ژباړه: انـــــدیال ساپی
محمدى بعثت او د رڼا پيل
الله جل جلاله خپل وروستي استاﺯې محمد صلى الله عليه وسلم په هدايت، ريښتې دين او بشپړ پيغام ټولو مخلوقاتو ته د ويرى او ﺯيرى ورکونکى په توګه راوليږه، ترڅو خلک دکفر، ګمراهى، او ناپوهى له تورتميو څخه دتوحيد ايمان هدايت اوعلم رڼا ته راوباسى، دنفسونو اوشيطانانو له بندګی څخه دپريکړه کونکى پاچا عبادت ته، دحيوانى شهواتو څخه يې د اسلام لوړو اخلاقو ته،د عقل او نفسی غوښتنو له سرغړونى څخه يې دشريعت او اسمانى وحى منلو ته،فانى دنيا سره د رابطى څخه دتلپاتى کور او لوړو جنتونو نعمتونو ته راوبلي.
اســـلام دټول بشريت د ژونــــــد تګلاره ده
الله جلاله مونږ ته د اسلام سپيڅلى دين بیان کړ ترڅو دټول بشريت لپاره د ژوند تګلاره وي او هغى داحکامو او لارښوونو په رڼا کې خپل ژوند تير کړي، ددنيوى چارو څخه داسى کومه چاره نشته مګر داچې اسلام يې په اړه پريکړه او پوره وضاحت کړي، ترڅو انسانان هغه ستر هدف ترلاسه کړى چې له امله يې پيدا شوي دي.
الله عزوجل فرمایې: (( وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)). الذاريات : ۵۶
ژباړه: ما پیریان او انسانان پرته له دى چې زما بندګی وکړي د بل څه لپاره ندی پیدا کړي.
او د خپل ژوند ټولى چارى له اسلامى احکامو سره سمى کړي لکه: عقيده، عبادت، سلوک،احوال شخصى، معاملات،اخلاق، سياست، تعليم او داسې نور.. الله جل جلاله فرمایې :(( قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۱۶۳) لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ)). الآنعام: ۱۶۲-۱۶۳
ژباړه: زما لمونځ، زما عبادت، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو پالونکی الله جل جلاله لپاره دي، چې د هغه سره هیڅوک شریک نشته، د هماغه امر ماته شویدی، او تر ټولو لومړی د اطاعت سر ټیټونکی زه یم.
اسلام دغه تګلاره له شک او پيچلتيا پرته په پوره وضاحت، او څرګنده ټکو بيان کړي، دلايل يې راوړي، نښې يې ورته واضح کړي، قواعد يې ورته ټاکلى او پياوړى کړي.
الله رب العزت فرمايې: ((كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ)). ص: ۲۹.
ژباړه: دا یو برکتناک کتاب دي چې مونږ تاته نازل کړیدی،تر څو چې دوی د ده په ایتونو کې غور وکړی، او د پوهی او فکر خاوندان تری درس واخلي.
بل ځای الله جل جلاله فرمايې:(( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ)).النحل: ۸۹
ژباړه: مونږ تاته کتاب (قران)دراستولی دی چې په ډاګه د هر څه څرګندونګی دي.