لیکنه: اجمل درمان
جهاد څه ته وایې، شهید څوک او ملي اتل څوک دی، حاكم څوک او محكوم څوک دی، ټوپكوال څوک او قلموال څوک دی؟ څنګه یې باید یادونه وشي او اوس دلته دغه ارزښتونه څنګه تعریفیږي؟
جهاد
جهاد هغه سپیڅلې کلمه ده ، چې یواځې د الله جل جلاله د رضا په خاطر ، د هغه د دین د دفاع لپاره ؛ له کفري دښمن څخه د خپل هیواد او ولس د ساتنې په خاطر جنګيدلو او په هر ډول شرایطو کې د حق وینا کولو ته وایې. له دې نه پرته د بل هر شخصي، ګوندي، سمتي او قومي امتیاز لپاره جنګيدلو ته جهاد نشي ویل کیدای. او که یو څوک د شخصي ګټو، قومیت پاللو، ژب پاللو، سمت پاللو، خپل شهرت، سیاسي امتیاز، او یا بل کوم هدف لپاره جنګیږي ، د هغه جنک او هلو ځلو ته جهاد نشو ویلای، ملي اتل نه بلل کيږي او که په دې لاره کې ووژل شي نو شهید هم نه دی.
ملي اتل او شهید
ملي اتل او شهید هغه چا ته ویل کیږي چي دخپل هیواد او خلکو له دښمن سره په میړانه وجنګیږي، هغه چي دملت د ګټو په خاطر په خپل سر لوبي وکړي او دهیواد دازادۍ لپاره خپل سر په لاس کې ونیسي، او چي کله په دي لاره کي ووژل شو نو بیا ورته شهید ویل کيږي، خو اوس خبره بیخي سرچپه ده. اوس هغه څوک چي شخصي ګټې په ملي ګټو غوره وګڼي، دملت شتمني په بډه ووهي، له دښمنانو سره دخپلو هیوادولو په خلاف لاس یو کړي او ملت یرغمل ونیسي او په زور په خلکو ځان ومني؛ نو ملي اتل دی او هغه چي بیا په دي لاره کي ووژل شي نو شهید ورته وایي. دلته په جهاد او شهادت سیاسي سوداګري کیږي، له جهاد او شهادت څخه د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره د ابزار او وسیلي په توګه کار اخیستل کیږي. دلته جهاد په خلکو خرڅيږي او د مجاهد په نامه له سهامي دولته خپله ونډه غوښتل کيږي.
تیره ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دفتر؛ د شهید د اونۍ په مناسبت د افغانستان د ملي امنیت له لوري د شهیدانو لیست کې د حزب وحدت اسلامي د مشر عبدالعلي مزاري د نوم په نه لیکلو اعتراض وکړ او د توضیحاتو غوښتونکی شو. د ملي امنیت شورا په هغه پیغام کې چې د شهید اونۍ په مناسبت یې خپور کړی و؛ د یو شمیر سیاسي مشرانو او شهیدانو نومونه یې د هیواد د شهیدانو په نوم یاد کړي و خو د سرور دانش د دفتر د ریس ډاکټر سردار رحیمي په وینا چې د عبدالعلي مزاري، سید مصطفی کاظمي، عبدالمطلب بیک او ډاکټر عبدالرحمن نورستاني نومونه یې نه و یاد کړي.
دوي د ملي امنیت شورا د شهیدانو په لست کې د دوی د شهیدانو د نومو د نه یادولو په غبرګون کې وایې ډاکټر عبدالرحمان په سیاسي کارونو کې د احمدشاه مسعود مرستیال و چې د نظار شورا په جوړښت او د هیواد په ختیځو ولایتونو کې یې د نظار شورا په پراختیا کې مهم رول درلود او د نورستان شهیدانو ته درناوی نه کول په حقیقت کې نوموړي قوم ته بې احترامي کول دي.
دا چې څوک څنګه، کله، چیرته او ولې وژل شوي دي؛ په دې اړه مونږ څه نه وایې خو دلته ولس ته پوښتنې پیدا کيږي چې ځينې خلک ولې جهاد او شهادت ته هم سیاسي، قومي اوسمتي رنګ ورکوي؟
آیا په دغه ډول نوملړونو کې د نوم د نه لیکلو په اساس به د دوی د شهیدانو شهادت په عادي مړینه بدل شي او که د نوم په یادولو سره د سیاسي امتیاز غوښتونکي دي؟
زما په نظر دلته اوس هر څوک د خپلو شخصي، ګوندي، سمتي او قومي ګټو په خاطر هر څه ته خپل تعریف وړاندې کوي. دلته خلک د قانون تابع نه بلکه قانون خلکو ته تابع دی. دلته د ملت، ملي اتل، ستوري، خپلواکي، شهید، ولسواکي، بشردوست، هیوادپال، او په زرګونو نورو ارزښتونو اصلي تعریف له خلکو هیر دی. هر څه د خپل ځان، ګوند، سمت او قوم د ګټو لپاره تعریف کیږي.
You also might be interested in
لیکوال : عطا محمد میاخېل شفتالو چې علمي نوم[...]
راپور: احمد پتیال ۱۳۹۵/۴/۱۱ نیټه د غونډې ویاندویي د شفیق[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل تېره شپه بیا د عقل[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی