اسرائيليات د هغه غلطو او افسانوي رواياتو مجموعه ده چې د ځينو ښويېدلو، کم علمو او يا غرضي عالمانو له لوري له اسلامي رواياتو سره ګډ شوي دي او هېڅ منطقي، علمي او عقيدوي بنسټ نلري. د همدې رواياتو پر بنسټ زموږ ديني عالمانو هم ځينې افسانې د عامو وګړو او خپلو زده کوونکو تر غوږونو رسولې دي او په دې توګه ېې رښتينو اسلامي رواياتو او ګروهنو ته ډېر زيان رسولی دی. دې رواياتو ته ځکه د اسرائیلياتو نوم ورکول کيږي چې ډېر ېې د اسرائيلي افسانوي او تاريخي کتابونو له ځينو برخو را اخستل شوي دي او بيا ورته د اسلامي رواياتو نوم ورکول شوی دی.
د اسرائيلياتو ځينې بېلګې په لاندې ډول دي:
آدم د ځمکې پر سر له اووه ډوله خاورې د بت په شکل وتراشل شو او بيا الله (ج) پکې روح پو کړ!
ابليس عليه لعنة د پرښتو استاد وو!
حوا د آدم عليه سلام له چپې پوښتۍ پیدا شوې ده!
آدم عليه سلام وعده شوي جنت ته بېول شوی وو!
آدم او حوا په جنت کې غنم وخوړل، ځکه له جنت څخه وايستل شول!
په داسې حال کې چې پورتني روايات افسانوي او له غلطو سرچينو را اخيستل شوي دي. دا له قرآن نه د بې علمه عالمانو غلط تفسيرونه دي او د موعظو او افسانو په ډول ېې د عامو وګړو په فکرونو کې وراچولي دي، نوو ځوانانو ته ښايي چې په خپله د قرآن او اسلامي احکامو څېړنه او پلټنه وکړي او ځان په اسلامي لار برابر کړي. اوس راځو د د قرآن او حديث له نظره پورته بېلګې تر څېړنې لاندې نيسو:
د آدم عليه سلام د پيدايښت او د پیدايښت د څرنګوالي په اړه په قرآنکريم کې روښانه او واضح آيتونه شتون لري، په دې آيتونو کې د آدم او حوا د پيدايښت څرنګوالی په ګوته شوی دی. الله (ج) د بقرې سورت په ( ) آيت کې فرمايي:
يَا أَيها النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْ هَا زَوْجَهَ ا وَبَثَّ مِنْ هُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تتسَاءَلُونَ بِهِ وَالاَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً. النساء (۱)
ژباړه: ای خلکو! له خپل هغه ربه څخه ووېرېږئ چې له يوه نفس ئې راپيدا کړئ او له هغه ئې د ده جوړه راپيدا کړه او له دواړو ېې ډېر نارينه او ښځې خواره کړل، هم د هغه الله لپاره تقوی ولرئ چې په خپلو کې غوښتنې پرې کوئ او هم د خپلوۍ په اړه بې شکه الله ستاسې څارونکی دی.
دا آيت ډېر روښانه او واضح دی دلته ویل شوي چې انسان ېې له يوه نفس پيدا کړ او له هماغه نفس ېې د ده جوړه راپيدا کړه. دلته له يوه نفس څخه د يوې پوره جوړې يادونه د پيدا کېدلو يادونه شوې ده. له هماغه نفس نه کوم چې لومړی انسان پيدا شو، له هماغه ې جوړه هم پيدا شوه او بيا ېې شمېر ډېر شو. دا چې ځينې کسان له يوه نفس نه يوازې يو انسان او بيا له دې نوي پيدا شوي نه ېې جوړه تعبيروي، په غلطه روان دي. الله پاک په خپل بې ساري ځواک له خاورو څخه د انسان تخم جوړ کړ او بيا ېې هغې ته د لوېېدو او ژوندي کېدو زمينه مساعده کړه. دا پيدا کېدل به ټول د اوسنيو انسانانو پيدايښت ته ورته دي، توپير يوازې دا دی چې آدم مور او پلار نه درلودل او موږ ېې لرو.
همدا شان الله (ج) فرمايي:
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجاً وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلا تَضَعُ إِلاَّ بِعِلْمِهِ وَمَا يعُمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلا ينُقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلاَّ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ. فاطر (۱۱)
ژباړه: او الله تاسې ېې له خاورو راپيدا کړئ، بيا له نطفې، بيا ېې جوړه جوړه کړئ، نه کومه ښځينه څه حمل کوی او نه ېې زېږوي، مګر د ده په علم سره او نه د کوم عمر خاوند عمر ورزياتيږي او نه ېې عمر کميږي مګر دا چې په کتاب کې (ثبت) دي او دا کار الله ته آسان دی.
د لته په روښانه الفاظو د انسان د پيدا کېدلو ډول په ګوته شوی دی.
نه پوهېږم ځينو عالمانو د کوم تعبير له مخې دا آياتونه د آدم د بت په تراشلو تفسير کړي دي. هغوی په کوم جرئت الله ته د بت جوړوونکي نسبت کوي او د الله د روښانه څرګندونو په شتون کې افسانوي روياتو ته لومړيتوب ورکوي؟ آيا آدم د ټولو انسانانو پلار نه دی؟ آيا آدم انسان نه وو؟ آيا پلار بايد له
خپلو بچيانو سره هومره ډېر توپيرونه ولري؟ اسلامي باورونه خو دا دي چې آدم او حوا هم د اوسنيو انسانانو زېږونه ته ورته نړۍ ته سترګې پرانستې دي؛ البته د الله (ج) په ځواک ورته هغه شرایط او شونتياوې برابرې شوې دي، کومې چې د انسان د زېږون، لوېېدلو او ژوند لپاره اړينې دي. د يادونې وړ ده چې په دې غلطو تعبيرونو کې د ابن عربي او د هغه د پلويانو او پيروانو څرګندونو هم ښکاره اغېز لرلی دی، کوم چې انسان د خدای جز ګڼي. د هغوی د تعبير له مخې انسان د سترګې د کسي په مانا دی، او ځکه انسان ونومول شو چې انسان د خدای لپاره د سترګې د کسي حیثيت لري. (نعوذبالله)
راځو د بي بي حوا د پيدايښت په اړه انګېرنو ته:
د الله (ج) په دې سترو کائناتو او بې شمېره مخلوقاتو کې فکر وکړئ، د غير منطقي تخليق کومه وړه نښه به هم پکې ونه مومئ، نو بيا څنګه دا ښاغلي د حوا په اړه دا ډول افسانوي تعبيرونه لري. هغه حديث چې پکې د پښتۍ او له ښځو سره د تشابه يادونه پکې شوې ده، په دې ډول دی:
آن المرأة خلقت من ضلع و اٍن أعوج شيئ في الضلع أعلاه فاٍن ذهبت تقیمه کسرته و اٍن استمعت بها اتسمعت بها و فيها عوج.
ژباړه: ښځه له پوښتۍ پيدا شوې ده، د پوښتۍ تر ټولو کوږ ځای د هغې لوړه ده، که دې هڅه وکړه چې هغه سمه کړې نو ماته به شي او که غواړې ګټه ترې واخلې نو په داسې حال کې به ګټه ترې اخلې چې کوږوالی پکې وي.
له پورتني حديث شريف څخه ښکاري چې دلته د حوا د پیدايښت هېڅ ډول يادونه نه ده شوې، ولې د غلطو تعبيرونو په لړ کې دا خبر مشهوره شوې ده چې ګواکي حوا د آدم عليه سلام له پښتۍ پيدا شوې ده.
له جنت څخه د آدم عليه سلام او بي بي حوا د ايستلو په اړه الله (ج) فرمايي:
وَقلنا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلا مِنْ هَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا وَلا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتكُونَا مِنْ الظَّالِمِين * فَأَزَلَّهُمَ الشَّيْطَانُ عَنْها فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلكُمْ فِي الَارْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ . (۳۵-۳۶) بقرة
ژباړه: ومو ویل: ای آدمه! ته او مېرمن دې په جنت کې مېشت شئ او له کومه ځايه چې غواړئ، ډېر وخورئ خو دې ونې ته مه نږدې کېږئ؛ کنه نو له تيري کوونکو څخه به شئ، خو شيطان له هغه نه وښويول او له هغه څه ېې وايستل چې پکې وو او ومو ويل: له دې نه کوز شئ، ځينې د ځينو نورو لپاره دښمن او تاسو ته په ځکې کې د اوسېدو ځای دی او تر څه وخته څه متاع هم.
دلته د جنت يادونه شوې ده. جنت د باغ په مانا دی. او ورپسې د ونې يادونه شوې ده. هيڅ ځای هم د غنم او يا مڼې يادونه نه ده شوې. دا هم روښانه ده چې هغه موعود جنت چې له مرګ او بيا ژوندي کېدو وروسته به مؤمنين ورځي، له هغه ځايه شيطان رټل شوی دی او هيڅ کله هم نږدې نشي ورتلای. همدا شان لکه څنګه چې اوس انسانان شيطان په سترګو نشي ليدلای، نو آدم عليه هم نشوای ليدلای، د شيطان دوکه کول د اوسني انسان او شيطان د دوکه کولو په شان وو. ځينې کسان دا هم وايي چې لومړی بي بي حوا دوکه شوې وه، چې دا هم د اسرائيلي رواياتو څخه اخيستنه ده. دلته په رڼا ورځ د مېرمنو د ټيټ ښودلو هڅه شوې ده. په داسې حال کې چې په پورتني آيت کې روښانه ويل شوي چې له شيطان دواړه وښويول او له جنت څخه اې وايستل.
دوام لري…
محمود سعيد