لیکنه: ګل رحمن رحماني
ليک او ليکنه د بشر له تاريخ سره تړلې موضوع ده، د فکر او فرهنګ د خپرولو، څرګندولو، لېږدولو او ساتنې لرغونې وسيله ده، زموږ تر پېړۍ پورې يې له ګڼو پرمختګونو او معلوماتي ټکنالوژۍ سربېره هم خپل ارزښت نه دى بايللى.
که غواړو چې خپل فکر، پوهه او نظريات ابدي کړو، نورو ته يې ولېږدو، نو دا کار د شفاهي وينا، ثبت او نورو لارو په وسيله لېږدولى شو، خو ليکنه په دې ټولو کې خپل ځاى او اغېزلري.
نن چې موږ د خپلو پېړيو پېړيو وړاندې نسلونو له کړو وړو، د ژوند حالت، کيسو او نظرياتو نه خبر يوو، نو دا د ليکني تاريخ ګټه ده، همداسې مو که څه زده کړي او يايې زده کوو، نو د ليکنې او کتابت احسانمن يوو.
ددې لپاره چې د خپلو همهاله او راتلونکو نسلونو پر وړاندې مو خپل تاريخي او ټولنيز مسووليت سم ادا کړى وى، خپله پوهه او ګټور فکرونه او نظريات مو نورو ته په ليکنۍ بڼه لېږدولى وي؛ نو اړينه ده چې خپلې ليکوالۍ او ليکنې ته زيات پام وکړو.
په دې کې شک نشته چې هره ليکنه خپل ځانګړى مخاطب لري، د يو چا لپاره د يوې اړتيا له مخې ليکل کېږي چې ترليکنې وړاندې يې په دې اړه له ليکوال سره بايد درک او اداره موجوده وي.
ليکوال خپل فکر او پيغام تر نورو رسوي او ورڅخه د پايلو او اغېزو تمه هم لري ، خو هغه متل ته په پام سره چې(( څه چې په دېګ کې وي، په کاسه کې هم راوځي.)) د هر ليکوال ليکنه د هغه د پوهې او نظرياتو په دايره کې ليکل شوې وي.
زموږ په اوسنيو مقالو کې ډېرکم ليکوال استادانه ليکنه کوي، په دې مانا چې يوه ستونزه يې له څېړنې او مطالعې وروسته درک کړې وې، تشې، اړتياوې او نيمګړتياوې يې موندلې وي او اوس غواړي دا تشه ډکه کړي.
د پخوانيو استادانو په ليکنو کې چې د اوس لپاره لارښود حيثيت لري، د علم او فرهنګ په خورولو کې يې کارنده ونډه اخيستې او نن د يوه معتبر ماخذ په توګه مطرح دي، ډېرو يې خپل مخاطب ته (( تاسويا ته)) ضميرونه کارولې.
اوسني ليکوال او ادبيان بيا خپلو ډېرو ليکنو کې د((موږ)) ضمير يا کلمه کاروي چې ياني موږ بايد داسې وکړو، ها وکړو او څه بايد ونه وکړو چې دا ډول ارايه لوستونکي ته د يوې ښکلې مشورې په توګه وړاندې کېږي.
دا مانا چې ليکوال خپله هم ورسره ځان شريک ګڼي، هغوى ته احساس ورکوي چې دا ستونزه يا اړتيا يوازې ستا نه ده، بايدحل يې کړو او کومه موخه بايد په ګډه توګه تر لاسه کړو.
خو په ((تاسې)) کې بيا ليکوال داسې ښوده چې ګني زه په دې موضوع يا دې مسئله پوه يم، په يو ډول امرانه انداز وايي چې تاسې بايد په ليکوالۍ داسې او هسې وکړئ.
ځينې ليکوال موږ ته په خپلو ليکنو کې يوازې هغه خبرې کوي چې دى پرې پوهېږي او هغه خبرې نه راته کوي چې دى پرې مخکې نه پوهېده خو د همدې يا نورو ليکنو لپاره يې د مطالعې او پلټنې له لارې نوې خبرې او معلومات تر لاسه کړي دي.
کره کتونکي په دې اند دي چې ليکوال بايد په ليکنه کې خپلو لوستونکو ته د تازه او هغو معلوماتو د ورکړې په برخه کې بخيلي(کنجوسي) ونه کړي چې دى پرى تازه پوهېدلى او په ذهن کې يې ساتلي دي.
د استاد يا پاخه ليکوال ليکنه که له يوې خوا په ګڼو معلوماتو او نوو خبرو مالامال وي او د ليکوال مسووليت ورباندې ادا کېږي، نو له بلې خوا لوستونکو په ځانګړي ډول ځوانو لوستونکو ته هم د لارښود او يوه معتبرماخذ حيثيت لري.
استادانه ليکنې هغه که به ادبياتو کې وي، يا بله هره برخه کې، د يوې تشې پر بنسټ ليکل کېږي، د علم او پوهې په بډاينه کې برخه اخلي، فکر روزي، شته پوښتنې له منځه وړي او په دې توګه د علم په عامولو کې برخه اخلي.
د دري ژبې د کيسه ليکوال خالد نويسا يوه مرکه مې اورېده، ويل يې چې سپينه پاڼه د ليکوال لپاره د چړې او خنجر په څېر وي، که يې توره نه کړي، نو خپله دى ورباندې غوڅېږي.
د ليکنې له پيل نه وړاندې هغه ته سپينه پاڼه ورکول کېږي چې خبل مطلب او موخه ورباندې وليکي، څنګه يې توروي او څه ورباندې ليکي، دا د ليکوال پر ژمنيتا او اراده پورې اړه لري، خو دا به ياد ساتي چى دى ددې پاڼې د هر توري ځواب ويوونکى او مسوول دى.
البته دا تورول بايد د پاڼې تورول او ډکول نه وي، ددې پاڼې په ډکولو سره بايد په اړونده برخه کې شته تشې ډکې او ستونزې که حل نه کړي، نو لږ تر لږه يوې حل لارې ته يې نږدې شي چې له ده وروسته بل ليکوال ته يو څه لار اسانه کړي.
تازه کاره او نوي ليکوال که په خپلو ليکنو کې پر مخاطب امر وکړي چې بايد داسې وشي او هغسې وشي، دا به مناسبه نه ښکاري، ځکه چې دا امر او حکم دى او له مخاطب سره د دا ډول چلند لپاره ډېرعالي او مجرب ليکوال هم زړه نه شي کولى.
ښه به دا وي چې ځوان ليکوال خپلې ليکنې او مقالې د مشورې او خپلو تجربو د شريکولو په سبک وليکي، ياني داسې وکړو، دا ستونزه داسې حل کړو او دا موضوع زما په نظر داسې ده…
سره له دې چې هره ليکنه تر نشتون ښه ده، پر خپل ځاى ځانګړى ارزښت لري، خو دا به ګرانه وي چې هره ليکنه دې استادانه ليکنه وبولو، جامع او کامله دې وي، تر ليکوال د اوچتې پوهې لرونکو ته دې هم څه ورکړي.
په ليکنه کې په کميت پسې ګرځېدل له پوهې او په ځانګړي ډول د موضوع له سپړلو او پيغام رسولو څخه د لرې والي سبب ګرځي.
کلي حکمونه کول او يا فرد د کل په توګه معرفي کول هم د ليکوال صلاحيت نه دى، مثلا که ووايي چې موږ ټول پوهېږي، موږ ټول دا شى نه خوښوو يا نور… ناسم ځکه دي چې ليکوال د ټولو استازولي نه شي کولى.
همداسې د حکم او اصل په توګه د خپلو نظرياتو او يا وړانديزونو وړاندې کول هم نا مناسب کار دى، خو په ځينو استادانه ليکنو کې بد نه ښکاري، خو خامې يا د ځوانو ليکوالو ليکنې بايد د حکم پر ځاى مشورتي او پشنهادي بڼه ولري.
مهمه خبره داده چې علمي ليکنه بايد د هغو اخباري مقالو او مضامينو په څېر نه وي چې ليکوال يې د حق الزحمې لپاره هسې بې ځايه کلمې ډېروي او پړسوي، دا قرار داد يوازې مخاطب ته د پوهې او معلوماتو د رسولو په برخه کې شوى، بايد يوازې پر کيفيت حساب وشي، د کلمو او مخونو حساب دې نه کېږي.
استادانه ليکنې د پخو استادانو او پوهانو کار دى، خو دا په دې مانا نه ده چې غير استادانه ليکنې کوم ارزښت نه لري او يا ورته اړتيا نشته، اړتيا ورته شته خو دا په ليکوال پورې اړه لري چې څنګه خپله ليکنه د لوستونکو يا مخاطبانو له محدوديت را باسي او د استادانه ليکنو په قطار کې يې دروي.
د استادانه ليکنې لپاره ژوره مطالعه، پر موضوع حاکميت، د ليکنې د اړتيا درک، په اړونده برخه کې زده کړې(مسلکيتوب) اوحتى تخصص، د ليکنې تجربه او د ورته نورو ليکنو کتنه، د منفي او مثبتو خواوو په ياد ساتل، مخاطب درک کول او بيا خپله ليکنه وړاندې کول ډېر اړين دي.