لیکوال: نورالحق ن. څلی
راځئ چې د یوناني اولس پر ضد د انګلوساکسون له یوه بل نه بښونکې ستر جنایت څخه هم یادونه وکړو . دلته د قبرص خبره ده . قبرص په ۱۵۷۰ کې عثمانيانو لاندې کړ . د قبرص اصلي اوسېدوونکي يو مخ یونانیان وو . کله چې دغه ټاپو عثماني امپراتورۍ لاندې کړ ، ترکي وګړي وهڅول شول چې هلته مېشت شي ، خو دغه هڅې بریالۍ نه وې . د وخت په تېرېدو سره هغو ترکي پوځیانو ته چې په دغه ټاپو کې یې دندې لرلې یو لړ داسې امتیازات په پام کې ونیول شول چې هغوی دې ته تیار شول چې خپلې کورنۍ هم قبرص ته راولې . په قبرص کې د ترک توکمو وګړو پیدایښت په دې توګه رامنځ ته شو .
عثماني امپراتورۍ د قبرص کنترول په ۱۸۷۸ کې په خپله خوښه او رسمي توګه برتانوي امپراتورۍ ته وسپاره . کله چې عثماني امپراتوري له منځه لاړه او د ترکیې جمهوریت په نوم نوی دولت جوړ شو ، د دغه نوی دولت پولې د « لوزان ټړون » وټاکلې . د لوزان تړون د ۱۹۲۳ – م کال د جولای د میاشتې پر ۲۴ – مه نېټه لاسلیک شو . دغه تړون په حقیقت کې نه یواځې د ترکیې بلکې د ډېرو هېوادونو پولې وټاکلې . د لوزان تړون هره ماده دا څرګندوي چې ترکیه د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو پولې مني او د خپلو اوسنیو پولو بهر د عثماني واکمنۍ د وخت د هیڅ برخې په اړه ادعا نه لري .
د لوزان تړون شلمه ماده یواځې د قبرص په اړه ده . په دغې مادې کې داسې راغلي دي : « ترکیه د برتانيې د حکومت هغه اعلانول په رسمیت پېږني چې د ۱۹۱۴ کال د نومبر د میاشتې پر پنځمه نېټه یې قبرص پر خپلې خاورې پورې وتاړه » .
د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته قبرصي اولس په کلکه د برتانوي استعمار پر ضد پاڅون وکړ او دا غوښتونه یې وکړه چې په لمړي ګام کې خپله خپلواکي تر لاسه کړي او وروسته د خپل پلرني ټاټوبي یونان یوه برخه وګرځي . هغه غورځنګ چې د دغه ارمان لپاره یې مټې رانغړلې وې او وسلواله مبارزه یې کوله « د قبرصي جنګیالیو ملي سازمان » یا ( اي او کې اې ) نومېده . د دغه سازمان جنګیالیو د نیکوسیا ښار په ګډون ټول انګلیسي تاسیسات او چوڼۍ تر بریدونو لاندې راوستلې .
انګلیسي استعمار د قبرصي پاڅون د ځپلو لپاره خپل ټول وسایل وکارول خو زړه غوښتې پایله یې تر لاسه نه کړه . کله چې انګلیس د اولسي توپان په وړاندې یې خپله حتمي ماته ولیدله ، نو د کسات اخیستلو په لټه کې شو .
« د بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست نه یواځې د اولسونو د لاندې کولو وسیله ده ، بلکې د کسات اخیستلو ډېره اغېزناکه وسیله هم ده . لکه څرنګه چې پوهېږو د قبرص د اوسېدونکو یوه کوچنۍ برخه ( ۱۸٪ ) ترکان دي . انګلیس دغه ترک توکمه قبرصیان خپل متحدین کړل . ورپسې یې ترک توکمه او یوناني توکمه قبرصیان یو بل سره په جنګ واچول . په دې توګه قومي کړکېچ رامنځ ته شو .
د دې لپاره چې په قبرص کې یو تل پاتې تشنج راوټوکېږي ، نو انګلیس اړتیا لرله چې ترکیه هم په دغې مسئلې کې راښکيل کړي . دغه کار وشو ، مخکې له دې نه چې د قبرص خپلواکي په رسمیت وپېژندل شي ، د « زوریخ – لندن توافقات » لاسلیک شول .
د ۱۹۵۹ کال د فبرورۍ د میاشتې پر یولسمه نېټه د زوریخ په کنفرانس کې د یونان او ترکیې تر منځ د قبرص د لانجې د حل لارې پر پلان باندې توافق وشو . د همدغې میاشتې پر نولسمه ، په لندن کې بل کنفرانس جوړ شو . په دغه کنفرانس کې د یونان او ترکیې د استازو تر څنګ د انګلیس او د قبرص د ترک او یوناني اتنیکي ډلو استازو هم ګډون درلود . د دغه کنفرانس په پای کې څو سندونه هم لاسلیک شول .
د زوریخ او لندن توافقاتو تر هر څه ړومبی پر قبرصي اولس باندې یو اساسي قانون وتاپه . دغه اساسي قانون قبرصیان په دوو اتنیکي ډلو ووېشل . یوناني تباره وګړي ډېرکي او ترک تباره وګړي لږکي شول . ترک تبارو ته دومره ډېر حقوق او امتیازات ورکړل شول چې په نړۍ کې بې ساري دي .
د قبرص جمهوریت اولسمشر به هرو مرو یوناني تباره وي او یواځې د همدغه توکم وګړي به یې ټاکي . د اولسمشر مرستیال به ترک تباره وي او ترک تباره وګړي به یې ټاکي . د اولسمشر مرستیال ته د پارلمان له خوا د تصویب شوو قانوني لایحو او د وزیرانو د پرېکړو د ویتو حق ورکړل شو .
د اساسي قانون سره سم د هېواد د وزیرانو په شورا کې به لس وزیران وي ، چې درې وزیران به هرو مرو ترک توکمه وي او د اولسمشر د مرستیال له خوا به مقررېږي . د پارلمان لپاره به هر توکم خپل استازي په جلا جلا توګه ټاکي . د مالي ، انتخاباتو او یا هر بل قانون کې د بدلون راوستلو لپاره د دواړو توکمونو د پارلمان د غړو اکثریت ته اړتیا ده .
د لوړو قضایي ارګانونو لکه د اساسي قانون او سترې محکمې رئیسان باید بې طرفه واوسي . په زړه پورې یې لا دا ده چې د زوریخ او لندن د پرېکړو سره سم ، د هر توکم مربوط شخص دوسیه باید د همغه توکم اړوند قاضي فیصله کړي . که چېرې د یوه یوناني تباره او یوه ترک تباره تر منځ حقوقي دعوا وي نو د قضا په وخت کې باید یو قاضي د یوه توکم او یو بل قاضي د بل توکم ، په ګډه د قضایي غونډې مشري وکړي . د انګلیس استعماري رژیم په وخت کې داسې نه وو ، قاضي به د قانون په رڼا کې پرېکړه کوله .
د زوریخ او لندن په توافقاتو کې دوه نور تړونونه هم لاسلیک شول . یو یې د « تضمین تړون » او بل یې « د اتحاد تړون » بلل کېږي . د تضمین تړون یو لوری قبرص دی ، په مقابل لوري کې انګلیس ، ترکیه او یونان د تضمین کوونکو په توګه مطرح دي . دغه تړون تضمین کوونکو ته دا حق ورکوي چې په یواځې توګه او هم په ګډه د چارو د بیا سمون لپاره پرېکړه وکړي .
د اتحاد تړون بیا د قبرص ، یونان او ترکیې تر منځ لاسلیک شو . د دغه تړون سره سم ترکیې او یونان دا حق تر لاسه کړ چې د قبرص به خاوره کې خپل نظامي ځواکونه ځای پر ځای کړي .
د پورته یادو توافقاتو او تړونونو له لاسلیک کېدو یو کال وروسته ، انګلیس قبرص ته آزادي ورکړه . انګلیس د قبرص د خاورې دوې سیمې بېلې او د تل لپاره یې په خپلې خاورې پورې وتړلې . په دغو دواړو سیمو کې د انګلیس نظامي ، استخباراي او تامیناتي اډې پرتې دي . څه فکر کوئ آیا قبرص ته یو آزاد هېواد ویلی شو ؟
اوس پوښتنه دا ده چې ولې له قبرص سره داسې وشول ؟ دغې پوښتنې ته بشپړ ځواب ورکول د دغې لنډې لیکنې په لمنه کې نه ځاییږي . ښه به دا وي چې انګلیس او ترکیه پر ځای پرېږدو ، ځکه چې د دغو دواړو هېوادونو ګټې همداسې څه بسیا کولی شوې . په خپله قبرصیانو هر څه د یونان حکومت ته وسپارل ، ځکه دغه حکومت یې د یوناني ملت د ګټو ساتونکی ګاڼه . د یونان د حکومت مشر بیا د امریکا له خوا تپل شوی او د امریکا نازولی ګوډاګی و .
د یونان دغه صدراعظم کانستانتین کارامانلیس نومېده . نوموړی څلور دورې د دغه هېواد صدراعظم ، دوې دورې اولسمشر و . کارامانلیس د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د یونان یواځينی ځواکمن سیاستوال اوسېدلی دی .
د قبرص جمهوریت له جوړېدو نه را په دې خوا دغه هېواد د یونان او ترکیې د نظامي ټکرونو ډګر دی . انګلیس او امریکا کله د یوه لوري ، کله د بل لوري په ګټه یوه خبره وکړي او له ټولو ښکېلو خواوو څخه د ځان لپاره نوي امتیازات اخلي . په ۱۹۶۳ کې د یونان او ترکیې تر منځ د قبرص پر سر خبره آن جګړې ته نږدې شوه . د امریکا د هغه وخت اولسمشر لیندون جانسون د یونان سفیر راوغوښته او ور ته یې داسې وویل : « ستاسې پارلمان او اساسي قانون وغیم . امریکا یو فیل دی . قبرص یوه ورږه ( ورګه ) ده . یونان یوه ورږه ده . که چېرې دغه دوې ورږې د فیل نا آرامه کولو ته دوام ورکړي ، هغوی به د فیل د خرطوم په مټ وډبول شي . ښه به وډبول وشي . . . ښاغلی سفیر ، مونږ یونانیانو ته ښه ډېر ډالر ورکوو . که چېرې ستاسو صدراعظم ، ما ته د دموکراسۍ ، پارلمان او اساسي قانون په اړه لکچر راکړي ، هغه ، د هغه پارلمان او د هغه اساسي قانون به ډېر وخت دوام و نه کړي » . ( ۱ )
له هغه وخت راهیسې چې دامریکا اولسمشر یونان ته دغه د « ډېرو امریکایي دالرو د ورکولو » خبرې کړي دي ، څه باندې نیمه پېړۍ تېره شوې ده ، او له هغه وخته اویا کاله تېرېږي ، چې امریکا د انګلیس په غوښتنه له کمونیزم څخه د یونان د ژغورلو لپاره راودانګل . په بله وینا امریکا اویا کاله په دوامدار توګه یونان ته « ښه ډېر دالر » ورکوي ، د امریکا د پېرزوینې له برکته دموکراسي یې هم هغې کچې ته رسېدلې ده چې د کوریا له جګړې نه شروع د افغانستان تر روان اشغاله پورې یوناني سرتېري د امریکایي سرتېرو تر څنګ درېدلي دي خو سره له هغه هم د دغه هېواد له ګریوانه د ګدایۍ کچکول لېرې نه شو .
که دا هم په حساب کې راولو چې یونان د ناتو ، همدا شان د اروپایي اتحادې غړی هېواد دی او ګڼ شمېر سمندریز بندرونه هم لري ، چې دا هر څه په خپله د دغه هېواد لپاره د اضافي پیسو سر چینې دي ، نو یونان باید لږ تر لږه د اروپا په کچه د کرهنې او صنعت په نوم خپل یو څه ولري ، چې نه یې لري . هر هغه چا چې په دې وروستیو کلونو کې د یونان د پور په اړه د اروپایي اتحادې د مرکزي بانک او د نړیوال بانک څرګندونې اورېدلې وي ، هرو مرو یې دا هم اورېدلي دي چې یونان باید د خپلې خاورې ځینې ټاپوګان د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي . د یونان د اوسني وضعیت اصلي لامل دا دی چې انګلیسي او امریکایي اشغالونه لاسبري شول ، یونانی اولس له هر پلوه په داسې یوه انجړ بنجړ جال کې مروړل شوی دی چې سا اخیستلو ته یې نه پرېږدي . کله چې یو هېواد داسې سیاسي مشرتوب ولري چې هغه څه کوي چې پردي یې غواړي ، له دغسې حالت نه همغه پردی اشغال لږ خطرناکه او ښه دی . د اشغال پر ضد مبارزه ساده ده ، خو کله چې داسې سیستم جوړ شي چې هر څوک د ځواک ګدۍ ته وخېږي هماغه څه وکړي چې پردي یې غواړي نو ستونزې ډېرېږي . لامل یې دا دی چې سیستم ټولنه مصنوعي خوب ته بیایي .
که له مرییتوب څخه مو بد راځي ، نو د استعمار پېږندلو لپاره زیار وباسئ !
اخیست ځای :
( ۱ ) : – www.ahistoryofgreece . com/ junta. Ht