لیکنه: محب زغم
مېرمن مې دارالمعلمین کې شاملوله، دارالمعلمین فورمه راکړه چې د دوولسم ټولګي د فراغت تصدیق ورته راوړم. د مکتب تصدیق مو واخیست، بیا په سرای غزني کې د کابل ښار د پوهنې ریاست ته لاړو او له هغه ځایه چې مو کار خلاص شو، په افشار کې د ثانوي تدریساتو ریاست ته ورغلو. اته کاله مخکې چې مې د مېرمنې شهادتنامه اخیستله، هاغه مهال مې هم همدغه منډې کړې وې؛ خو دا ځل په ثانوي تدریساتو کې اداره بدله وه.
تېر ځل، اته کاله مخکې چې ورغلی وم، کاغذونه په لاس به شعبه په شعبه ګرځېدم. په هره شعبه کې به مراجعین پر مامورینو داسې پنډ وو لکه مچان چې پر دسترخوان راټول وي. شورماشور او غالمغال به وو، هه مامور صاحب دغه زما کاغذ خو وګوره، وه وروره وار زما دی، ځغله، اول نفر زه وم چې دلته راغلم … او په منځ کې به د مامورینو پټکې او جذبې. مامورینو ته مې زړه بدېده چې په دومره شورماشور کې څرنګه کار کوي. زما پر سر چې لا درې کسان ولاړ وي، حواس مې ګډوډېږي او بیا مې فکر نه شم راټولولای.
فکر کوم په دې حالت کې د کار سرعت او کیفیت دواړه خرابېږي، د مامورینو انرژي په بې ځایه خبرو او دعوو دنګلو ضایع کېږي، ژر ستړي کېږي او اعصاب یې خرابېږي. خو په آرام محیط کې سړی خپل کار ته ښه پام کولای شي، انرژي یې یوازې په کار لګېږي، ډېر کار کولای شي او اعصاب یې روغ پاتېږي.
د ثانوي تدریساتو په ریاست کې دا ځل همداسې نظم جوړ شوی و. له شعباتو او دفترونو لرې لرګینې غرفې ایښې وې، د هرې څانګې مراجعین به د هماغې څانګې غرفې ته ورتلل، خپل کاغذونه به یې وروسپارل، مسوول مامور به یې نوم په کتاب کې ولیکه، په اسنادو باندې به یې نمره ووهله، دوی ته به یې یوه پرزه ورکړه چې نوم، د اسنادو د ورسپارلو نېټه او د ځواب د ورکولو نېټه پکې لیکلي وو. مامورین چې اسناد یا عریضې اخلي، سړي ته وايي چې دوه یا درې ورځې وروسته دې پسې ورشي. چې پر هماغه ورځ ورشې، کار دې تیار خلاص شوی وي، کاغذونه دې واخله او په خپله مخه ورځه.
نه پوهېږم چې دا نوښت به د کوم رییس او یا وزیر کار وي؛ خو ګټور کار دی. هم مامورینو ته، هم مراجعینو ته او هم ادارې ته. مراجعین له دې خلاصوي چې شعبه په شعبه وګرځي او د هرې امضا لپاره ساعتونه انتظار وباسي. مامورینو ته یې ګټه دا ده چې له ګڼې ګونې به خلاص وي او په آرامه فضا کې به په دقت خپل کار کوي. ادارې ته دا ګټه لري چې د رشوت او فساد زمینه له منځه وړي. که مراجعین له مامورینو سره مخامخ نه شي، څوک ځنې رشوت نه شي اخیستی او ناقانونه کارونه هم ورسره کمېږي.
البته د ثانوي تدریساتو په ریاست کې چې کارونه منظم وو، ځینې نیمګړتیاوې هم وې. مثلاً: هر عارض باید د خپلې تذکرې فوټوکاپي هم له اسنادو سره ضمیمه کړي. دا خبره سړي ته په دروازه کې نه کېږي. هغو غرفو ته چې د مراجعینو کاغذونه اخلي، له عمومې دروازې څخه لس دقیقې د پښو لاره ده. شاوخوا ته یې نژدې د فوټوکاپي دوکانونه هم نشته؛ نو ناخبره مراجعین به یو ځل لس دقیقې مزل کوي، بیا به خبرېږي چې باید د خپلې تذکرې کاپي واخلي، بیا به بېرته راووځي، لرې بازار ته به ځي او فوټوکاپي به اخلي.
بله نیمګړتیا یې دا ده چې له اطرافو راغلي مراجعین چې ممکن په کابل کې د اوسېدو ځای ونه لري، دوه درې شپې به په هوټلونو کې کوي او که په منځ کې پنجشنبه او جمعه هم راشي نو څلور پنځه شپې به تاواني کېږي. که دغه ریاست له دومره ښو کارونو سره چې یې کړي دي، دغه دوې ستونزې هم حل کړي، مراجعین به یې لا خوشحاله شي. دوی باید له عمومي دروازې سره خبرتیا ولګوي چې مراجعین دې د تذکرې فوټوکاپي له ځانه سره ولري. بل دا چې د ولایتونو د خلکو کارونه دې لږ ژرغوندې خلاص کړي.
دغه آسانه او ارزانه تجربه په هره اداره کې عملي کېدای شي؛ خو د کابل ښار د پوهنې په ریاست کې دغه سیستم نه و، هلته اوس هم د پخوا په شان د هرې شعبې شا ته یو محشر وي.