پیژندنه:
استشراق یوه فکري څپه ده چې له اسلامي ختیځ څخه د بیلا بیلو پلټنو او څیړنو دنده پر غاړه لري. دا پلټنې د تمدن، ادیانو، آدابو، ژبو او کلتور په اړه دي. دا ډله د اسلامي نړۍ په اړه د لویدیځ د خیالي انځورونو په جوړولو کې پراخه ونډه لري او د مدنیتونو پر وړاندې د دواړو له فکري شتمنیو څخه ګټه اخلي.
پنځیدنه او نومیالي:
۱- د پنځیدنې پیل: د استشراق د پیل نیټه ټاکل ډیر ستونزمن کار دی او ځینې تاریخ پوهان هغه په اندلس کې د اسلامي دولت له جوړیدنې سره یوځای کڼي. په داسې حال کې چې ځینې نور بیا دا پیل د صلیبي جګړو له وخته بولي.
روحاني استشراق په ۱۳۱۲ز کال کې د فینیا د کلیسايي ټولنې د هغې پریکړې پر بنسټ چې له مخې به ېې په څو اروپايي پوهنتونونو کې د عربي ژبې د زده کړې مرکزونه جوړیږي” په رسمي ډول پیل شو.
په اروپا د اتلسمې زیږدیزې پیړۍ په پای کې د استشراق ټکی رامنځته شو او د لومړي ځل لپاره په ۱۷۷۹ز کې په انجلترا کې څرګند شو. همدا شان په فرانسه کې په ۱۷۹۹ز کې څرګند شو او په ۱۸۳۸ز کې د دې هیواد د اکاډمۍ په قاموس کې ولیکل شو.
جربرت دي اورالیاک (۹۳۸-۱۰۰۳ز) چې د بندکت له راهبانو څخه وو؛ اندلس ته ولاړ او هلته ېې د هغه ځای له پوهانو څخه زده کړه وکړه او په (۹۹۹-۱۰۰۲ز) کلونو کې له راګرزیدو وروسته د حبر اعظم (لوی عالم) په توګه د دوهم سلفتر په نوم وټاکل شو، ځکه نو نوموړی لومړنی فرانسوي پاپ ګڼل کیږي.
په ۱۱۳۰ز کال د طلیطله د کلیساوو د ملایانو مخکښ د ځینې علمي عربي کتابونو ژباړه تر سره کړه.
ایټالیايي جرارد دي کریمون (۱۱۱۴-۱۱۸۷ز) طلیطلې ته ولاړ او هلته ېې د فلسفې، طب، ستورپیژندنې او رمل اچونې په څانګو کې تر ۸۷ زیات کتابونه وژباړل.
فرانسوي پیرلي ونیربل (۱۱۵۶-۱۰۹۴ز) چې د بندیکت له راهبانو څخه وو او د دیرکلوني رییس وو، د اسلام څخه د پیژندنې په موخه ېې د ژباړونکو یوه ډله وګمارله او په خپله ېې د قرآن کریم د لومړنۍ ژباړې څارنه کوله چې په ۱۱۴۳ز کال د انګلیسي رابرټ اف کیتون له لوري په لاتیني ژبه وژباړل شو.
یوحنا اشبیلي یو یهودي وو چې نصرانیت ته وګرزید او د دولسمې زیږدیزې پیړۍ په نیمايي کې راڅرګند شو او د ستورپیرندنې علم ته ېې پام راوګرزاوه. هغه د ادلر اوف باث په مرسته د ابو معشر بلخي (۱۱۳۳ز) څلور کتابونه عربي ته واړول.
انګلیسي راجر بیکون خپلې زده کړې په اکسفور او پاریس کې تر سره کړې او د روحانیت په برخه کې ېې دوکتورا تر لاسه کړه. هغه په ۱۵۲۱ز کې د مراة الکیمیا کتاب له عربي څخه وژباړه.
۲- انصاف لرونکي ختیځ پیژندونکي (مستشرقین):
هادریان ریلاند (مړینه ۱۷۱۸ز) د هالند د اوترشت په پوهنتون کې د ختیځو ژبو استاد وو. نوموړي په لاتیني ژبه په دوو ټوکونو کې (الدیانة المحمدیة) په نوم یو کتاب لیکلی وو خو د په اروپا کې د کلیسا له لوري دا کتاب د منع شوو کتابونو په لړ کې وشمیرل شو.
یوهان. ج. رایسکه (۱۷۱۶-۱۷۷۴ز) لومړنی د یادونې وړ جرمني مستشرق دی. هغه اسلام ته د کوږوالي او دریځ ورکولو په تور په کفر او بې باورۍ تورن شو او سخت ژوند ېې تیر کړ تر څو چې د نري رنځ په ناروغۍ مړ شو. د نوموړي په زیار په آلمان کې د عربي ژبې د زده کړې او څیړنې ښه مرکز جوړ شو.
سلستر دې ساسي (۱۸۳۸ز) د ادب او نحو اړخ ته ډیر پام وکړ او د اسلامي علومو له څیړنې او پلټنې ېې لاس واخست. د نوموړي په هڅو پاریس د عربي علومو د زده کړې مرکز جوړ شو. هغه له هغو کسانو څخه وو چې رفاعه طهطاوي ورسره لیده کاته تر سره کړل.
انګلیسي توماس ارنولد (۱۸۶۴-۱۹۳۰ز) د (الدعوة الی الاسلام) په نوم یو کتاب لري چې په ترکي، اردو او عربي ژباړل شوی دی.
ګوستاو بولون چې یو مادي پلوه فیلسوف او مستشرق وو او په هیڅ دین ېې باور نه درلود. د اسلامي تمدن په اړه د نوموړي عادلانه دریځ چې په کتابونو او لیکنو کې ېې څرګند کړی؛ ددې لامل شوی چې لویدیځ وال ده ته پاملرنه ونه کړي او وېې نه ستايي.
زیجرید هونکه هم منصفانه لیکنې لري او په خپل کتاب (شمس العرب تسطع علی الغرب) کې ېې پر لویدیځه نړۍ د عربي تمدن اغیز روښانه کړی دی.
د انصاف لرونکو مستشرقینو له ډلې څخه جاک بیرک، انا ماري شمل، کارلایل، رینیه جینو، دکتور جرینیه او آلماني ګویته د یادونې وړ دي.
۳- کینه لرونکي (متعصب) مستشرقین:
ګولدزیهر (۱۸۵۰-۱۹۲۰ز) چې د هنګري له یهودانو څخه وو، د (تاریخ مذاهب التفسیر الاسلامي) په نوم د کتاب لیکوال دی او په ټوله اروپا کې د اسلامي علومو د رئیس په توګه وګمارل شو.
جون ماینار چې د امریکا له مبشرینو او مستشرقینو څخه وو، د (العالم الاسلامي) په نوم د امریکايي مجلې بنسټ ایښودونکی وو. نوموړی د (الاسلام تحد لعقیدة) په نوم د کتاب لیکوال دی چې په ۱۹۰۸ز کال له چاپه راووت. همدا شان هغه د (الاسلام) په نوم د کتاب لیکوال هم دی چې پکې هغه مقالې راغونډې شوې دي چې په ۱۹۱۱ز کال د هند په لکهنو کې د تبشیر دوهمې غونډې ته وړاندې شوې وې.
ج. فون ګرونبام چې د آلمان له یهودو څخه وو او د امریکا په پوهنتونو کې ېې زده کړې وکړې، د (الاعیاد المحمدیة ۱۹۵۱ز) او (دراسات فی تاریخ الثقافة ۱۹۵۴ز) په نوم کتابونو لیکوال دی.
ا.ج. فینیسک چې د اسلام له غلیمانو څخه وو او په ۱۹۳۲ز کال ېې د (عقیدة الاسلام) په نوم کتاب ولیکه.
کینیث کراج چې یو کرکجن امریکايي وو، په ۱۹۵۶ز کال ېې د (دعوة و مئذنه) په نوم کتاب لیکلی دی.
فرانسوي مبشر لوی ماسینیون چې د شمالي افریقا لپاره ېې د فرانسې د نیواک د سیمو په وزارت کې د سلاکار په توګه نده تر سره کوله د (الحلاج الصوفي الشهید فی الاسلام) کتاب لیکوال دی چې په ۱۹۲۲ ز کال له چاپه راووت.
د. ب. مکدونالد چې یو کینه کښ امریکايي مبشر دی او د (تطور علم الکلام والفقه والنظریة الدستوریة) کتاب چې په ۱۹۳۰ز کې چاپ شو، لیکوال دی. همدا شان د نوموړي د (الموقف الدیني و الحیاة فی الاسلام) په نوم کتاب په ۱۹۰۸ز کې چاپ شوی دی.
د شرق الاوسط د مجلې د لیکنو د برخې مرستیال، مایلز ګرين هم د همدې ډلې څخه یو دی.
انګلیسې د. س. مرجیلوث (مړینه ۱۹۴۰) خورا متعصب وو، طه حسین او احمد امین د نوموړي په ښوونځي کې زده کړې تر لاسه کړې وې. نوموړی د (التطورات المبکرة فی الاسلام) او (الجامعة الاسلامیة) په نوم کتابونه لري چې په ترتیب سره په ۱۹۱۳ز او ۱۹۱۲ز کلونو کې له چاپه راوتلي دي.
ا.ج. اربري د انګلیس له متعصبینو او د اسلام له دښمنانو څخه یو دی. د نوموړي (الاسلام الیوم) کتاب په ۱۹۴۳ز او (التصوف) په ۱۹۵۰ز کال چاپ شول.
بارون کاردای فوکس چې یو فرانسوی متعصب وو، د اسلامي پوهنغونډ (دائرة المعارف) له سترو لیکوالانو څخه وو.
انګلیسې ه. ا. ر. جب (۱۸۹۵- ۱۹۶۵ز) د (المذاهب المحمدي ۱۹۴۷ز) او (الاتجاهات الحدیثة فی الاسلام ۱۹۴۷ز) کتابونو لیکوال هم د متعصبو مستشرقینو له ډلې څخه ګڼل کیږي.
انګلیسي ر.ا. نیکولسن دا خبره نه منله چې اسلام یو روحي او معنوي دین دی، هغه اسلام د مادیت او له لوړو اخلاقو څخه خالي ګني. د (متصوفوا الاسلام ۱۹۱۰ز) او (التاریخ الادبي للعرب ۱۹۳۰ز) په نوم کتابونه د نوموړي له پنځونو څخه دي.
هنري لامنس یسوعي (۱۸۷۲-۱۹۳۷ز) یومتعصب فرانسوي مستشرق وو چې د (الاسلام) او الطائف په نوم کتابونه لري او همدا شان د اسلامي پوهنغونډ له لیکوالانو څخه دی.
آلماني جوزف شاخت هم له همدې ډلې او د اسلام غلیم وو. د (اصول الفقه الاسلامي) کتاب د نوموړي له لیکنو څخه دی.
بلاشیر د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې د عربې او اسلامي چارو د کاپوه په توګه کار کاوه.
الفرد جیوم انګلیس هم له متعصبو مستشرقینو او داسلام له دښمنانو څخه وو. د هغه له کتابونه څخه یو هم (الاسلام) دی.
ګروهنې او اندونه:
اول: د مستشرقینو موخې:
۱- دیني موخه: د استشراق د منځته راتګ لامل همدا دیني موخه وه او په خپلو اوږدو او لنډو پړاوونو کې ېې همدا موخه له ځان سره درلودلې ده.
د پیغمبر د نبوت د ریښتیوالي په اړه د شک رامنځته کول او د داسې څرګندونو او خبرو منځته راوړل چې ګواکي نبوي حدیثونه په لومړنیو دریو پیړیو کې په خپله د مسلمانانو له لوري جوړ کړل شوي دي.
د قرآن کریم په اړه شک اچونه او پر هغه باندې پیغور تړل، د اسلامي فقې بې ارزښته او داسې ښکارول چې دا له رومي فقې څخه اخستل شوې ده.
د عربي ژبې بد ویل او داسې څرګندونې کول چې ګواکې عربي ژبه د پرمختګ د کاروان ملګرتوب نشي کولای.
د داسې شک او ګمان خپرونه چې اسلام له یهودي او نصراني سرچینو څخه اخستل شوی دی.
د مسلمانانو تبشیر او نصراني کول.
د خپلو افکارو او باورونو د ملاتړ لپاره د موضوعي او کمزورو حدیثونو وړاندې کول.
۲- سوداګریزه موخه: د لویدیځ پاچاهانو، لویو شرکتونو او بنسټونو، د اسلامي هیوادونو د پیژندنې او د هغو په اړه د معلوماتو راټولوونکو سوداګرو، څیړونکو ته ډیر مال ورکاوه. دا کار په نولسمه او شلمه پیړۍ او د لویدیځ له لوري د سلامي نړۍ له ښکیلاک مخکې ډیر دود وو.
۳- سیاسي موخه: د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ د روحيي کمزوري کول او نفاق خپرول تر څو په دې توګه پر مسلمانانو خپله ولکه ټینګه کړي.
عامیانه لهجو ته پام اړول او د دود شوو عادتونو په اړه بحث کول.
په ښکیل شوو سیمو کې د ګمارل شوو کسانو په وسیله د همغو سیمو د ژبو زده کړې او د آدابو او دین په اړه بحث کول تر څو پوه شي چې څه ډول کولای شي په دې سیمو واکمني وکړي او څه ډول سیاست پر مخ بوزي.
۴- ځانګړې علمي موخه: ځینې مستشرقینو یوازې ددې لپاره په څیړنه او بحث پیل کړی تر څو حق او ریښتینولي ومومي او په دې لړ کې ځینو ېې د اسلام ریښتینولي موندلې موندلې او په اسلام کې ننوتلي دي چې د هغوی له ډلې ځینې ېې دا دي:
- توماس ارنولد چې په خپل کتاب (الدعوة الی الاسلام) کې ېې د مسلمانانو سره ډیر عادلانه چلند کړی دی.
- دینیه مستشرق له مسلمانیدو وروسته په الجزایر کې ژوند غوره کړ او د (اشعة خاصة بنور الاسلام) په نوم د یو کتاب لیکوال دی. نوموړی په فرانسه کې ومړ او په الجزایر کې خاورو ته وسپارل شو.
دوهم: لوی کتابونه:
۱- تاریخ ادب العربي چې لیکوال ېې کارل بروکلمان (مړینه ۱۹۵۶ز) دی.
۲- اسلامي پوهنغونډ (دائرة المعارف الاسلامیة): د لومړي ځل لپاره په (۱۹۱۳-۱۹۳۸ز) کلونو کې په انګلیسي، فرانسوي، او آلماني ژبو خپور شو او نوی چاپ ېې په (۱۹۴۵-۱۹۷۷ز) کلونو کې یوازې په فرانسوي او انګلیسې ژبو خپور شو.
۳- المعجم المفهرس لالفاظ الحدیث الشریف: دا کتاب د صحاح سته (بخاري، مسلم، ابوداوود، نسايي، ترمذي، ابن ماجه)، د دارمي مسند، د امام مالک موطا، او د امام احمد بن حنبل له مسند څخه د حدیثونو څخه د اوو لویو ټوکونو درلودونکی دی، ددې کتاب چاپ او خپریدنه له ۱۹۳۶ز کال وروسته پیل شوه.
۴- د یوې نیمې پیړۍ په اوږدو کې یعنې د نولسمې پیړۍ له پیل او د شلمې پیړۍ تر نیمايي پورې مستشرقینو د ختیځ په اړه له شپیتو زرو څخه زیات کتابونه لیکلي دي.
دریم: مرکزونه او ټولنې:
د مستشرقینو لومړنۍ نړیوال مرکز په ۱۸۷۳ز کال کې په پاریس کې پرانستل شو. له دې وروسته یو په بل پسې نور مرکزونه هم پرانستل شول او اوس د مستشرقینو له دیرشو څخه ډیر نړیوال مرکزونه شتون لري. دوی په ډیرو لیدنو کتنو او غونډو سربیره نور مرکزونه هم لري چې له هرې سیمې او دولت پورې تړلي دي. د بیلګې په ډول د آلمان د مستشرقینو ټولنه چې د په ۱۸۴۹ز کال د آلمان د درسدن په ښار کې تر سره شوه او دا ډول غونډې په پرلپسې ډول تر اوسه پورې جوړیږي.
د اکسفورد په غونډه کې له پنځه ویشت هیوادونو څخه د ۸۰ پوهنتونونو، او ۶۹ علمي ټولنو ۹۰۰ پوهانو برخه اخستې وه.
همدا شان څو نورې استشراقي ټولنې هم شته. د بیلګې په ډول د آسیویه ټولنه چې په ۱۸۲۲ز کې په پاریس کې رامنځته شوه او د ملکه آسیویه ټولنه چې په ۱۸۲۳ز کې په بریتانیا او ایرلنډ کې رامنځته شوه، دې ته ورته په د ختیځې امریکا ټولنه چې په ۱۸۴۲ز کال ېې بنسټ کیښودل شو او د ختیځ آلمان ټولنه چې په ۱۸۴۵ز کال رامنځته شوه.
څلورم: د استشراق مجلې:
اوس مهال په بیلابیلو ژبو د استشراق ډیرې زیاتې او ډول ډول ورځپاڼې او مجلې شتون لري چې شمیر ېې له درې سوو اوړي. دبیلګې په ډول دلته له ځینو څخه یادونه کیږي:
- (مجلة العالم الاسلامي) : د دې مجلې بنسټ سمویل زویمر (مړینه ۱۹۵۲ز) په ۱۹۱۱ز کال په بریتانیا کې کیښود. په منځني ختیځ کې د مبشرینو ریاست د همدې زویمر پر غاړه وو.
-
(عالم الاسلام): دا مجله په ۱۹۱۲ز کال په پترزبورګ کې خپره شوه خو ډیر پایښت ېې ونکړ .
-
(ینا بیع الشرق): دا مجله له ۱۸۰۹ز څخه تر ۱۸۱۸ز پورې په فینیا کې د هامر برجشتال له لوري خپریده.
-
د (الاسلام) مجله چې په ۱۸۹۵ز کال په پاریس کې خپره شوه او په ۱۹۰۶ز کال د هغې ځای (العالم الاسلامي) مجلې ونیو. ددې مجلې چلوونکي په مغرب کې یوه علمي فرانسوي ډله وه. ورسته بیا دا مجله هم په (الدراسات الاسلامیه) باندې بدله شوه.
-
په ۱۹۱۰ز کال د (الاسلام) آلماني مجلې هم په خپرونو پیل وکړ.
پنځم: استشراق د ښکیلاک په چوپړ کې:
د (الاسلام) په نامه د آلماني مجلې بنسټ ایښوودونکي کارل هینریچ بیکر (مړینه ۱۹۳۳ز) په افریقا کې د خپلو څیړنو تر څنګ د ښکیلاک د موخو لپاره هم چوپړ کاوه.
بارتولد (مړینه ۱۹۳۰ز) د (العالم) په نوم د روسي مجلې بنسټ ایښودونکي داسې لیکنې او بحثونه خپرول چې په منځنۍ آسیا کې د روس د ولکې د ګټو ساتلو ضمانت ېې کاوه.
هالندي سنوک هرګونجه (۱۸۵۷-۱۹۳۶ز) په ۱۸۸۴ز کال د عبدالغفار په نامه مکې ته ولاړ او شپږ میاشتې هلته پاته شو. له هغه ځایه له راګرزیدو وروسته ېې د اسلامي ختیځ د نیواک او ښکیلاک د چوپړ لپاره لیکنې وکړې. هغه له دې مخکې د ۱۷ میاشتو لپاره په جاوا کې ژوند کړی وو.
د ختیځو ژبو د پالنې مرکز چې په ۱۸۸۵ز کال په پاریس کې جوړ شوی وو، اصلي موخه ېې له ختیځو دولتونو او نژدې ختیځ څخه د هغه معلوماتو راټولول وو، تر څو د هغو په توګه داسې حالات رامنځته کړي چې په دې سیمو کې د ښکیلاک چارې اسانه شي.
شپږم: د استشراق خطرناک افکار او اندونه:
جورج سیل د قرآنکریم د معنا په سریزه کې لیکي: قرآن د محمد پنځونه او لیکنه ده او دا داسې څه دي چې هیڅ د زړه نازړه توب وړ نه دي.
ریچارد بل وايي: محمد قرآن له یهودي او نصراني سرچینو او پخوانیو کتابونو څخه په ځانګړې ډول را اخستی دی.
دوزي (مړینه ۱۸۸۳ز) وايي: قرآن ډیره زیږه بڼه لري او په هغه کې نوي او تاند شیان کم دي. همدارنګه انګیري چې په قرآن کې تر اړتیا ډیرې او ستړې کوونکې خبرې شتون لري.
په هغه لیک کې چې ۱۹۳۸ز کال د نوامبر په ۹مه د بریتانېې د ښکیل شوو سیمو د وزیر (اوم سبیغو) له لوري د بریتانیې دولت ته استول شوې وه لیکل شوي: تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، هغه لوی خطر چې امپراطورۍ ته اړینه ده له هغې څخه ویره ولري او پر وړاندې ېې هلې ځلې وکړي، هماغه د مسلمانانو یووالی او یوه ټوټه توب دی. دا خطر یوازې زموږ لپاره نه بلکه فرانسه هم په دې کې له موږ سره ګډه ده. خو زموږ لپاره د خوښۍ ځای دا دی چې خلافت له مینځه ولاړ او هیله لرم چې بیا را رامنځته نشي.
شلدون آموس وايي: شریعت د ختیځې امپراطورۍ لپاره له روماني قانون پرته بل څه نه دی چې د عربي هیوادونو د سیاسي حالت سره سم پکې سمونې رامنځته شوې دي. هغه همدا شان وايي: محمدي قانون په عربي جامه کې هماغه جستنیانو قانون دی.
فرانسوي رینان وايي: عربي فلسفه هماغه یوناني فلسفه ده چې په عربي تورو لیکل شوې ده.
لوییس د هغه خوځښت لارښود وو چې موخه ېې په عامیانه ګړدود او لاتیني تورو د لیکنو لیکل وو.
خو باید وویل شي چې:
په دې کې شک نشته چې مستشرقینو له پخوانیو علمي کتابونو څخه په تحقیقي، څپرکیز او څانګیز ډول د کتابونو په راښکلو او خپرولو کې پراخه ونډه درلودلې ده.
همدارنګه شک نشته چې له دوی څخه ځینې ېې د ځانګړي علمي پوهې درلودونکي دي چې په بحث کې له دوی سره مرسته کوي.
په دې کې هم شک نشته چې ځینې مستشرقین د مسائلو په څیړنه، پلټنه او څارنه کې ډیر زغم درلودونکي او ځواکمن دي. ځکه نو کیدای شي چې مسلمانان ددوی له کتابونو څخه ګټور توکي واخلي خو د سکالو له ګډوډتوب او ناوړه ښونې څخه باید خبر وي تر څو له هغې څخه ځان لرې وساتي، نورو ته يي وروښيي او یا د هغې ځواب ورکړي، ځکه حکمت د مسلمان ورک شوی څیز دی چې هر ځای ېې وموند وړ ېې دی.
فکري او ګروهیزې ریښې:
استشراق د صلیبي جګړو پر مهال د اسلامي ختیځ او نصراني لویدیځ تر منځ د ټکر پایله ده او په دې اړه سفارتونو او تګ راتګ ډیره ونډه درلوده. د نصرانیت روحاني اړخ ېې بنسټیز لامل وو تر څو د دوکې، چل ول، او بد ښکارونې له لارو اسلام له د ننه څخه مات کړي، خو استشراق په وروستیو کې له دې کړۍ څخه ووت او ځان ېې د علمي روح اړخ ته نژدې کړ.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
لویدیځ د مستشرقینو لپاره له وښو ډک څړځای دی چې پکې څریږي. په لویدیځ کې آلمانیان، بریتانویان، فرانسویان، هالندیان او مجارستانیان او ځینې اسپانویان او ایټالویان هم مستشرقین لري خو د استشراق ستوری په امریکا کې ښه ځلیدلی او هلته ېې ډیر د ډیرو مرکزونو بنسټ ایښودنه کړې ده.
حکومتونو، ټولنو، شرکتونو، بنسټونو او کلیساوو هیڅ کله د استشراق د ځواکمنتوب، تایید، او خپراوي په برخه کې له مرستې ورکولو ډډه نه ده کړې او د پیسو او شتمنیو په ورکولو کې ېې شومتوب نه دی څرګند کړی. همدا شان ېې په پوهنتونو کې د ننوتلو لپاره ورته لارې پرانستې چې په دې سره د مستشرقینو شمیر زرګونه کسانو ته رسیدلی دی.
د استشراق خوځښت د تنصیر او ښکیلاک په ولکه کې و او په دې وروستیو کې د یهودیت او صهیونیزم چې موخه ېې د اسلامي ختیځ کمزوري او له سیخې یا کږې لارې د خپل نیواک او ولکې ځواکمنتیا ده؛ په چوپړ کې لویدلی دی.
ژباړه: محمود سعيد
ليکنه: مانع بن حماد