ژباړه: انـــــدیال ساپی
ابن حبان رحمه الله وايي: “مسکا او روڼ تندی درلودل د علماوو ښايست او د حکیمانو صفت دی ، ځکه ورين تندی د دښمنی اور وژني ، د کینی راپاریدنه له مينځه وړي ، انسان پرې له ياغی او سرغړونکی ځان ساتي او د چغلګر څخه پرې خلاصی مومي”.
يو شاعر وايي:
ألق بالبشر من لقيت من النا س… جميعا ولاقه بالطلاقه
تجن منهم جنى ثمار فخذها …..طيبا طعمه لذيذ المذاقه
ژباړه:له ټولو خلکو سره په خوښۍ او روڼ تندي مخامخ شه له هغوی څخه بېلابېلې خوندورې او لذت لرونکې مېوې راټولې کړه.
د موسکا او روڼ تندى درلودلو د ارﺯښت په اړه دعلماوو او پوهانو ويناوې:
⏺ابو جعفر المنصور ويلي: ” که غواړې چې خلک دې بې له عوضه ستاينه وکړي نو له هغوی سره په ورین تندي مخامخ شه “.
⏺له عتابي ته څخه وپوښتل شو: ته د ټولو خلکو سره په ورين تندي مخامخ کېږې؟
هغه په ځواب کې وويل:” دفع ضغينة بأيسر مؤونة، واكتساب إخوان بأيسر مبذول”.
ژباړه: په ډېر لږ تکليف د خلکو د کينې ځان ساتم او په ډېر کم خرڅ وروړنه پيدا کووم.
⏺محمد بن حازم ويلي:
وما اكتسب المحامد حامدوها … بمثل البشر والوجه الطليق
ژباړه: ستايل شوو خلکو خپله ستاينه د پراخ وچولي او روڼ تندي په څېر په بل څه نه ده ترلاسه کړې.
⏺بل شاعر وايي:
أخو البشر محبوب على حسن بشره … ولن يعدم البغضاء من كان عابسا
ژباړه: د پراخ وچولي څښتن د مسکا او روڼ تندی له امله خلکو ته ګران وي اوهغه څوک به هیڅکله د کینی او بدۍ محروم نشی چې د تريو تندي خاوند وی.
⏺همدا رنګه شاعر وايي:
البشر يكسب أهله … صدق المودة والمحبة
والتيه يستدعي لصا حبه…. المذمة والمسبة
ژباړه: روڼ تندی خپل څښتن ته ریښتنې خوښي، مينه او دوستي ورپه برخه کوي او تکبر خپل خاوند د ملامتي او دبدي يادونۍ وړ ګرځوي.
⏺ابن عقيل الحنبلي وايي:”ورين تندی د تريو تندي پر خلاف انسان د خلکو د مينې برخه من کوي او د مقبوليت لامل يې ګرځي”.
د مسلمان په وړاندې مسکا لرل صدقه ده ،انسان ته پرې ثواب رسي.
رسولﷺ فرمايلي دی: «تَبَسُّمُكَ فِي وَجْهِ أَخِيكَ لَكَ صَدَقَةٌ».
ژباړه: د يو ورور په وړاندې ستا مسکا ستا لپاره صدقه ده.
بل ځای نبي ﷺ فرمايلي دي چې: « لاَ تَحْقِرَن مِن المَعْروف شيْئا، وَلَوْ أَنْ تَلْقى أَخَاكَ بوجه طَلْق. »
ژباړه: د نيکيو څخه هيڅ یوه وړه او سپکه مه ګڼه، که څه هم ته د خپل مسلمان ورور سره په روڼ تندي مخامخ شي.
کله چې داسې ده نو په هر پوهه او عاقل انسان لازم دي چې دا عادت خپل کړي او که چرته یې د پخوا نه عادت وي نو د الله تعالی شکر دې ادا کړي او د نفس سره دې په دې غوره خوی د تلپاتوالی تړون وکړي.
او که داسې نه وي نو نفس دې پخپله په تکلفي شکل د مسکا او روڼ تندي درلودلو ته وهڅوي او په عمومي توګه دې تندی دګونځوالي او مخ اړونې ځان وساتې، ترڅو پدغه عادت روږدى شى او داسى مينه ورسره ولرى لکه څرنګه چې يې مور د خپل ماشوم سره لري.
دغه مهال به يې خوى نرم او خبرې خوږى شى، او خلک به يې د ناستى ليواله وى.