ژباړه: نوراحمد فضلي
د مسلمانانو په حیث، زموږ عقیده نه ده مکمله، عبادت مو کافي نه دئ، څو مو د خپلو مسلمانانو وروڼو/خویندو تر مینځ د اسلامي ورورولۍ یوه مضبوطه کړۍ نه وي جوړه کړې. دا هغه آر او واقعیت دئ چي نن سبا موږ، مسلمانانو د ډیرو عادي او کوچنیو اختلافاتو له وجي ورته شا کړېده؛ هېر کړی مو دئ. په دې لیکنه کي به پر همدې آر او اصل(اسلامي ورورولي) باندي د قرآن، نبوي احادیثو او سرورکائنات صلی الله علیه وسلم د سیرت له مخي رڼا واچوله سي.
نن سبا اکثریت د مسلمانانو یوازي په اسلام کي پر ځینو مذهبي عباداتو ډېر تمرکز کوي، پداسي حال کي چي تر ډیرو آهمو او ضروري فرایضو پښه اړوي؛ پاملرنه نه ورته کوي. لمونځ، روژه، زکواة، حج، ذکر او… دا ټول د اسلام آساسات دي، او پر اسلام باندي د مسلمانانو د عقیدې ټینګولو، د تقوا او پرهیزګاري زیاتولو او د الله ج سره د قربت په خاطر؛ خورا مهم دي.
سره له دې، اسلام موږ ته زموږ د عقیدې یوه بله برخه هم راښيي، چي هغه د نورو سره د کړه وړو او سلوک برخه ده. د نورو سره د کړه وړو او سلوک دغه آر نن سبا زموږ، اکثریت مسلمانانو څخه بېخي هېر دئ. له بده مرغه، که له واقعیته سترګي پټي نه کړو، بېخي لږ مسلمانان به و مومو چي خپل هغه ډېر آساسي او بنسټیز عبادات چي لمونځ او روژه دي، هم په تمامه او بشپړه توګه ترسره کوي- لا هم د ډیرو هغو ټولنیزو آدابو او تعارفو څخه محرومه دي، د کومو چي موږ ته د سرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لخوا تدریس سوی دئ. د مسلمانانو په حیث، موږ ته لازمه ده چي د الله ج د رضا د حاصلولو او په دارینو کي د کامیابېدلو په منظور دواړه؛ عبادت او د نورو سره سلوک او رفتا بشپړ او عالی کړو.
د نورو سره د سلوک او رفتار یو له ډیرو مهمو رکنونو څخه په اسلام کي د ورورولۍ مفهوم دئ. پر دغه تصور/مفهوم په قرآن، نبوي احادیثو او خپله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په عملي ژوند کي ډېر تاکید سوی دئ. دغه ورورولي چي په اسلام کي تاسیس سوېده، پر موږ، مسلمانانو باندي یو د بل پر وړاندي ځیني حقوق، وظایف او وجایب وضع کوي، چي موږ، مسلمانان ئې باید په بشپړ ډول اداء کړو. مخکي له دې چي په لیکنه کي مخکي ولاړ سو، ښه به وي چي واضح ئې کړو، دا چي موږ په دې لیکنه کي د” ورورګلوۍ “ کلمه استعمالوو، په دې مانا، چي دواړه جنسونه( نارینه او ښځینه) پکښي شامل دي. یعني، د” خورګلوي “ مفهوم هم پکښي شامل دئ، هیڅکله یوازي ورڅخه ورورګلوي مراد نه ده.
تر ټولو مخکي، ډېره مهمه نقطه چي باید یاداښت کړل سي، هغه دا چي دغه ورورګلوي خپله د الله ج د لوري په قرآن کي د مومنانو تر مینځ د اوو آسمانونو او ځمکو ترمینځ یوازي په دې غرض چي د مسلمانانو تر مینځ ئې یوه ځنځیري کړۍ( د اتفاق او اتحاد) جوړه کړې وي؛ دغه آیت ئې را نازل کړ، چي ارشاد فرمايي:
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ… الخ سورة الحجرات، ۱۰ ایت
ژباړه:- بیشکه چي مومنان یو د بل وروڼه دي.
نو دې مفهوم ته ځکه باید ډېره پاملرنه وشي، چي ارشاد د الله تعالی دئ.
همدارنګه الله ج د ورورګلوۍ ددې آرت مفهوم اهمیت او ارزښت راته په دې ډول بیانوي:
وَاعتَصِموا بِحَبلِ اللَّهِ جَميعًا وَلا تَفَرَّقوا ۚ وَاذكُروا نِعمَتَ اللَّهِ عَلَيكُم إِذ كُنتُم أَعداءً فَأَلَّفَ بَينَ قُلوبِكُم فَأَصبَحتُم بِنِعمَتِهِ إِخوانًا وَكُنتُم عَلىٰ شَفا حُفرَةٍ مِنَ النّارِ فَأَنقَذَكُم مِنها ۗ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُم آياتِهِ لَعَلَّكُم تَهتَدونَ. سورة آل عمران، ۱۰۳ ایت
ژباړه:- او ټول د الله ج په رسۍ( قرآن او اسلام، او هم د اتفاق او اتحاد هر ډول ممکنه وسیله) پوري خپلي منګولي ټینګي کړئ، او مه سره بېلېږئ، او د الله ج هغه لوی او عظیم نعمت در په زړه کئ، چي څنګه یو د بل دښمنان واست، او ده ذات ستاسي په زړونو کي مینه او محبت ایجاد کړله، او تاسي د ده ذات د فضل په برکت یو د بل وروڼه جوړ سواست، او واست تاسي د اور پر سمڅه، او الله ج تاسي ته د هغه څخه نجات درکړ، په دې ډول الله ج خپل آیتونه( نښانې) پر تاسي ښکاروي، شاید چي هدایت و مومئ.
په پورته آیت شریف کي زموږ د موضوع اړوند ډېر څه شته، تر ټولو لومړی د الله ج دغه امر چي فرمايي یوازي د ده ذات په” رسۍ “ پوري خپلي منګولي ټینګي کړو او سره ونه وېشل شوو. د الله ج دغه رسۍ، د اسلام دین دئ، او د الله ج لوړه/قسم دئ چي په مومنانو سره ئې یاد کړی دئ، چي دوئ یو د بل وروڼه دي؛ او باید چي یو د بل سره مینه وکړي. او هم، د الله ج رسۍ همدغه د مومنانو اتحاد دئ او اسلامي ورورولي ده.
او هم الله ج موږ، مومنانو ته را په یادوي، چي څنګه موږ یو د بل دښمنان وو، او ده ذات زموږ زړونه سره پیوند کړل؛ او موږ یو د بل وروڼه جوړ شوو. او الله ج دا زموږ، مومنانو سره یو ستر احسان او فضل حسابوي، چي زموږ، مومنانو سره ئې کړی دئ. دا ښيي چي اسلامي ورورولي څومره ارزښتناکه ده. تر دې چي الله ج ئې د مومنانو په اړوند یو ډېر لوی او ستر احسان حسابوي.
الله ج په همدې ایت شریف کي موږ، مومنان خبروي چي همدا ورورولي وه چي موږ ته ئې د اور په سمڅه/ګړنګ کي د لوېدلو څخه نجات راکړ. بناً د الله ج ددې امر څخه مخالف عمل کول، چي هغه اسلامي اتحاد ماتول، یو له بل څخه نفرت کول، پر ډلو-ټپلو وېشل کېدل او د اسلامي ورورولي دغه احساس له ذهنه ایستل دي؛ چي دا هر څه به زموږ، مومنانو په اور کي د لوېدلو سبب سي. الله ج دي موږ او ټول مومنان د اور له دې لوی عذاب څخه وساتي.
الله ج همدارنګه په قرآن کریم کي ارشاد فرمايي: وَالمُؤمِنونَ وَالمُؤمِناتُ بَعضُهُم أَولِياءُ بَعضٍ.. الخ سورة التوبة، ۷۱ ایت
ژباړه:- او مومنان( نارینه) او مومناني( ښځي) ځیني د ځینو نورو لپاره( اولیاء) مرسته کوونکي او حمایه کوونکي دي.
الله ج موږ، مومنانو ته خبرداری راکوي دا چي څنګه به مو، په خپلو کې وېشل کېدل او یو د بل سره جنګېدل په زیان او ناکامۍ تمام سي. الله ج ارشاد فرمايي:
وَأَطيعُوا اللَّهَ وَرَسولَهُ وَلا تَنازَعوا فَتَفشَلوا وَتَذهَبَ ريحُكُم ۖ وَاصبِروا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّابِرينَ. سورة الانفال، ۴۶ ایت
ژباړه:- د الله ج او د ده ذات د استازي صلی الله علیه وسلم فرمانبرداري وکړئ، او یو د بل سره شخړه او جګړه مه کوئ، کنه تاسي به ناکام سئ او خپل زور او قوت(اتحاد) به دلاسه ورکړئ. صبر ولرئ- یقیناً چي الله ج د صابرینو مل دئ.
د قرآنکریم په ډیرو نورو سورتونو او ایتونو کي په بیا بیا د مسلمانانو تر مینځ د ورورګلوۍ، اتحاد، اتفاق، میني، محبت او نورو ښکلیو مفاهیمو یادونه او پرې باندي تاکید سوی دئ. همدا چي تفرقه؛ کینه او حسد پرېږدي، مسلمانان باید یو د بل سره مخالفت ونکړي او تل یو د بل حمایه ګر؛ مرسته کوونکي؛ دوستان او وروڼه و اوسیږي.
بناً په قرآنکریم د اسلامي ورورګلوۍ/ورورولۍ پر مفهوم باندي بیا بیا تاکید ښيي چي د الله ج په نزد د مومنانو تر مینځ د اسلامي ورورګلوۍ دغه موضوع څومره مهمه ده.
همدارنګه پر قرآني سورتونو علاوه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ګڼ شمېر احادیث هم شته دي چي د اسلامي ورورګلوۍ پر مفهوم ئې بسا زیات تاکید کړی دئ، چي موږ ئې دا لاندي څو نمونې او بېلګي را اخلو:
- تاسي به تر هغه وخته جنت ته داخل نه سئ، تر څو مو ایمان نه وي درلودلی، او ستاسي ایمان به تر هغو کامل نه وي، تر څو مو یو د بل سره مینه او محبت نه وي درلودلی. رواه المسلم. همدغه حدیث په سنن ابن ماجة کي څه داسي راغلی دئ:
- د حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ، دی وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په هغه ذات مي دي قسم وي، د چا په قدرت کي چي زما روح دئ، تاسي به تر هغه وخته جنت ته داخل نه سئ، ترڅو مو ایمان درلودلی نه وي، او تاسي تر هغو ایمان لرلای نه سئ( ایمان مو کامل نه دئ) ترڅو مو یو د بل سره مینه نه وي درلودلې. او آیا زه تاسي د هغه څه څخه خبر نه کم د چشي په ذریعه چي ستاسي په مینځ کي مینه زیاتیږي؟ هو، یو پر بل سلام اداء کوئ! ( سنن ابن ماجة، کتاب الادآب، حدیث نمبر ۳۶۹۲ ). همدغه حدیث په صحیح مسلم کي
- تاسي تر هغه وخت کامل مومن کېدلای نه سئ، ترڅو څه چي د ځان لپاره خوښوئ، د خپل بل مسلمان ورور لپاره ئې هم خوښ نه کړئ. رواه البخاری
نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو لپاره د ښه مومنانو جوړېدو په منظور د دوئ تر مینځ ورورګلوي او مینه محبت یوه وسیله و ګڼله. ددې ورورګلوۍ څخه بغیر به دوئ جنت ته داخل نه کړای سي، ځکه چي دوئ به رښتیني مومنان نه وي. په دویم حدیث کي دا خبره نوره هم واضح کیږي، په دویم حدیث کي نه یوازي دا چي زموږ څخه غواړي چي د خپلو مسلمانانو وروڼو سره مینه ولرو، نه، بلکي د دوئ لپاره هرهغه څه خوښ کړو، کوم چي موږ ئې د خپلو ځانو لپاره خوښوو. دغه نو د میني هغه لوړترینه درجه ده چي ټول هغه څه چي ته ئې لرې، په دې هم خوشحاله سې چي ستا یو بل مسلمان ورور دې( دي ئې) هم ولري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي موږ ته وايي چي په ورځ د جزا به الله ج هغه مومنان چي په دُنیا کي ئې یو له بل سره یوازي د الله ج د رضا په خاطر مینه کوله؛ څنګه به الله ج دوئ ته سیوری ورکړي.
الله ج به د جزاء په ورځ ږغ وکي:
- چیري دي هغه کسان چي یوازي ئې زما د رضا په خاطر یو له بل سره مینه لرله؟ نن به زه دوئ ته سیوری ورکم، کله چي زما له سیوري ماسیوا بل هیڅ سیوری نشته دئ. رواه المسلم
رښتیا، د مسلمانانو تر مینځ د ورورګلوۍ دغه احساس زموږ ژوند ته خوښي راوړي. هو، دغه په زړه پوري احساس به مو د ایمان او عقیدې په خوندواله پوه کړي، د رښتیني خوند او رضایت یو احساس. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: درې شیان دي چي که ئې یو څوک ولري د ایمان او عقیدې په خوند به پوه سي.
- لومړی دا چي الله ج او استازی صلی الله علیه وسلم به ده/دې ته تر هرڅه ور تېر(ګران او محبوب) وي، دوهم دا چي د یوه کس سره به یوازي او یوازي د الله ج د رضا او خوښي لپاره مینه لري او درېیم دا چي د شرک او باطلې عقیدې ته ورګرځېدو څخه به دُمره کرکه لري؛ دُمره به ځني لېري وي لکه څومره چي ئې د دوزخ د اور څخه لري. صحیح البخاری
او بله دا چي د مسلمانانو وروڼو لپاره زموږ مینه باید د احساساتو څخه ور هاخوا وي. د دوئ سره زموږ مینه باید زموږ په اعمال او کردار کي هم ښکاره سي. دغه ورورولي باید موږ په هر وخت کي د خپلو مسلمانانو وروڼو و مرستي ته وهڅوي، او دغه ورورولي باید موږ اړباسي څو د خپلو مسلمانانو وروڼو سره د ستونزو پر وخت مرسته او همکاري وکړای شو. که داسي وکړو، یقیناً چي الله ج به موږ د ستر اجر او ثواب مستحقین وګرځوي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي ویلي دي:
- هر هغه کس چي پر یوه مومن مسلمان باندي په دې دُنیا کي آساني جوړه کړي، الله ج به په ورځ د جزاء پر نوموړي کس باندي آساني جوړه کړي؛ د یوه لوی مصیبت او بدبختۍ څخه به ئې خلاص کړي، او کوم کس چي د یوه مسلمان پرده کوي( عیبونه ئې ور پټوي) الله ج به په دُنیا او اخرت کي د نوموړي پرده وکړي، او ترڅو چي یو مسلمان د بل مسلمان ورور مرسته کوي، تر هغو به الله ج د خپل دې بنده سره مرسته او کومک کوي. رواه صحیح المسلم
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلي دي چي څنګه وکولای سو، د الله ج ښه بنده ګان جوړ سو. آیا موږ غواړو چي د الله ج د ښو بنده ګانو په ډله کي دي راسو؟ داسي چي الله ج راڅخه راضي وي او یا موږ واقعاً د الله ج په نزد تر ټولو غوره بنده ګان و اوسېږو؟ ددې هرڅه د لاسته راوړلو لپاره، موږ باید چي د نورو خلکو سره مرسته وکړو؛ ګټه ور وه رسوو او په ژوند کي ئې د خوښۍ او خوشحالۍ سبب سو، او د ستونزو په هوارولو کي ورسره مرسته وکړو:
- د الله ج په نزد تر ټولو غوره خلک هغوی دي څوک چي د نورو سره مرسته کوي او ګټه ور رسوي، الله ج ته ډېر غوره کارونه دي، هغه خوښي او خوشحالي چي موږ پرې د یوه مسلمان ورور/خور په زړه کي ځای پیدا کوو، او یا چي د یوه مسلمان ورور کومه ستونزه ور حل کړو، پور/قرض ئې ور خلاص کړو، لوږه ئې ورختمه کړو، او زما د یوه مسلمان ورور لپاره کار کول ماته په دې مسجد( مسجد نبوي) کي تر یوې میاشتي اعتکاف غوره دي، او هر هغه څوک چي خپله غُسه کنټرول کړي، الله ج به ئې عیبونه پټ کړي، او هر هغه څوک چي خپل مریض افکار او احساسات کنټرول کړي، الله ج به ئې په ورځ د جزاء زړه د قناعت او هوسایني څخه ډک کاندي، او هر هغه کس چي کوښښ کوي د خپل یوه مسلمان ورور کومه اړتیا ور پوره کړي، الله ج به ئې په ورځ د جزاء( حساب و کتاب) پښې مضبوطي او ټینګي کړي، او بد اعمال ښه اعمال داسي له منځه وړي، لکه سُرکه چي عسل خرابوي او له منځه ئې وړي.
حقیقت دا دئ، چي اسلامي ورورولي قایمول زموږ، مسلمانانو جسمي او عقیدوي حفاظت او ساتنه سمبالوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
- پاته سئ د ډلي( د ښو او پرهیزګاره مسلمانانو) سره، ځکه لېوه(سرمُښ) پر هغه پُسه حمله کوي کوم چي د رمې څخه جلا کیږي. رواه احمد والترمذی
رسول الله صلی الله علیه وسلم عملاً د مسلمانانو تر مینځ د اسلامي ورورولۍ ددغه مفهوم څخه هغه وخت په مکه کي کار واخیست، په کوم وخت کي چي مسلمانان یوازي په دې خاطر چي مسلمانان ول؛ زهېرېدل، ربړول کېدل، شکنجه کېدل او بسا زیات زحمتونه به ئې د هغه وخت د مشرکینو د لوري زغمل، مبارک صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو تر مینځ د اسلامي ورورولۍ پر دې مفهوم تاکید او ټینګار وکړ او دا ئې د مسلمانانو د هغه وخت سختو حالاتو څخه د خلاصون یوازینی عنصر وګڼی. ډېر هغه خلک چي نوي اسلام ته راداخل سوي ول، د خپلو کورنیو لخوا به ورسره ظلم کیدی، او تر دې چي دوئ د خپلو کورنیو حمایت بالکل د لاسه ورکړی وو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د مسلمانانو ترمینځ کسان انتخابول او بیا به ئې یو د بل وروڼه جوړول، په دې ډول به هغوی یو د بل سره په ډیرو سختو حالاتو کي حمایت او مرسته کوله او یو د بل پاملرنه به ئې خورا په ښه شان سره کوله.د مسلمانانو تر مینځ د اسلامي ورورولۍ دغه خپلوي تر بلي هري یوې ډېره ستره ده. دغه خپلوي د مسلمانانو تر هر ډول قبیلوي، نژادي، او ژبني حدودو ور هاخوا یوازي پر یوه الله ج باندي عقیدې لرلو سره ټینګیږي. کله چي موږ د مکې د مسلمانانو ټولۍ ته ګورو، موږ ته د ورورولۍ یو ډېر ښایسته درس راکوي، داسي یوه ورورولي چي هر ډول قومي، قبیلوي او ژبني پولي یوه اړخ ته کوي. حضرت حمزه( د رسول الله ص اکا) عرب وو، سلمان فارسي د فارس وو، حضرت بلال د حبشې تور غلام وو او شعیب اروپايي وو. دوئ ټول مختلف اللسانه( مختلف ژبي) مختلف النژاده او تر دې چي د بېلابیلو براعظمونو ول. مګر بیا هم دوئ د اسلام له مخي د وروڼو په شان متحد ول. داسي یو همغاړیتوب تراوسه د بل هیڅ نژاد، مذهب، قانون او یا ملت لخوا نه دئ تر لاسه سوی. حتا زموږ په اوسنۍ عصري نړۍ کي چي نژادي، ژبني او قبیلوي تعصبات بېخي عادي دي. مګر بیا هم اسلام د اسلامي ورورولي ددې مفهوم پر مټ پر دې ټولو بریالی سوی وو/دئ.
کله چي مسلمانانو مدینې منورې ته هجرت وکړ، په دې وخت کي نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو بل ډول اخوت( ورورولي) عملي کړ، دا اخوت/ ورورولي د مهاجرینو( هغه مسلمانان چي د مکې څخه و مدینې ته مهاجر سوي ول) او انصارو( څوک چي په مدینه کي اوسېدل) تر مینځ وو. د مکې مسلمانان مدینې ته د ډېرو لږو/کمو شتو سره راغلي ول، دوئ اړ ول چي تر خپلو ټولو شتو او داراییو تېر سوي وای. دوئ په ستونځمنو حالاتو کي د خپل ژوند د سره شروع کولو لپاره مرستي او کومک ته اړتیا لرله. نو مبارک صلی الله علیه وسلم د دوئ( مهاجرینو) او انصارو تر مینځ د ورورولي پر ټینګښت تاکید وکړ او دوئ ټول ئې یو د بل ورورڼه جوړ کړل، پر همدې وخت ئې د یوه مسجد د بنسټ کار هم پیل کړ، دا نو په مدینه کي د مبارک صلی الله علیه وسلم د لومړنیو کارونو څخه ول او همدا د یوه قوي، صحتمند او کامیاب ملت د جوړولو آساسات ول.
ددغسي یوه قایم او محکم اُخوت/ورورولي یوه له ډیرو سترو بیلګو څخه د عبدالرحمن بن عوف( چي یو د مکې له مهاجرینو څخه وو) کیسه ده. مبارک صلی الله علیه وسلم نوموړی په مدینه کي د یوه صحابي(سعد ابن الربی) سره چي د هغه وخت یو د ډیرو شتمنو او بډایو انصارو څخه وو؛ ورور جوړ کړ. کله چي سعد ابن الربی اوري چي عبدالرحمن به د ده لکه ورور غوندي وي، عبدالرحمن ته وايي،” زما نیمه شتنمني ستا ده “ چي په ځواب کي ئې عبدالرحمن ورته وايي،” الله ج دي ستا په شتمني کي برکت واچوي. آیا داسي یو مارکیټ سته چیري چي ته تجارت کوې؟ “ سعد هم دی خپل د هغه وخت مارکیټ ته رهي کړ او عبدالرحمن هم سمدستي همالته خپل کار را پیل کړ. د څه مودې وروسته، عبدالرحمن توانېدلی وو چي خپله سرمایه ولري، واده ئې وکړ او خپل ژوند ئې د سره را پیل کړ. نوموړي هیڅکله د سعد څخه کوم شی وانخیست، بلکي کار ئې وکړ او خپله سرمایه ئې جوړه کړه.
دا کیسه موږ ته راښيي چي دوئ څومره د ورورولۍ دغه موضوع جدي نیوله او څومره اماده ول چي په ستونزو کي به ئې ځانونه اچول، یوازي ددې لپاره څو د خپل ورور مرسته ئې کړې وي. سعد اماده وو، ددې لپاره چي د خپل ورور سره ئې مرسته کړې وي؛ خپله ټوله شتمني د نوموړي سره نیمی کړي. راځئ له ځانو سره حساب وکړو، آیا موږ همداسي کړيدي/کوو ئې؟ کله چي موږ پر خپلو مسلمانانو باندي د کوم آفت یا بدبختۍ څخه خبریږو، یا پر تلوېزیون ئې وینو چي مسلمان مهاجرین مو د خېمو په ډيرو ستونزمنو او سختو حالاتو کي ژوند تېروي. زموږ څخه څونده( څومره) کسان ئې د مرستې لپاره خپله نیمايي شتمني آستوو؟ په رښتیا، چي سعد زموږ لپاره د سخاوت یوه ستره بېلګه ده چي موږ ئې باید ورڅخه زده کړو.
پر همدې وخت، عبدالرحمن د خپل ورور د سخاوت څخه ګټه وانخیستل. پرکالي(لټي) ئې غوره نکړل، د خپل ورور پر سخاوت او ورکړه ئې تکیه ونکړل. نوموړي د خپل ورور سخاوت وستایه، مګر غوښتل ئې چي د خپلو لاسونو ګټلې ولري؛ په خپلو خولو توئیولو سره د ځان شتمني پیداکړي. نوموړی دُمره د کار کولو سره شوقمن وو چي د کار کولو پرته ئې هیڅ پیسې نه اخیستلې. عبدالرحمن یو ښه تاجر وو، ده وکولای سوای چي تجارت وکړي؛ بس همدغه د تجارت لاره ئې پسي ونیوله. عبدالرحمن د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښووني تعقیبولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د فقر کولو او نورو ته د لاس اوږدولو څخه مسلمانان سخت منع کول، مګر هغه څوک چي بېخي ډېر به اړ او محتاج نه وو. دا په دې خاطر، چي مبارک صلی الله علیه وسلم غوښتل چي مسلمانان باید زیارایستوونکي/کار کوونکي او حاصل خېز وي، لټي او پرکالي هغه څه ول چي مبارک صلی الله علیه وسلم ئې د خپل ملت لپاره په اړه ډېره وېره لرله.
بنآً راځئ چي موږ هم همدغه د ورورولۍ مفهوم په خپل ژوند کي عملي کړو. دا زموږ د دین او تاریخ یوه برخه ده. همدا زموږ هویت او پېژندګلوي ده، چي موږ، مسلمانان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروان او اُمتیان معرفي کوي. راځئ د خپلو مسلمانانو وروڼو/خویندو سره د مرستي او کومک یوه موقع هم د لاسه ورنکړو. کله چي موږ د خپل یوه مسلمان ورور/خور د ستونزي څخه خبریږو، راځئ خپل ځانونه ئې سمدستي مرستي ته ور وه رسوو. نه یوازي په مالي لحاظ، ځکه په مالي لحاظ ځیني وختونه دا ډېر اسانه وي چي څه پیسې واستوه، نور مشکل هېر که! نه، موږ باید علاقه ولرو چي تر خپل ورور/خور پوري ځانونه ور وه رسوو، ترڅنګ ئې باید و اوسوو او ور وښیو/مرسته ئې وکړو چي څنګه د مشکل پر وړاندي اماده واوسي او ورسره مقابله وکړي. یعني، موږ باید په فزیکي توګه د خپل مسلمان ورور د ستونزي سره دلاس و ګرېوان پر وخت، حاضر و اوسیږو.
راسئ موږ ټول د الاشعارین کورنۍ/قبیله د خپل ژوند لپاره یوه نمونه وګرځوو، د کومي ستاینه چي رسول الله صلی الله داسي کوي،” که چیري پر دوئ کومه سختي راځي، او غذا د دوئ د ماشومانو/اولادونو لپاره کافي نه وي، نو دوئ خپل ټول هغه څه چي په لاس کي ئې لري، را اخلي او پر یوه ځای کښېني، بیا هغه ټول په خپلو کي سره په مساوي توګه وېشي. دوئ زما څخه دي او زه له دوئ څخه یم. “
سبحان الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوئ د کردار د لیدلو څخه دُمره خوشحالیږي، دا چي دوئ د سختیو او ستونزو پر وخت یو له بل د مرستي او کومک لپاره را ټولیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وايي چي دی د دوئ څخه دئ او دوئ له ده څخه! نو موږ ولي په دې ډله کي حساب نه شو؟ موږ ولي د دوئ نمونه د خپل ژوند لپاره مثال و نه ګرځوو؟ موږ ولي لومړی د الله ج ورپسې ئې د مبارک استازي(ص) رضایت حاصل نه کړو، پداسي حال کي چي په ورځ د مېزان ورڅخه د شفاعت غوښتنه هم کوو؟ – لازمه ده چي وئې کړو.
الله ج دي موږ ته توفیق راکړي چي په خپله ټولنه کي د اسلامي اُخوت دغه آرت او پراخ مفهوم ته د عمل جامه ور واغوندو، د سختیو او ستونزو پر وخت یو د بل مرستي ته ور ودانګوو، او الله ج دي موږ ته دا توفیق هم راکړي چي په بشپړ ډول د خپلو اسلافو پر پلونو باندي قدمونه کښېږدو او د مهرباني، ترحم، شفقت او انسانیت یوه ښکلې او ګډه دُنیاګۍ جوړه کړو. اللهم آمین
پای