لیکنه: عطا محمد میاخېل
اداره: اداره په لغت کې حاکمیت ، تنظیم او په یوه کړۍ کې راوستلو ته وایي او په اصطلاح کې اداره له هغې قوې څخه عبارت ده چې دیوې هر اړخیزې پالیسۍ او یوه منظم تشکیل په پام کې نیولو سره د اړوندو دندو د ښه تر سره کولو له پاره لاره اواروي او مطلوب هدف ته د رسیدو امکانات برابروي.
د ادارې اهمیت: د هغه ماشین په شان ده چې د ماشین اړونده پرزې او ملحقات ټاکلو هدفونو ته درسیدو له پاره په حرکت او فعالیت راولي، کله چې ماشین ښه مکمل وي د نورو ملحقاتو فعالیتونه او حرکتونه هم په بري سره سرته رسیږي او ټاکلي هدف ته د رسیدو لاره ممکنه او آسانه کوي.
د ادارې مفهوم : د ادارې د پیژندنې مفهوم په اجتماعي ، سیاسي ، اقتصادي ، او د علم او تکنالوژي پر حالت پورې مربوط دي .
داداره کولو اصول: یو اداره کوونکی د چارو په اداره کې د لاندې ټکو سرته رسولو له پاره ضرورت لري.
ـــ د دندو سپارل.
ـــ تشویق او ترغیب.
ـــ څارنه او تعقیب.
ـــ د چارو په اجراکې هماهنګي.
ټول پورته ذکر شوي مواد په اداره کې اهمیت لري، خو تشویق او ترغیب او اهل ته د وظیفې سپارل زیات اهمیت لري.
د ادارې د لا ښه مؤثریت له پاره لاند ې درې مهارتونه د یادونې وړدي.
1. انساني مهارتونه:
ښه اداره کوونکي د خپل همکار او تر لاس لاندې شخص پر ځانګړتیاوو ښه پوهیږي، د کار د ښه والي له پاره له هغه څخه استفاده کوي او په دوامداره توګه د نورو په اړه معلومات راغونډوي او د همدغو معلوماتو پر بنسټ سم قضاوت کوي، او انساني مهارتونه د افهام او تفهیم او تشویق او څارنې له پاره ډیر ګټور دي.
2. تخنیکي مهارتونه:
د یوه ناروغ د جراحي، د یوې ودانۍ د جوړولو او د یوه شعر لیکلو لپاره دریو ځانګړو او بیلابیلو مهارتونو ته ضرورت دی، د یوه جراح مهارتونه د ودانۍ په جوړولو سره ارتباط نه لري او همدارنګه د یوه سندر غاړي مهارتونه د جراحۍ په عمل کې د استعمال وړ نه دي، اداره هم کټ مټ ځانګړو مهارتونو ته ضرورت لري چې د هغو زده کول اړین دي.
3. مفهومي مهارتونه:
دغه مهارتونه اداره کوونکي ته د دې توان ورکوي چې موسسه د یوې مجموع په توګه وپیژني او همدارنګه په دې پوه شي چې د موسسې بیلابیلې برخې څرنګه له یوې بلې سره اړیکې لري او په یوه برخه کې بدلونه په نورو برخو باندې څه وړ تاثیرات غورځوي او هغه مهارتونه اداره کوونکي ته توان ورکوي چې د موسسې او چاپیریال تر منځ معقول ارتباط ټینګ کړي، همدارنګه د لویوالي او کوچینوالي د مسؤلیتونو د وظیفې د ډول له پلوه د هر کار کوونکي وظیفوي مسؤلیتونه او د هرې ادارې هدفونه له یو بل نه توپیر لري، خو د یوې ادارې وظیفې د ادارې د علم یو مشهور امریکایي پوه لیوتر ګیولیک Luter Gulic په 1973م کال کې د ادارې 7 دندې په لاندې توګه ښودلي دي.
1. د پلان جوړول (planning): چې اساسي پیشبینۍ، تآمین یا د یوې ادارې هدف او هدفونوته د رسیدو په غرض د هغو د لارو چارو ټاکل دي او د پلان په طرحه کې باید د هر فرد، څانګې او په هر سازمان کې د موثقو احصاییو له مخې مسوولیتونه تعین شوي وي او په شرایطو کې د بدلون او د وظیفو د سرته رسولو په پا م کې نیولو سره د تعدیل او انعطاف منلو خاصیت هم ولري.
2. استخدامي چارې (staffing): استخدامي وظایف او د روزلو چارې پکې شاملې دي او په هغه کې د استخدام د چاروټول هغه پروګرامونه او فعالیتونه چې د ښوونې او روزنې د سویې پر بنسټ ولاړ وي، په پام کې نیول کیږي.
3. د تشکیل جوړول (organization): د یوې موسسې تشکیل د وظیفو د ډول او حدودو له مخې جوړیږي او په هغې کې صلاحیتونه، اداري اړیکې او مسوولیتونه مشخص وي.
4. د اوامرو ورکول (Direction): چې د خاصو یا عامو تصمیمونو نیول پکې شامل دي او په یوه موسسه کې د وظیفو د ښه تر سره کولو په غرض د لارښوونې او احکامو د ورکولو لارې چارې دي.
5. هماهنګ کول (Coordination): ټول هغه فعالیتونه او مسالې پکې ځانګړې کیږي چې د موسسې هدفونو ته د رسیدو په غرض د وظیفو د تطبیق وړوي همدارنګه د تعادل پیداکول او ساتل، د ادارې د بیلابیلو واحدونو په دندو کې منطقي ارتباط ګډ هدف ته د رسیدو له پاره لازمي بلل کیږي.
6. ریپورتینګ (Reporting): په یوه ټاکلي وخت کې اړوندو مقاماتو ته د تشکیلاتي واحدونو د کار د رپوټ برابرول دي.
7. بودیجه جوړول (Budgeting): چې د مالي بودیجې او مسایلو تنظیم تخصیص او د طرحې موضوعګانې پکې شاملې دي او هر تشکیلاتي واحد ته د عوایدو او مصارفو له په پام کې نیولو سره د بودیجې اندازه ټاکل کیږي او باید وویل شي چې دغه پوه د کنټرول او رهبرۍ مسایل هم د یوې ادارې د مهمو عناصرو او دندو څخه شمیرلي دي باید وویل شي چې اداره د تشکیلاتي روابطو او د وظایفو د اجرا د ډول په پام کې نیولو سره د مرکزیت او عدم مرکزیت په رسمي او غیر رسمي ادارې کې له یوې او بلې سره تفکیک کیدای شي په رسمي اداره کې معمولا تشکیلاتي روابط او وظایف هم د موضوعه قوانینو او مقرراتو له مخې مشخص، تعین او تثبیت کیږي، خو په غیر رسمي اداره کې د افرادو مداخلې او د غیر رسمي اړیکو پیداکول دي چې زیاتره قوانین او مقررات نه لري د عرف او عاداتو، د اجتماعي او شخصي روابطو په واسطه منځ ته راځي، د مرکزیت په سیستم کې زیاتره وظایف د یوه مرکز له لوري رهبري او کنټرولیږي، خو د مرکزیت نشتوالی په سیستم کې زیاتره د وظایفو رهبري او اجرات د اداري واحدونو له خوا د دوی د ځانګړو قوانینو او مقرراتو له مخې تر سره کیږي او د مرکزیت نشتوالي په سیستم کې د وظایفو د اجرا او صلاحیتونو تفکیک په غوڅه توګه یو مشکل کار دی.