لیکنه: امام محمد غزالي رحمه الله
له پاړسي ژباړه: ظاهر عمار
که مسلمان دعوتګران مسؤوليت لري چې نامسلمانان په خورا نرمۍ، عالي انداز او پوره زغم سره اسلام ته دعوت کړي، غير مسلمانان هم د عقل له قوې څخه د برخمن کېدو په دليل مسؤول دي. سهي ده، تر هغې چې الله تعالی خلکو ته پيغمبر نه وي استولی او يا د هغه پيغام دوی ته ونه رسوي، هېڅوک نه رانيسي، عذاب نه ورکوي او حساب نه ورسره کوي، خو د انسانانو د ضمير او فطرت په ژورو کې په زرهاوو داسې دلایل موجود دي چې د ځينو په واسطه يې دې الهي پيغام د بيان امکان موندلی او د ځينو نورو په واسطه منل شوی.
راځئ داسې فرض کړو چې غربيان له اسلام څخه د غلط يا مسخه شوي فهم له امله معذور دي، خو څوک کولای شي چې دوی د هغو قضاياوو په اړه هم معذور وبولي چې په عدالت او ظلم، خير او شر، عفت او فساد او ايمان او الحاد پورې اړه لري؟! د دوی حالت نن داسې ځای ته رسېدلی چې نږدې ده د باطل عوامل د حق ټول اثار او نښې د دوی تر منځ له منځه يوسي. دوی نن په ټوليزه توګه او د لېونيانو په څېر د هلاکت پر لور منډې وهي او نړۍ وال هم په ځان پسې کشوي. که څه هم چې دوی به د خدای تعالی پر وړاندې د دې سقوط او پايلو په اړه يې ځواب ويونکي وي، خو مسلمانان هم چې د خدای دين يې سخت نيولی او نړۍ يې د دې دين له خوږو او ژغورونکو ثمراتو محرومه کړې، د دې مسؤوليت يوه برخه پر غاړه لري.
له بده مرغه، ډېری مسلمان دعوتګران اسلام ته د دعوت ضروري صفات او ښېګنې نه لري، که اسلام د خپلو لارښوونو د اسانتيا او له انساني فطرت سره د همغږۍ په برکت د نفوذ او وړاندې تګ وړتيا نه درلودای، اوس به له پرمختګ نه پاتې او د ژوند له صحنې يو مخ لرې شوی وای. اسلام ته بلنه ځانګړو مهارتونو، حکمت، اخلاص، ځان تېرېدنې او قربانۍ ته اړتيا لري او دا هغه څه دي چې په ډېری دعوتګران ترې بې برخې دي.
موږ نن په داسې يوه نړۍ کې اوسو چې خلک يې د خرافي بت پالنې، منحرفو مادي مکتبونو او نفساني هوا او اوس په ګرداب کې لاس او پښې وهي او د حقيقت دښمنان هم بې شمېره دي. اسلام په تېر او اوس کې په پرله پسې توګه دښمنان درلودل او لا یې هم لري، دوی له هر ممکن فرصت نه په ګټې اخيستو د اسلام پر ضد ناوړه تبليغات کړي او د خپرېدو مخه یې نيولې، ځکه نو د اسلام پر دعوتګرانو لازمه ده چې د دې پېچلي حالت پر وړاندې صبر او زغم ته پناه يوسي.