ژباړه: محمد فرید عاطف
استوګنیزه ودانۍ –ډولونه او د استوګنیزه ودانۍ لپاره د ځای غوره کول Residential Buildings – Types and Site Selection for Residential Building
استوګنیزه ودانۍ څه شی ده ؟ What is a residential building?
استوګنیزه ودانۍ داسې تعریف کیږي چې هغه ودانۍ چې له یو پوړ زیات پوړونو مساحت د استوګنې موخې لپاره کاریږي .یا بل عبارت ،استوګن ودانۍ هغه ودانۍ ده چې په کې د خوب اسانتیا برابریږي کیدای شي پخلنځي او خوړولو ځای ولري او یا یې ونه لري.
د استوګنیزه ودانۍ ډولونه . Types of residential building
استوګنیزه ودانۍ په لاندې ډولونو ویشل کیږي .
- انفرادي کورونه یا شخصي اوسیدو ځای .
- داوسیدو کورونه .
- لیلیې .
- اپارتمانونه ،
- هوټلونه .
- انفرادي کورونه یا شخصي اوسیدو ځای .Individual houses or private dwellings
انفرادي کورونه یا شخصي استوګن ځایونه معمولا د یوې کورنۍ شخصي ملکیت وي .که چیرې له یوې کورنې زیاتې کورنۍ په یوه ودانۍ کې اوسیږي نو بیا دیته څوګونې کورنیو شخصي ځای بلل کیږي .
- داوسیدو کورونه . Lodging or rooming houses
د اوسیدو کورونه یا څوګونې ګورنه د دودانیو ګروپ دی چې د یو واحد مدیریت لاندې کارکوي .په دې حالت کې ،د استوګنې شرایط د بیلابیلو کسانو لپاره په جلاجلا شکل برابریږي .
3) لیلې . Dormitories
لیلې د استوګنې یو بل ډول ودانۍ دي ،په کوم کې چې د انفرادي اشخاصو لپاره د خوب ځای برابریږي.دا کیدای شي د یوښونځي لپاره وي د پوهنتون لپاره وي او هم کیدای شي د نظامي بارکونو لباره وی.
4) اپارتمانونه. Apartments
اپارتمانونه یا پلاټونه غټې ودانۍ وي چې بیا د وړو کورنیو لپاره انفرادي استوګن ځایونه لري.په یو اپارتمان کې لږترلږه درې یا زیاتې کورنۍ یو له بلابله جلاجلا اوسیږي .
5) هوټلونه . Hotels
هوټلونه د اوسیدو کورونو په څیر وي او یو کس یی اداره کوي خو په دې کې لنډمهاله استوګنه ورکول کیږي .
د استوګنیزه ودانیو لپآره د ځای غوره کول . Site Selection for Residential Buildings
د هرې ودانۍ لپاره د ځای غوره کول ډیر مهم دی او تجربو لرلو ته ضرورت لري او باید په ډير احتیاط سره د یوتجربه کار کس لخوا ترسره شي.د بیلابیلو موخو کارولو لپاره د ودانیو غوښتنې هم مختلفې وي .په لاندې ډول یو شمیر مهم فکتورونه یاد شوي چې د استوګن ځای غوره کولو پرمهال باید په پام کې ونیول شي.
- ساحه باید مکمل انکشاف یافته وي او یا داسې ساحه وي چې د انکشاف ظرفیت په کې ولیدل شي.
- باید په هغه سیمه کې د ترانسپورت ښې اسانتیاوې شتون ولري .
- مدني خدمات لکه اوبو ته لاس رسی ،فاضله اوبو ایستلو سیستم ،بریښنا ،ټلفون روغتون او داسې نور خدمات باید ورته نژدې وي .
- د ساحې خاوره باید ډکون نه وي . داسې خاوره غیر منظم نشست کوي او د ودانۍ د چپه کیدو لامل ګرځي .
- غوره شوې ساحه باید پوره پراخه وي .
- په ساحه کې د ځمکې لاندې اوبو ټیبل ډیر لوړ نه وي .
- ښوونځي ،روغتون ،مارکیټ او داسې نورو اسانتیاو ته نژدیوالی باید په پام کې ونیول شي.
- تر کافي اندازې ژوروالي پورې باید ښه تهداب خاوره شتون ولري.داسې ټکو ته پام هم د ودانۍ لګښت سپموي او هم وخت .
- ساحه باید ښه نما ولري .
- د استوګن کور ساحه باید له بوختو سوداګریزو سرکونو په یو واټن کې واقع وي .
- استوګن کور باید د ورکشاپونو ،فابریکو او داسې نورو سوداګریزو او صعنتي ودانیو سره نژدې نه وي .
- د ساحې جهت ورکول هم د ساحې په غوراوي اغیز لري.ساحه باید داسې وي چې سهار وختې لمر واخلي او ترټولو زیاته رڼا ودانۍ ترلاسه کړای شي.