لیکنه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
د اسلام له پيله او آن تر دې دمه د تاريخ په اوږدو کې د اسلام دښمنانو ، او په ځانګړې توګه يهودو او نصاراوو ، تل هڅه کړې چې داسلام پر ضد عمليات ترسره او د اسلام د له منځه وړلو لپاره بېلا بېلې دسيسې جوړې کړي . او په دې برخه کې يې ګڼ فعاليتونه هم کړي دي. هغوی په دې لاره کې له بېلا بېلو لارو څخه کار اخيستی دی ، کله چې دوی د پوځي لارې له ناکامۍ سره مخامخ شول نو فکري جنګ ته يې مخه کړه . په فکري جنګ کې د اسلام دښمنانو له مختلفو لارو کار واخيست ، او بېلا بېل نظريات او افکار يې رامنځته کړل . او ددې فعاليتونو د پرمخ بيولو لپاره يې مؤسسې او ټولنې جوړې کړي چې شپه او ورځ په کار بوختې دي او په اسلامي ټولنو کې د خپلو نظرياتو د خپراوي لپاره کارکوي . په اسلامي ټولنو کې هم ډېر داسې کسان چې د خپل دين اسلام په اړه يې کافي مالومات نه درلودل ، ددوی نظرياتو ته يې هرکلی ووايه او ملاتړ يې ورڅخه وکړ. په دې کار سره د اسلام دښمنانو ته په اسلامي ټولنو کې پرمختګ آسانه او په سختو لارو کې يې ځانونو ته ملګري او ملاتړي پيدا کړل . دوی خو يا پوهېدل او يا يې د مادي ګټو په خاطر ځانونو په ناپوهو کې حساب کړل، او د دې نظرياتو پلوي يې وکړه او ددښمن له کاروان سره يوځای شول .
هغه څوک چې ددې نظرياتو په فساد، او ددې د پلويانو په خطر باندې پوه شي،دا مسؤوليت لري چې ددې نظرياتو حقيقت راڅرګند او د پلويانو خطر او شومو اهدافو ته يې اسلامي ټولنه متوجې کړي .
د ښځو د آزادۍ موضوع په اروپا کې هغه مهمه موضوع وه چې لويديځوالو ورته د تېرې پېړۍ په پيل کې کار پيل کړ، دا موضوع د وخت په تېرېدو سره ډېره پراخه شوه ، دا نظريه لومړی په دې پيل شوه چې ګويا ښځه په مزد کې له سړي سره بايد مساوي وي، خو بيا وروسته دوی يوازې په دې بسنه ونه کړه، او دعوی يې لا لويه شوه. او په ټوليزه توګه يې ښځې په هر څه کې له نارينه وو سره مساوي وګڼلې.
دا نظريه د پيل په لومړي وخت کې اسلامي نړۍ ته را ننوته ، او په مصر کې ورته ځينو خلکو تود هرکلی وکړ . د مصر په هېواد کې ددې نظريې د خپراوي سره سم، و د قاهرې په اسماعيلية ميدان کې ښځو يوه لويه مظاهره وکړه ، او حجاب ته يې اور واچوه . د غربي نړۍ دا لړۍ نورو اسلامي هېوادونو ته هم وغزېده او په ډېره ښکاره توګه يې د جنډر، ټولنيز ډول او نورو افکارو ته دعوت پيل او لويې غونډې او کانفرانسونه يې داير کړل .
د ( جنډر ) نظريه هم ددې لړۍ يوه کړۍ ده چې د ښځو د حقونو په پرده کې ورته کار کوي . دوی هڅه کوي چې د خپلو نظرياتو لپاره دعوت په بله جامه کې پرمخ بوځي . دوی دا نظريات په ډېرو اسلامي ټولنو کې خپاره کړل، او په پراخه پيمانه يې ورته پلويان پيدا کړل. ددې نظريې د خپراوي لپاره يې په نړيواله کچه کانفرانسونه داير کړل او همدا راز رسنيو هم په لويه کچه ددې نظرياتو په خپراوي کې خپل رول ولوباوه .
دا چې جنډر څه مانا لري ؟ دا نظريه له کومه راپيل شوه ، موخې يې څه دي ؟ او اسلام ددې نظريې په اړه څه وايې ؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې ليکنه کې به ځواب شي :
د جنډر مفهوم :
جنډر د لغت او مفهوم له پلوه د نارينه يا ښځينه په حيث د يو کس جنسي هويت دی.
جنډر يوه غربي فلسفه ده چې د ټولنيز ډول په مانا هم راځي او په ټوله نړۍ کې ورته د ښځو ټولنې او مؤسسې لمن وهي.
د روغتيا نړيوال سازمان جنډر داسې تعريفوي : د جنډر اصطلاح د نارينه او ښځينه هغه ځانګړتياوې بيانوي چې ټولنې ورته ورکړي وي.دا ځانګړتياوې د بدن د غړو د اختلاف پورې هيڅ تړاو نه لري. دا په دې مانا که په عضوي لحاظ يو انسان ښځه وي يا نارينه وي،خو د ټولنې د کلتور محدوديتونو ښځې ته جلا ځانګړنې ورکړي او نارينه ته جلا. دوی وايې چې ښځه ځکه ښځه ده چې ټولنې ښځه کړې، او نارينه ځکه نارينه ده چې د ټولنې کلتور نارينه کړی.
نو له دې تعريف څخه راڅرګنديږي ، چې کېدای شي سړی ښځه شي او ښځه سړی . چې په وينا يې بيا ښځه کولی شي چې له ښځې سره واده وکړي ( له خپل همجنس سره ) که کله ښځې يا نارينه دا کار وکړي، نو په واقعي مانا به نارينتوب او ښځينتوب له منځه تللی وی او دواړه به سره يو برابر وي.
د جنډر فلسفه وايې چې ټولې هغه دندې چې ښځه او نارينه يې ترسره کوي،ددوی ترمنځ ټول توپيرونه ، او آن ددوی افکار، او د نارينه او ښځينه په حيث د خپلو ځانونو په اړه ددوی نظريات ، چې ګويا نارينه خپل ځانته د نارينه په سترګه ګوري او ښځې ته د ښځې په سترګه ، او ښځينه خپل ځان ته د ښځې په سترګه ګوري او نارينه ته د نارينه په سترګه، دا ټول د ټولنو او دهغوی د کلتور د محدوديتونو زېږنده ده. دا په دې مانا چې ددې ټولو دندو تقسيم يانې ښځې د ځانګړيو کارونو پورې محدودول او نارينه د ځانګړيو دندو پورې محدودول د ټولنو د کلتور پر اساس ترسره کيږي، او دا محدوديتونه هر وخت د بدلېدو وړ دي. يانې نارينه دا توان لري چې دښځو ټول کارونه ترسره کړي ، او ښځې کولی شي چې د نارينه وو ټول کارونه ترسره کړي. او دا شونې ده چې د خپل ځان او ښځې په اړه د نارينه فکر ، او د خپل ځان او نارينه په اړه د ښځې فکر بدل کړو . دا په دې اساس چې داټول تقسيمات او د دندو سپارنه او محدودول يوه ټولنه په ماشوم کې د ماشومتوب پر مهال پيدا کوي، او کېدای شي د ځانګړو سياستونو د پلي کولو په نتيجه کې دا بدل کړو .
له پورتني تعريف څخه دا مالوميږي چې د جنډر فلسفه پر دې سترګې پټوي چې ګويا بيولوژيکي فطري توپيرونه د ښځو او نارينه پر دندو اغېزې کوي. دوی پر دې سترګې پټې کړي چې نارينه ځانګړی بيولوژيکي او هرموني ځانګړتياوې لري ، او ښځې ځانګړی بيولوژيکي او هرموني ځانګړتياوې لري. او ښځينه هرمون چې کومې ځانګړتياوې لري د نارينه له هرمون سره توپير لري .
ددې فلسفې پلويان پر بيولوژيکي ځانګړتياوو سترګې پټوي. نو کله چې دوی د ښځينه او نارينه هرمون ترمنځ توپير ردوي، نو په همدې اساس د هرې دندې په ترسره کولو کې د ښځې او نارينه توان هم يو برابر بولي.
دوی دا نه مني چې بيولوژيکي توپيرونه د ښځې او نارينه په سلوکو کې جلا جلا اغېزې لري . ددې فلسفې پلويان په دې اند دي چې نارينتوب او ښځينتوب هغه څه دی چې ښځه او نارينه په خپله احساس کوي . او په دې سره نارينه دا حق لري چې دښځو کارونه او خويونه ترسره کړي، چې په دې کې داهم راځي چې نارينه کولی شي له نارينه سره واده وکړي ، او ښځې دا حق لري چې د نارينه وو خويونه او سلوک په ځان کې پيدا او ترسره يې کړي ، او په نتيجه کې ښځې ته دا جواز ورکوي چې له هر چا يې چې خوښه وي اولاد پيدا کړي، او له هر ډول قيد او محدوديته يې وباسي. نو دلته مالوميږي چې د جنډر فلسفه هڅه کوي چې کورنۍ نظام له منځه يوسي. او د ښځو په ډېرو نړيوالو کانفرانسونو کې دا يادونه شوې چې بايد په مختلفو شکلونو کورنۍ تشکيل شي ،نو ددوی په اند دا هم شونې ده چې له دوه نارينه وو يا له دوه ښځو يوه کورنۍ تشکيل وي، او کېدای شي يوه کورنۍ له يوې ښځې او اولاد چې له زنا پيدا شوي وي تشکيل شي . دوی دا آواز پورته کړ چې بايد جنسي انحراف ته بايد يوه طبيعي بڼه ورکړل شي .
خو خلاصه خبره دا ده چې د جنډر فلسفه د نارينه او ښځينه ترمنځ يو بل ته د پوره ورته والي ادعا کوي ،دا فلسفه ددوی ترمنځ هر ډول توپير ردوي ، د جنډر د نظريې خاوندان په دې اند دي چې :
دا چې ښځې د کور کارونه ترسره کوي او ورته پاملرنه کوي ، د ښځو پر وړاندې يو ډول سپکاوی او ظلم دی .
دا ظلم دی چې د اولاد روزنه او څارنه د ښځو اساسي دنده ګڼل کيږي .
ښځې کولی شي چې د نارينه وو ټول کارونه ترسره کړي ، او همدا راز سړی دا توان لري چې د ښځو ټول کارونه ترسره کړي .
کورنۍ يو تقليدي او دستوري چوکاټ دی ، او بايد دا چوکاټ ونړول شي.
انسان حق لري چې خپل هويت ته بدلون ورکړي ، او خپل اړونده دندې بدلې کړې .
کالي ( لباس )د يوې ناکامې او غلطې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
د جنډر د نظريې تاريخچه :
د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې دپای راهيسې ددې نظريې د مفاهيمو په اړه اختلافات راپورته شول ، ددې نظريې د خپراوي لپاره لومړی تبليغ د اروپا او امريکا څخه راپيل شو ، همدا راز په پرمخ تلليو هېوادونو کې ددې نظريې د پلويانو اهداف هم روښانه وو . ددې نظريې لپاره ځينې نړيوال کانفرانسونه هم داير شول ، دبېلګې په توګه يې له څو يادونه کوو :
د قاهرې کانفرانس ، کال ۱۹۹۴ ميلادي .
د بيجينګ کانفرانس ، کال ۱۹۹۵ ميلادي .
د بيجينګ کانفرانس ، کال ۲۰۰۰ ميلادي .
د ښځې په اړه يو کانفرانس په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د ښځو چارو يو مرکزد يمن په صنعاء پوهنتون کې داير کړ .
د عمان کانفرانس ، کال ۲۰۰۱ ميلادي .
ددې کانفرانسونو او فعاليتونو موخې هم روښانه وې ، دوی غوښتل چې له دې لارې د نارينه او ښځينه وو ترمنځ ټولو توپيرونه له منځه يوسي، او ختيځ اسلامي هېوادونه يې تورن کړل چې دوی د جنسي کلتور او ثقافت له پلوه ډېر وروسته پاتې هېوادونه دي، او اسلام يې پر دې تورنولو چې ګويا اسلام پر ښځو ظلم کړی او له حقونو يې بې برخې کړي ، پر وينا يې اسلام ښځې د بنديانو په څېر ساتي او د آزادۍ حق يې ترې اخيستی . خو ځينو غيرتي مسلمانانو ددا ډول نظرياتو په خلاف غږ پورته کړ او پر ضد يې مبارزې پيل کړې ، او ددې غربي فلسفې فساد او بدې پايلې څرګندې کړې . او همداراز په ځينو اسلامي هېوادونو کې يې د ښځو چارو ځينې مرکزونه هم وسېځل چې غوښتل يې ددې غربي او فاسدې فلسفې او دې ته ورته د نورو ناوړه اخلاقو د خپراوي لپاره يې په اسلامي نړۍ کې هلې ځلې کولې .
د جنډر فلسفه يوه غربي او فاسده فلسفه ده !
خو د پوښتنې ځای دا دی ! د بېلګې په توګه که ښځه له سړي سره مقايسه شي نو د ټټارۍ ( آهنګري ) د موټرو مستري توب ، د سکارو په کانونو کې کار کول ، بار وړونکي موټرونه چلول او دې ته ورته د نورو کارونو په ترسره کولو کې به نسبت سړي ته د ښځو توان او قدرت څومره وي ؟ يا له بل پلوه ، د شيدو خوړونکو ماشومانو روزنه او پاملرنه ، په وړوکتونونو کې د ماشومانو څارنه او روزنه او دې ته ورته د نورو کارونو په ترسره کولو کې به نسبت ښځو ته د نارينه وو توان او قدرت څومره وي ؟ !!!
د جنډر فلسفه يوه غربي او ښځينه فلسفه ده او په مکمله توګه له علم او عقل او ساينس سره په ټکر کې ده ، دا بايد ياده کړو چې دا فلسفه په علمي اساساتو نه ده ولاړه ، بلکې دا يوه خيالي فلسفه ده او د نوي او معاصر علم څخه په مکمله توګه مخالفه ده ، نوموړې فلسفه د نارينه او ښځينه ترمنځ د توپيرونو د له منځه وړلو او ردولو لپاره کوم منطقي او علمي دلايل نه لري ، او داسې کوم ضمانتونه هم شتون نه لري چې ګويا ددې فلسفې پلي کېدل به مثبتې پايلې ولري ، ددې نظريې فساد او خطر په دې کې رانغښتی دی چې ددې فلسفې پلويان غواړي دا په نړيواله سطحه پلې کړي .
د پوښتنې ځای :
د حيواناتو په نړۍ کې ځينې ټکي :
په اسپانيا کې غوايان په خپلو منځونو کې په غېږه وروړل کيږي ، نو ولې غواګانې په غېږه نه وروستل کيږي؟
د آسيا په جنوب ختيځ هېوادونو کې چرګ له چرګ سره جنګول کيږي ، خو ولې چرګانې سره نه جنګوي ؟
د تي لرونکو حيواناتو په نړۍ کې چې په رمو کې ژوند کوي ، ولې ډېری وختونه نارينه مشري کوي ، نه ښځېنه ؟
د حيواناتو په نړۍ کې د ښځينه او نارينه حيواناتو رولونه ثابت دي او که بدليږي ؟
ساينسي تجربې :
د انسان پر خلاف ، کله چې موږک پيدا شي ، نو له پيدايښته وروسته يې ماغزه پوره کيږي يا تکامل کوي ، خو انسان چې کله پيدا شي نو ماغزه يې لا پخوا د حمل په دوران کې پوره کيږي. او دې حقيقت ساينس پوهانو ته دا فرصت ورکړی چې دوی په اسانۍ کولی شي چې د مغزو د پوره والي او پرمختګ په برخه کې تجربې ترسره کړي. کله چې يو نارينه موږک ته د هغه د ماغزو د ودې او تکامل ( پوره کېدو ) پر مهال د ښځينه موږک هرمونونه ورکړل شي ، نو ګورو چې هغه موږک وروسته د ښځينه موږکانو کارونه کوي، او کله چې ښځينه موږک ته د هغې د مغزو د ودې پرمهال د نارينه موږک هرمونونه ورکړل شي نو بيا دا موږک د نارينه موږک کارونه ( تصرفات) کوي .يانې هرمونونه کولی شي چې د نارينه او ښځينه موږک په کړنو کې بدلون راولي .
دا او دېته ورته نورې تجربې د انسانانو د سلوکو ځينې رازونه راښکاره کوي.ساينس پوهانو ته دا ثابته شوه چې نارينه جلا ماغزه لري او ښځينه جلا ماغزه لري . او نظر د ماغزو ډول ته د انسان فکر ، رويه او ميلان توپير کوي . او ساينس پوهان دې نتيجې ته رسېدلي، که د حمل په موده کې د انسان د مغزو د پوره کېدو پر مهال دهغو په هرمونونو کې کومه ستونزه راپيدا شي، نو ددې سبب ګرځي چې ځينې وختونه نارينه پيدا شي خو هغه ښځينه ماغزه لري، يا ښځينه پيدا شي خو د نارينه ماغزه لري . خو دا حالت ډېر کم پېښيږي .
د هرمونونو ځينې ځانګړتياوې :
سختي : نارينه هرمونونه ډېره سختي لري، خو ښځينه هرمونونه بيا داسې نه وي .
پر ځان باوري : نسبت ښځو ته په نارينه هرمونونو کې پر ځان باوري زياته وي .
جنسي تنوع : د نارينه هرمونونه ډول ډول جنسي ميلان لري. خو په مقابل کې د ښځو هرمونونه داسې نه وي .
قوت او توان : نارينه هرمون د قوت او تشدد هرمون دی ، او دا هرمون نسبت ښځو ته په نارينه وو کې لس برابره زيات دی .
اسلام د جنډر په اړه څه وايې ؟
له تېر بحث څخه دا راڅرګنديږي چې د جنډر د نظريې پلويان وايې چې :
ښځه کولی شي چې ځان له نارينه وو سره تشبيه کړي ، او سړي له ښځو سره .
په دې کې هيڅ شک نشته چې دا يوه کبيره ګناه ده، او د اسلام سپېڅلي دين دا کار حرام کړی دی ، هغه ښځه چې ځان له نارينه وو سره تشبيه کوي ، د نارينه وو جامې اغوندي، ويښتان د نارينه وو په څېر جوړوي، له نارينه سره مختلط او ګډ ژوند کوي او هغه نارينه چې ځانونه د ښځو په څېر جوړوي، په کاليو او لباس کې ورسره تشبيه کوي ،پر داسې کسانو محمد صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی :
د ابو هريرة رضي الله عنه حديث دی وايې چې محمد صلی الله عليه وسلم پر هغه سړي لعنت ويلی چې د ښځو کالي اغوندي ، او پر هغو ښځو يې لعنت ويلی چې د نارينه وو کالي اغوندي .
او د ابن عباس رضي الله عنهما حديث دی ، هغه فرمايې چې نارينه چې د ښځو سره ځانونه تشبيه کوي ، او هغه ښځې چې د نارينه وو سره ځان تشبيه کوي ، پر هغوي محمد صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی .
نو ددې ، او دېته ورته د نورو حديثونو په رڼا کې ويلی شو چې د جنډر پلويان غواړي چې داسې يوه ټولنه رامنځته کړي چې پر هغې د الله او د رسول لعنت وي . او هر څوک چې ځان ته مسلمان وايې ، هغه که نارينه وي او که ښځينه ، نه غواړي چې د الله او دهغه د رسول باندې اخته شي .
د جنډر پلويان وايې چې ښځه په مطلقه توګه د سړي سره مساوي ده .
د اسلام سپېڅلي دين د ښځو لپاره ځانګړي احکام ايښي دي ، او د نارينه وو لپاره جلا . نو کله چې د اسلام سپېڅلی دين د ښځو لپاره د حجاب ، استئذان ( اجازې ) خلوت،د نا محرمو نارينه وو سره سفر کول ، ګواهي ورکول ( شهادت ) ، اختلاط او د ميراث حق او داسې نورو برخو کې ځانګړي احکام ايښي دي، خو له بل پلوه بيا د جنډر فاسده فلسفه دا ډول احکام ټول تر پښو لاندې کوي. او په دې کې هيڅ شک نشته چې دا کار د اسلام د احکامو څخه په مکمله توګه يو خلاف کار دی او ټولنه د انحراف او فحشاء پر لورې بيايې .
د جنډر له فلسفې مالوميږي چې نارينه پر ښځو هيڅ قوامت نه لري .
د جنډر فلسفه وايې چې دښځې څه خوښه وي ، هغه دې کوي ، ښځه په خپل کار کې خپلواکه ده او هيڅوک دا واک نه لري چې منعه يې کړي . خو الله جل جلاله فرمايې ( الرجال قوامون علی النساء ) نارينه پر ښځو قوامت لري لري . تاسو پرېکړه وکړئ چې د جنډر پلويان سم وايې ، او که الله جل جلاله ؟ کله چې نارينه پر ښځو واکمني او قوامت لري ، نو کله بيا دوی دواړه سره مساوي کېدای شي ؟ !!! په دې ځای کې د جنډر فلسفه په څرګنده او مکمله توګه د اسلام د سپېڅلي دين سره په ټکر کې ده .
کله چې مونږ د جنډر د فاسدې فلسفې اهداف ياد کړل،نو ددې نظريې په اړه د اسلام حکم راڅرګنديږی، اسلام په ښکاره وايې چې دا يوه فاسده او فاحشه نظريه ده، دا نظريه غواړي اسلامي ټولنه له فحشاء او بدکارۍ ډکه او د خدای او د رسول د لعنت وړ يې وګرځوي . دا نظريه غواړي چې کورنۍ، د ښځې او خاوند ترمنځ نېکې اړيکې ويجاړې او له منځه يوسي. نو په دې اساس دا جواز نه لري چې ددې نظريې د خپراوي لپاره هڅې وشي او په اسلامي ټولنو کې رواج شي. الله جل جلاله د النور سورت ۱۹ آيت کې فرمايې :
{إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ} هغه کسان چې دا خوښه ګڼي چې د مسلمانانو په منځ کې فحشاء خپره کړي ، دوی ته په دنيا او آخرت کې دردناک عذاب وي، الله ډېر ښه پوهيږي او تاسو نه پوهېږئ .
نو د جنډر فلسفې غوښتونکيه ! ايا دا خوښه ګڼې چې ټولنه له فحشاء ډکه او دنيا او آخرت دې برباد شي !
پای