• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

استوګنیزه ودانۍ څه شی ده ؟ What is a residential building?

Home انجنیرياستوګنیزه ودانۍ څه شی ده ؟ What is a residential building?

استوګنیزه ودانۍ څه شی ده ؟ What is a residential building?

ژباړه: محمد فريد عاطف

استوګنیزه ودانۍ څه شی ده ؟ What is a residential building?

استوګنیزه ودانۍ داسې تعریف کیږي چې هغه ودانۍ  چې له یو پوړ زیات پوړونو مساحت د استوګنې موخې لپاره کاریږي .یا بل عبارت ،استوګن ودانۍ هغه ودانۍ ده چې په کې د خوب اسانتیا برابریږي کیدای شي  پخلنځي او خوړولو ځای ولري او یا یې ونه لري.

د استوګنیزه ودانۍ ډولونه .  Types of residential building

استوګنیزه ودانۍ په لاندې ډولونو ویشل کیږي .

  • انفرادي کورونه یا شخصي اوسیدو ځای .
  • داوسیدو کورونه .
  • لیلیې .
  • اپارتمانونه ،
  • هوټلونه .
  • انفرادي کورونه یا شخصي اوسیدو ځای .Individual houses or private dwellings

انفرادي کورونه یا شخصي استوګن ځایونه معمولا د یوې کورنۍ شخصي ملکیت وي .که چیرې له یوې کورنې زیاتې کورنۍ په یوه ودانۍ کې اوسیږي نو بیا دیته څوګونې کورنیو شخصي ځای بلل کیږي .

  • داوسیدو کورونه . Lodging or rooming houses

د اوسیدو کورونه یا څوګونې ګورنه د دودانیو  ګروپ دی چې د یو واحد مدیریت لاندې کارکوي .په دې حالت کې ،د استوګنې شرایط د بیلابیلو کسانو لپاره په جلاجلا شکل برابریږي .

3)      لیلې . Dormitories

لیلې د استوګنې یو بل ډول ودانۍ دي ،په کوم کې چې  د انفرادي اشخاصو لپاره  د خوب ځای برابریږي.دا کیدای شي د یوښونځي لپاره وي د پوهنتون لپاره وي او هم کیدای شي د نظامي بارکونو لباره وی.

4)      اپارتمانونه. Apartments

اپارتمانونه یا پلاټونه غټې ودانۍ وي چې بیا د وړو کورنیو لپاره انفرادي استوګن ځایونه لري.په یو اپارتمان کې لږترلږه درې یا زیاتې کورنۍ یو له بلابله جلاجلا اوسیږي .

5)      هوټلونه . Hotels

هوټلونه د اوسیدو کورونو په څیر وي او یو کس یی اداره کوي خو په دې کې لنډمهاله استوګنه ورکول کیږي .

د استوګنیزه ودانیو لپآره  د ځای غوره کول . Site Selection for Residential Buildings

د هرې ودانۍ لپاره د ځای غوره کول ډیر مهم دی او تجربو لرلو ته ضرورت لري او باید په ډير احتیاط سره د یوتجربه کار کس لخوا ترسره شي.د بیلابیلو موخو کارولو لپاره د ودانیو غوښتنې هم مختلفې وي .په لاندې ډول یو شمیر مهم فکتورونه یاد شوي چې د استوګن ځای غوره کولو پرمهال باید په پام کې ونیول شي.

  • ساحه باید مکمل انکشاف یافته وي او یا داسې ساحه وي چې د انکشاف ظرفیت په کې ولیدل شي.
  • باید په هغه سیمه کې د ترانسپورت ښې اسانتیاوې شتون ولري .
  • مدني خدمات لکه اوبو ته لاس رسی ،فاضله اوبو ایستلو سیستم ،بریښنا ،ټلفون روغتون او داسې نور خدمات باید  ورته نژدې وي .
  • د ساحې خاوره باید ډکون نه وي . داسې خاوره غیر منظم نشست کوي او د ودانۍ د چپه کیدو لامل ګرځي .
  • غوره شوې ساحه باید پوره پراخه وي .
  • په ساحه کې د ځمکې لاندې اوبو ټیبل ډیر لوړ نه وي .
  • ښوونځي ،روغتون ،مارکیټ او داسې نورو اسانتیاو ته نژدیوالی باید په پام کې ونیول شي.
  • تر کافي اندازې ژوروالي پورې باید ښه تهداب خاوره شتون ولري.داسې ټکو ته پام هم د ودانۍ لګښت سپموي او هم وخت .
  • ساحه باید ښه نما ولري .
  • د استوګن کور ساحه باید له بوختو سوداګریزو سرکونو په یو واټن کې واقع وي .
  • استوګن کور باید د ورکشاپونو ،فابریکو او داسې نورو سوداګریزو او صعنتي ودانیو سره نژدې نه وي .
  • د ساحې جهت ورکول هم د ساحې په غوراوي اغیز لري.ساحه باید داسې وي چې سهار وختې لمر واخلي او ترټولو زیاته رڼا ودانۍ ترلاسه کړای شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د معماري جوړونې لپاره د مسالې مخلوط تناسب ورکول

Dec 31, 2017

 ژباړه: انجنیر فرید عاطف Mortar Mix Ratio Proportioning for Masonry[...]

پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت

Sep 20, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت[...]

میخي تهدابونه – اړتیا او دندې . PILE FOUNDATION – NEED AND FUNCTIONS

Nov 5, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف میخي تهدابونه هغه وخت کاریږي کله[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022