نن سبا په نړۍ کې د وګړو د شمیر د چټګې ودې ،د انرژیو دمحدودوسرچینو د او یو شمیر نور فکتورونو له امله ترهروخت زیات ارزاته کانکریټي کور جوړولو ته اړتیا لیدل کیږي.د وګړو د شمیر زیاتیدل ددې لامل ګرځي چې کورونو ته د خلکو غوښتنه زیاته شي او په پایله کې د انرژۍ لګښت هم لوړ شي.ارزانه کانکریټي کور جوړول د ډیری ودانونکو لپاره د پام وړ موضوع ګرځيدلې .دا پاملرنه په پایښت ،معقول حد قیمت ،زرغون ودانول ،د پښو پروړاندې مقاومت ،انرژۍ سپما او خوندیتوب باندې تمرکز کوي .دا ځکه د ارزانه کور پلورولو قضاوت په دې کې کیږي چې د وخت په تیریدو به یی د فعال ساتلو لګښت څومره وي .په دې تړاو څو ډوله ساختماني تخنیکونه څیړل شوي چې ارزانه کانکریټي کور پرې جوړ کړای شي.د بیلګې په ډول په کینیا اوهند کې د ارزانه کورونو جوړولو لپاره د تیار کانکریټي میتود کاریږي .
هغه فکتورونه چې ارزانه کور جوړول اغیزمنوي .Factors Influence Concrete House Construction Affordability
1. طبیعي پیښه . Natural Disaster
په سټنډرډونو او کوډونو کې د هغو سیمو لپاره د کانکریټي کورترټولو کمې غوښتنې ځای په ځای شوې چې طبیعي پیښو لکه توپان،باد او اور سره مخ دي.موخه داده چې د ټولو طیبعو پیښو خطرونه راکم شي او خوندي کورونه جوړ شي.په دې سره کورونه ارزانه کیږي ځکه د طبیعې پیښو په منځ ته راتلو سره کوم تاوان نه پیښیږي.
Fig. 1: Safety of a house endangered by flood
2. د کور فعال ساتلو لپاره د انرژۍ لګښت . Cost of Energy for Running the House
د انرژۍ د سرچینو په کمیدو سره ،دکورونود ګرمولو او سړولو لپآره د انرژۍ لګښت زیاتیږي او دا مستقیما د کور ملکیت قیمت پورته وړي. د کور څښتن او کرایه کښ غواړي په داسې کورونو کې ووسیږي چې انرژۍ له پلوه ارزانه او لږ لګښت لرونکی وي ،نو کورونه باید داسې جوړ شي چې لږه انرژي غواړي .
Fig. 3: Operational Energy Dissipation in a House
3. د کانکریټي کور جوړولو لګښت . Cost of Concrete House Construction
یقینا چې د کور ټیټ لګښت د ارزانه کانکریټي کور جوړولو یو مهم فکتور دی .په دې سره به عادي استوګن هم د کور څښتن شي.همدا لامل دی چې ساختماني شرکتونه او جوړونکي دداسې تخنیکونو په لټه کې دي چې لږ لګښت غواړي.په لنډ ډول باید وویل شي چې د کانکریټي کور جوړولو لګښت باید ټیټ کړای شي څو کانکریټي کورونه ارزانه شي.
د کانکریټي کور جوړولو میتودونه . Concrete House Construction Methods
دا روښانه خبره ده چې د وګړو د شمیر په زیاتیدو سره کورونو ته د خلکو تقضا هم لوړیږي .چې له امله یې د موادو او فعال ساتلو انرژي قیمت هم لوړیږي .هغه انرژۍ چې د ودانیزو موادو د تولید او لیږد لپاره کاریږي جسمي انرژي (embodied energy) بلل کیږي کوم چې د کور د 50 کلونو د انرژۍ له 10 تر 20% پورې تشکیلوي .نو ځکه اغیزمن ساختماني میتود یو له هغو لارو چارو دی د کوم په واسطه چې ارزانه کور جوړول شوني کیږي .په دې اړه دوه بیلابیل ساختماني میتودونه د بحث لاندې نیول شوي چې یو عایق شوی کانکریټ(insulated form concrete) جوړولو شکل دی او بل تبارکانکریټ جوړولو(precast concrete) میتود دی .
1. عایق شوی شکل کانکریټ جوړولو میتود.. Insulated Form Concrete Construction Method
عایق شوی شکل کانکریټی کور جوړول فرض کیږي چې یو ترټولو ښه جوړولو تګلاره ده کوم چې د ارزانه کور جوړولو کې مهم رول لوبوي.عایق کانکریټ شکل سخت سپنج (rigid foam)شکل دی کوم چې کانکریټ د اوبو ورکولو پروخت پرخپل ځای ساتي اود کانکریټي دیوالونو لپآره حرارتي عایق په حیث کارکوي .د کانکریټي کور جوړولو عایق شکل کانکریټ نسبتا سټنډرډ لرګین چوکاټ جوړلو ته قیمته دی مګر په نورو برخو کې ډیره سپما لري.د سپنج بلاکونه کم وزنه دي او له امله یی ترلاسه شوی ساختمان دوام لرونکی ،اغیزمن انرژۍ لرونکی وي .دا ډول کانکریټي کورونه ارزانه ،د توپان پروړاندې ښه مقاومت ،زر جوړویدونکي او انرژې اغیزمن وي .
2. تیار کانکریټي جوړوني میتود .. Precast Concrete Construction Method
په عمومي ډول ،تیارکانکریټ په ښه کنترول کیفیت سره جوړیږي ،لږ حفظ او مراقیت غواړي ،اوږود عمر لري،په ساحه کې د کانکریټ جوړولو په پرتله لږ سیخان ،سیمنټ ،اوبه او مزدور په کې کاریږي او په ډيزاین کې بدلون راوستل په کې اسانه وي .تیارکانکریټي عناصر په ګرم چاپیریال کې ښه کارکردګي لري.دا د صوت څپه عایق کوي او تودوخه ځان کې جذبوي او بیا په تدریج سره بیرته هوا ته خوشې کوي.