لیکنه: ګل رحمن رحماني
مشهورکولمبيايي ليکوال ګابرېل ګارسيا مارکز (١٩٢٧- ٢٠١٤ م ) چې” ديوازېتوب سل کلونه ” رومان يې د ادبياتو نوبل جايزه هم ګټلې، تېر کال( ٢٠١٤م) يې له اوږدې ناروغۍ وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې.
دده له مرګ سره يو ځل بيا دده او دده د اثارو په اړه د جادويي رياليزم موضوع ګرمه شوه، دده مينه والو او ددغه ادبي مکتب پلويانو د جادويي رياليزم په او په دغه مکتب کې د مارکز د نقش په باب بېلابېلې ليکنې وکړې.
يو لامل يې دا و چې نوموړي ته ځينې کره کتوونکي د جادويي رياليزم پلار او معاصر مخکښ استازى وايي او ځينې يې بيا پلار نه، خو ددې مکتب يو مخکښ او تر ګردو د غوره ليکوال نوم ورکوي، ده خپله هم ويلي وو چې اثار يې د لاتيني امريکا د ټولنې له واقعيتونو سخت متاثر دي.
د مارکز ټول لنډ او اوږده داستانونه د جادويي رياليزم غوره بېلګې دي چې د لاتيني امريکا او نورو هېوادونو زياتو ليکوالو يې په پيروۍ ګڼې ليکنې کړې او اوس لا يې هم کوي، خو هغه چې په دې برخه کې د مارکز اثارو ته ځانګړتيا وربښي، له جادويي رياليزم سره تر نورو هغو ژوره اړيکه او تړاو دى چې کولى شو په يوه ډول نه يوه ډول نوموړى د جادويي رياليزم پلار وبولو.
دلته له مارکز نه تېرېږو، غواړو وپوهېږو چې جادويي ريالېزم څه ته وايي، کوم مکتب دى، چېرته د کوم اړتيا له مخې، د چا له خوا رامنځته شو، ادبياتو ته يې څومره ګټه ورسوله او ولې د ليکوالو له هرکلي سره مخ شو؟ که څه هم بشپړه پېژندنه، سپړنه او شننه به يې ګرانه وي، خو بايد څه نا څه اشنايي ورسره ولرو.
لکه څرنګه مو چې وړاندې ورته اشاره وکړه ، جادويي رياليزم يا “Majic realism” له نړيوالو ادبي مکتبونو څخه يو دى چې په وروستۍ پېړۍ کې ورته د ګڼ شمېر ليکوالو پام اوښتى. ددغه اصطلاح د غوره پېژندنې لپاره به غوره وي چې لومړى د رياليزم پر مکتب يو څه خبرې وکړو.
رياليزم هغه مکتب دى چې په کې هنري اثار د ټولنيزو واقعيتونو پر بنسټ پنځول کېږي او هنرمند پرته له دې چې خپله سليقه او شخصي قضاتونه په کې په پام کې ونيسي؛ د يوې راوي په توګه د خپلې ټولنې يو انځور په خپل داستان کې د مخاطبينو مخې ته ږدي. په دغه مکتب کې تخيل ځاى نه لري او د ليکوال ټوله هڅه داوي چې خپل اثر په ريښتيني ډول وړاندې کړي.
دا چې ادبيات د ښکلا او هنر ژبه ده، نو خلکو په دغه مکتب نيوکې درلودې چې بايد موضوعات وچ په وچه وړاندې نه شي او څه هنري او لفظي ښکلا يا تخيلي ځواک هم ولري چې دغه مسئلې جادويي ريالېزم ته يو څه لاره هواره کړه.
بالاخره د لومړي ځل لپاره د جادويي رياليزم اصطلاح په ١٩٤٩ زېږديز کال يوه کيوبايي ليکوال کارپن ټير د خپل اثر ” ددې نړۍ حکومت” په مقدمه کې وکاروله. له ده وروسته د لاتيني امريکا نورو ليکوالو هم دغه اصطلاح وکاروله او پراختيا يې ورکړه.
له دې ډلې کولى شو چې د ګواتملا هېواد ميکل انخيل استورياس، د مکسيکو هېواد کارلوس فوينتس، د پيرو هېواد خورخه ماريا ارګويه داس او تر ټولو مشهور هغه يې د کولمبيا مشهور رومان ليکوال ګابرېل ګارسيا مارکز نومونه واخلو.
د يادو ليکوالو رومانونه کولى شو چې د جادويي رياليزم غوره بېلګې بولو چې دغه مکتب يې پياوړى کړى او مينه وال يې موندلي دي، خو هېره نه ده وي چې ددې مکتب په رامنځته کېدو کې تر اندازې زيات سياسي تاوتريخوالى، بېوزلي، ظلم او ديکتاتوري، نژادي تبعيض او د ملي هويت موندنې هڅې د اصلي شاليد په توګه يادولى شو.
د درېيمې نړۍ هېوادونو کې بيا يو بل ډول ريالېزم دود دى او اصولا د لاتيني امريکا د هېوادونو په نامه يادېږي ، چې ورته جادويي رياليزم وايي. دا ډول رياليزم له يوې مخې ټولنه د واقعيتونو له اړخه له رياليزم مکتب سره تړي، له بله اړخه بيا له يو شمېر عناصرو نه په ګټې اخيستنې سره عاميانه يا ولسي کيسو، داستانونو او اسطورو ته نږدې کېږي.
دلته مو د داستان نوم واخيست، بايد واضح کړو چې دلته په کيسه کې جادويي رياليزم په دې مانا دى چې د داستان ټول عناصر طبيعي دي او د کيسې په اډانه يا سکښت کې يواځې يو جادويي او غير طبيعي عنصر شته دى. په دې اساس کولى شو ووايو چې جادويي ريالېزم د لوديځ تمدن او د درېيمې نړۍ هېوادونو د دودونو محصول دى.
مخکې له دې چې اروپايان د لاتيني امريکا هېوادونه تر خپل نيواک لاندې راولي، ددې سيمې خلکو د لوديځ له تمدن او کلتور سره زيات واټن درلود، يوازې د خپلو عادتونو، افکارو او عقايدو په سيوري کې يې ژوند کاوه، ياني هغه څه چې نني انسان يا په بل عبارت موږ ته خرافات ښکاري.
دوى د خپلو مذهبي مراسمو او مناسکو ، ادبو او دودونو ادا کولو ته سخت ژمن وو او اسطورې يې هم د پرمختللوو هېوادونو له اوسېدونکو څخه ښې درک کولې، خو کله چې هلته اروپايان ورغلل او لوديځ فرهنګ او صنعت يې له ځان سره ور ووړ؛ نو په دغه هېوادونو کې پخواني سنتي ذهنيتونه او رواجونه ورسره په يو ډول تضاد کې واقع شول. همدغه ټکر يا تضاد په هنري اثارو په ځانګړي ډول ادبياتو هم ژور تاثير وکړ.
په همدې مهال يو شمېر ليکوالان رامنځته شول چې د خپلې وخت فرهنګي او ټولنيزو ستونزو د راپورته کولو هڅه يې وکړه او موخه يې دا وه چې دغه کار د رښتيا پالو يا رښتينو رومانونو په ليکلو سره را برسېره او د ادب په نړۍ کې انعکاس ورکړي
دوى دې ته ځير شول چې غرب ورباندې ورو ورو د فرهنګي نيکواک لمن خوروي او د دوى خپل هېوادوالو په همدې ترتيب له خپل فرهنګ نه پردې کېږي، البته د دوى لومړى موخه دا وه چې په يوه بڼه نه يوه بڼه هغوى دغه سترې تېروتنې ته ځير کړي. ځکه يې نو د خپلو هېوادونو د غني او سرشاره فرهنګ لپاره بېرته يو ځان ته يو ډول مراجعه وکړه او دغه فرهنګ يې بېرته په خلکو کې دود کړ
په دې اساس ددې ليکوالو رومانونه د واقعيت پالنې تر څنګ نور داسې راښکونکي عناصر هم لري چې د خلکو د ځانګړي عقايدو او اسطورو سره يې رېښه تړلې ده. همدې عناصرو د رياليستي ناولونو او جادويي رياليزم سبک کې ليکل شوو ناولونو تر منځ کرښه وکاږله.
دې ليکوالو په خپلو رومانونو کې دا ياد شوي عناصر( زړې عقيدې او اسطورې) په داسې غوړېدلي، عادي، راښکونکې او طبيعي بڼه ځاى پر ځاى کوي چې نورې شرحې او تفسير ته يې اړتيا نه وه . د ليکوالو موخه دا وه چې د رومان مخاطب بايد دغه غير واقعي عناصر د داستان د نورو عناصرو غوندې درک کړي او په فهم کې يې کومه ستونزه نه وي.
د جادويي رياليزم اصلي تکيه پر تخيل ده، ددې تخيل لپاره د کليوالي خلکو اسطورې، رمزونه، رازونه ، کږنې انګيرنې، خرافاتي فکرونه او عقيدې يو مناسب چاپيريال او اومه يا لومړني توکي دي، دا چې د لاتيني امريکا هېوادونو لا هم له دې عناصرو سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې، نو د جادويي رياليزم مکتب يې غښتلى کړ.
ياني همدا سبب و چې ليکوالو د جادويي رياليزم مکتب د اثارو د پنځونې لپاره مناسب لومړني مواد په لاس کې لرل چې له واقعيتونو سره يې پوره مهارت او طبيعي بڼه غاړه غړۍ کول او مخاطب يې هم له يو ډول تعجب سره مخ کاوه.
پاى