پیژندنه
د پښتو ژبې پیاوړی شاعر خدای بخښلی اسحاق ننګیال په ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی.. د پلار نوم یې محمد یوسف دی .
شخصي ژوند
د خدای (ج) بخښلي اسحاق ننګیال د واده ثمره پنځه لوڼې او څلور زامن دي،چې مشره یې لو راو دویم اولاد یې زوی دی، ځوان لیکوال ارش ننګیال د خدای بحښلي اسحاق ننګیال د ویم اولاد دی، د اسحاق ننګیال زامنو دپلار په پل پل اېښی دی اوڅه ناڅه یې له ادب سره خپلې اړیکې کلکې ساتلې دي
زده کړې
لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کــــړې.لـه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او لــه فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې تدریسی غړی شو.
کاري مخینه
ژورنا لیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه یی ورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلتـــه یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کـړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت په غاړې و. ننګیال د یوی لنډی مودی لــــپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کــــلتــور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول و. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلتــــه یـی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی
خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و.
پنځونې او لاسته راوړنې
اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دې او دخپلې ادبي ژ،ند په بهیر کې یې لاندې اثار پښتو ژبې ته ورکړي دي.
۱ ډالۍ شعري ټولګه
۲ څاڅکي څاڅکي
۳ هغه شیبې هغه کلونه
۴ سیوری ناول
۵ سپېره ډاګونه او غوړېدلي پسرلي
۶ سیندونه هم مري د( سیندونه هم مري ، نه جام نه څادر، دا جل دا برسات ) دشعري کتابونو ټولګه.
۷ سیند په منګي کې دلنډو مقالو ټولګه
خدای بخښلي ننګیال په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایـزی ګټلی دی.
اسحاق ننګیال د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور دمیاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لغمان د الینګار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو