ارنسټ میلرهمینګوی Ernest Miller Hemingway د۱۸۹۹ زیږدیز کال دجولای په ۲۱ نیټه دامرېکې متحده ایالاتو د شیکاګو ښار ته نږدې د اوک پارک په سیمه کی زیږیدلی دی.
دمور او پلار ترمنځي د ګروهو اختلاف د همینګوی په روزنه او ژوند کې ستونزې منځ ته راوړې وې، پلار یې ډا کټر کلارنس له کب نیونې سره مینه درلوده، نو غوښتل یې چې زوی یې هم همدا مینه وپالي ځکه خو یې زوی ته د کب نیونې جال او لرګی ورکاوه چې کبان نیول زده کړي.
مور به یې د مذهبي سرودونو زده کولو ته هڅاوه خو خپله ارنسټ له کب نیونې او ښکار کولو سره مینه ښووله. کله چې د لسو کالو شو پلار یې توپک په لاس ورکړ چې د جګړې کولو تمرین پرې وکړي نو په دې ډول لس کلن همینګوی نښه ویشتل او د توپک کارول هم زده کړل.
کله چې ښوونځي ته ولاړ نو احساس یې کړ چې له ادبیاتو سره مینه لري او دڅه لیکلو وړتیا لري، دغه احساس وهڅاوه چې په لیکلو پيل وکړي، ادبي مقالې او کیسې به یې لیکلې ، ارنسټ خپلې لیکنې د ښوونځي په هغه ورځپاڼه کې خپرولې چې خپله زده کوونکو اداره کوله، په دې ډول ورو ورو په ښوونځي کې یې شهرت وموند.
ارنسټ همینګوی د اوک پارک له عالي لېسې نه د بریالیتوب سند تر لاسه کړ، همینکوی چی کله د اوک پارک له عالي لیسې څخه فارغ شو نو د نورو لوړو زده کړو د دوام پرځای یی په ورځپاڼو کي د خبریال په توګه کار پیل کړ .
کله چې ۱۹۱۷ زیږدیز کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې امریکا هم جګړه کې ښکېله شوه نو همینګوی په خوښۍ پوځي کالي واغوستل او د سرتیرو په لیکه کې ودرېد، په دې وخت کی د سره صلیب د بشري کمیټي له لاری د امبولانس د چلونکي په توګه ایټالیا ته ولاړ او هلته یی د جګړې په بهیر کی ټپیان لیږدول ، یوه ورځ چې دجګړې په میدان کې د زخمیانو مرستې ته یې دانګل ، په دې وخت کې سخت ټپي شو او نږدې یو کال یي په روغتون کی تیر کړ، هماغه و چې دایټالیا هیواد ورته جګړه ایز مډال هم ورکړ، تر روغتیا ورسته فرانسې ته ولاړ او هلته یی په مخابراتو او ورځپاڼه لیکنه کي بیا کار پیل کړ.
کله چې جګړه پای ته ورسېده نو له جګړې او وینو ستړی ارنست همینګوی بیرته شیکاګو ته ستون شو، هلته په خپله سیمه کې دخپلو خپلوانو له تود هرکلي او مینې سره مخامخ شو، بیا یې په ارامه ساه دخپلو اثارو په لیکلو پیل وکړ، دلته دامریکې له سترو لیکوالو لکه شرود اندرسن او دهغه له همکارانو سره یې وپېژندل، په شیکاګو کې یې یوې ورځپاڼي له لیکونکي (هډلي ریچارډ ستون ) سره وپېژندل، ورسره یې مینه وکړه او مینه په واده بدله شوه.
د۱۹۲۱ زیږدیز کال دسپټمبر په میاشت کې ارنست همینګوی او میرمن یې دخبریالانو په توګه دیونان او ترکیې جګړه ایزو ډګرونو ته ولاړل، دا جګړه دترکانو په ګټه پای ته ورسېده، له جګړې وروسته همینګوی پاریس ته ولاړ او هلته یې خپل لومړنی کتاب( درې نکلونه او لس شعرونه ) په چاپي ډول خپور کړ.
ورو ورو یې له میرمنې سره دمینې اړیکې سړې شوې او ۱۹۲۷ زیږدیز کال له یوبل نه په رسمي ډول جلا شو، دمیرمنې جلاوالي دی له اروايي پلوه وځپه،خو سمدلاسه یې د پا پولین پیمان په نوم له یوې بلې میرمنې سره د ژوند لاره شریکه کړه ، له دویم واده نه یو کال وروسته یې پلار ډاکټر کلارنس همینګوی ځان و واژه، د پلار ځان وژڼې نور هم وزوراوه.
همینګوی چې له وړکتوبه له طبیعت ، ادب او هنر سره مینه درلوده او د ژوند په بهیر کي یی د ادبیاتو په تخلیق کي ښه وړتیا له ځانه وښوده او په شعر، کیسه او داستان لیکنه کی یی په زړه پوري ګن ادبی اثار ولیکل ، اثارو یې ډیر زیات شهرت وموند خو یوه ستونزه دا وه چې ده نشوه کولای دخپلو اثارو دخرڅلاو له لارې پېسې تر لاسه کړي خو کله چې په پاریس کې د مېشتو امریکايي لیکوالو دژوند لیکونو کتاب خپور کړ نو شهر او شتو دواړو ورته مخه کړه، له دغه کتاب وروسته یې د ( بې ښځو سړی ) په نوم کتاب خپور کړ
همینګوی به خپل ډير وخت په لیکلو او دافریقې په ځنګلونو کې په ښکار تیراوه، هغه نه یواځې دا چې له ښکار سره یې مینه درلوده بلکه یو ښه تکړه ښکاري و، هغه دخپلو سفرونو یاداښټونه راټولول او په دې ډول یې په خپلو کېسو کې یې ترې ګټه اخېسته چې د خپلو دا وړ سفرونو او ښکارونو اغیزې ، ګټې او ترلاسه کړې تجربې یې( د افریقا شنې غونډۍ )نومي کتاب کې ولیکل، په ۱۹۴۰ کال یې دوهمه ښځه هم ترې جلا شوه ،
شپږ کاله وروسته د اسپانیا د کورنۍ جګړې په پېلېدو سره همینګوی او یو شمېر نورو امریکايي روښنفکرانو د اسپانیايي جمهوري غوښتونکو ملاتړ ته یې ودانګل.
د ۱۹۴۰ کال په وروستیو کې یې د مارتالوژن په نوم له یوې بلې کیسه لیکوالې سره واده وکړ او بیایې له خپلې میرمنې سره یوځای چین، باکو او آلمان ته سفرونه وکړل. ماري دولش د همینګوی څلورمه او وروستۍ میرمن وه چې ورځپاڼو ته به یې مقالې هم لیکلې، په ۱۹۵۴ کال یې( د سپین ږیري او سمندر) کیسې د نوبل جایزه خپله کړه،همدا رنګه د همینګوی هغه رومان چي ( زنګونه د چا لپاره شرنګیږي ؟)نومیږي ، په یو ملیون ټوکو کي خپور شو او هغه یی د شهرت لوړ مقام ته ورسوه او کوم فلم
چی له دې رومان څخه جوړ شوی، همینګوی یي د اسکار جایزې کټونکی کړ او هم یي پرې د ۱۵۰ یوسلوپنځوس زره ډالرو نقده جایزه ترلاسه کړه.
همینګوی د خپل پلار له ځان وژنې درویشت کاله وروسته په ۱۹۶۱ کال په خپل ښکاري ټوپک ځان وواژه.
د همینګوی اثار:
۱ – له وسلې سره مخه ښه
۲ – انسان وژنکی
۳ – زنګونه د چا لپاره شرنګیږي
۴ – لرل او نه لرل
۵ – زوړ سړی او سیند
۶ – یوازي او خوشحاله ژوند
۷ – لمر اوس هم ځلیږي
۸ – بې ښځو سړي
۹ – د افریقا شنې غونډۍ
۱۰ ـ درې نګلونه او لس شعرونه
۱۱ـ زموږ په زمانه کې
۱۲ـ ګټونکي هیڅ نه ګټل
۱۳ـ وروسته له ساښټه مرګ
۱۴ـ سپین ږیری او ګيدړه
۱۵ دشعرونو ټولګه