱۱/۲۶ز کال کې استاد محمد عبدالرحمن چې په ۱۹۱۹ز کې زیږیدلی دی؛ په اردن کې د اخوان المسلمین عام کتونکی وټاکل شو او تر اوسه دا چاره پر مخ بیايي. نوموړی د دریو علمي بریلیکونو لرونکی دی.
ګروهه او افکار:
له اسلام څخه د اخوان المسلمین اخیستنه په دې ډول ده: اسلام هر اړ خیز دین دی او په یوه اړخ پورې تړلی نه دی.
اخوان المسلمین هڅه کوي تر څو د خپل کار سیمه پراخه کړي او د اخوان یون نړیوال او عالمي شي. حسن البنأ دا غورځنګ په دې ډول راپیژني: اخوان المسلمین د سلفي بلنې، سني کړنلارې، د صوفیت ریښتینولۍ، سیاسي ډول، زیارکښه ډلې، علمي او کلتوري تړون، اقتصادي ګډون او ټولنیزې مفکورې څه جوړ شوی دی.
نوموړی یو ځل بیا د اخوان المسلمین په اړه وايي: د اخوان المسلمین شعار او نښې په لاندې ډول دي:
۱- د اختلاف له ټکو لرېوالی
۲- مشرانو ته له بدو ویناوو څخه ډډه کول
۳- له ګوند بازي او ډلبازي څخه لریوالی
۴- ځان جوړونې او ګام پر ګام پرمختګ ته په کلکه پاملرنه کول
۵- پر نظري اړخ د عملي اړخ غوراوی
۶- د ځوانانو لورته ډیره پاملرنه
۷- په کلیو او ښارونو کې د بلنې ګړندیتوب
د نوموړي په وینا د اخوان ځانګړنې په لاندې ډول دي:
- بلنه رباني ده ځکه زموږ د موخو د څرخیدو بنسټ، الله (ج) ته د خلکو نژدې کیدل دي.
- بلنه نړیواله او ټولیزه ده؛ ځکه دا بلنه د ټولو وګړو لپاره ده او د بلنې پر وړاندې ټول کسان یو د بل وروڼه بلل کیږي. ټول د یوه پلار، یوه نسب، او یوه اصل درلودونکي دي. لوړوالی ېې یوازې په پرهیزګاری او هغه خیر او ښیګنې دی چې ټولنې ته رسیږي.
- دا یوه اسلامي بلنه ده ځکه د اسلام لورته بلنه ورکوي.
د نوموړي په وینا له یوه ریښتینې ورور څخه د غوښتنې پړاوونه په دې ډول دي:
۱- د خپل ځان جوړونه تر څو ځواکمن بدن، ښه تلن لار، روڼ اند او روغه ګروهه ولري، عبادت ېې سم، او په دنده کې توانمن وي.
۲- د مسلمانې کورنۍ جوړونه او اصلاح تر څو د کورنۍ غړي وهڅول شي چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې اسلامي کړنلاره پلې کړې او د هغه د مفکورې درناوی وکړي.
۳- د خیر ښیګنې د چارو په تر سره کولو، له بدیو او منکراتو سره د مقابلې له لارې، سمې لارې ته د ټولنې لارښوونه.
۴- د پردیو کفارو له هر ډول سیاسي، اقتصادي او روحي ولکې څخه د وطن د خپلواکۍ لپاره هڅې.
۵- د حکومت سمونه تر څو په ریښتینې توګه د یو اسلامي حکومت څرګندويي وکړي.
۶- د اسلامي هیوادونو په خپلواکه کیدلو سره، اسلامي امت ته د حکومتي پلازمینو بیرته سپارل تر څو په دې سره ېې لوړتیا او درنښت بیرته تر لاسه شي.
۷- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي بلنې د خپراوي لور ته د ټولو وګړو بلنه تر څو نور د فتنې لمن ټوله شي او دین ټول د خدای لپاره شي، (ویابی الله الا ان یتم نوره) او الله د خپل نور بشپړوونکی دی.
استاد حسن البنا د بلنې پړاوونه په درې برخو ویشي:
۱- پیژندنه. ۲- جوړونه. ۳- ترسره کول.
استاد بنا په خپل کتاب (رسالة التعالیم) کې وايي:
زموږ سره د منلو (بیعت) لپاره لس بنسټیز ټکي دي چې په لاندې ډول دي:
پوهه، اخلاص، عمل، جهاد، قرباني، ثبات، بلنه، یوازیتوب، ورورولي او باور. له دې وروسته ېې پر دې ټکو ځانګړې رڼا اچولې او بیا وايي: ریښتینی وروره! دا ستا د دعوت او مفکورې لنډیز دی او کولای شې چې دا ټولې خبرې په پنځو ټکو کې رالندې کړې: موخه مو الله دی، لارښود مو محمد دی، قانون مو قرآن دی، لاره مو جهاد دی او هیله مو شهادت دی. همدا رنګه کولی شې باندنۍ کړنې په نورو پنځو ټکو کې راونغاړې: پاکي او ساده ګي، د قرآن کریم تلاوت، لمونځ، نظامي توب او اخلاق.
استاد سید قطب په خپل کتاب (خصائص التصور الاسلامي و مقوماته) کې له اسلام څخه خپل او د اخوان المسلمین پوهیدنه څرګنده کړې او وايي: د اسلامي انځور ځانګړنې د لاندې ټکو پر بنسټ ولاړې دي: رباني والی، ثابت قدمي، ګډون، منځلاریتوب، مثبت والی، ریښتینولي او توحید. له دې وروسته استاد پورتني ټکي په ځانګړو برخو کې روښانه کړي او د هغو د معنی په اړه ېې څرګندونې کړې دي.
د اخوان المسلین نښه (سمبول) دوې یو پر بل پرتې تورې دي چې د دواړو تر منځ قرآن کریم شتون لري او د (واعدو، حق، قوة او حریة) ټکي ورکې ځای شوي دي.
فکري او ګروهیزې ریښې:
اخوان المسلمین د دوو سرچینو یعنې قرآن او سنت لورته د ورګرزیدو لپاره د اړتیا او دلیل د پلټنې په هڅه کې دی او د توحید کلمې ته د رسیدنې لپاره له هر ډول شرک څخه پر لریوالې ټینګار کوي چې دا ټول ېې له سلفي بلنې څخه اخستې دي.
د اخوان المسلین بلنه د شیخ محمد بن عبدالوهاب، سنوسي او سید رشید رضا له بلنو څخه اغیزمنه شوې ده او دا بلنه تر ډیره د شیخ ابن تیمیه (مړینه ۱۳۲۸ز) د ښوونو د خپراوي لړۍ ده چې هغه بیا د احمد بن حنبل رحمه الله له مدرسې څخه اخستل شوې وه.
اخوان المسلمین له صوفیت څخه هم ځینې داسې توکي لکه د باورونو روغوالی، له هر ډول بدلاریتوب، کوږلاریتوب، سپکاوي او بیوزلۍ څخه لریوالی او هغه څه چې د نفس په پاکوالي او روزنه پورې اړه لري او روح د کمال لوړو پوړیو ته رسوي، را اخیستې دي، هماغه رنګ لکه کوم چې د اسلام د لومړیو وختونو صوفیان وو.
حسن البنا د خپلې بلنې په لړ کې ځینې پخواني او همدا شان د وخت له غوښتنې سره سم نوي توکي لکه د هغو افکارو پر وړاندې دریدنه او ټنیګار چې په ټولو سیمو کې او تر ډیره په مصر کې د خپریدو په حال کې وو، ځای پر ځای کړي دي.
د خپریدا او اغیز سیمې:
دا خوځښت د مصر له اسماعیلیه سیمې پیل شو او له هغه ځایه قاهرې ته ولیږدید. تر دې وروسته د مصر ډیرو کلیو او ښارونو ته ورسید. د څلویښتمې لسیزي په پای کې په مصر کې د اخوان ډلې ۳۰۰۰ څانګې درلودې چې د اخوان ډیر غړي پکې ځای پر ځای شوي وو.
دا خوځښت له مصر څخه نورې عربي نړۍ ته خپور شو او په سوریه، فلسطين، اردن، لبنان، عراق، یمن، سودن او نورو کې ېې د پام وړ ځای وموند. او اوس د نړۍ په ډیرو سیمو کې پیروان او مینه وال لري.
سرچينه:
معاصر مذاهب او اديان
ژباړه: محمود سعيد – 2011