لیکنه: عابدالله بیدار
اسلامی بانکداری هغه بانکوالی ته ویل کیږي چې ټولې کړنۍ یې د اسلامي قوانینو او اصولو سره برابرې وی یا اسلامی بانکداری د سود څخه پاکې بانکداری ته وایی د اسلامی بانکداری د بنسټ ډبره د لومړی ځل لپاره په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې د احمد النجار په مشرۍ په مصر کې په ابتدایی بڼه رامینځته شوه چی د وخت په تیریدو سره یی پرمختګ وکړو او په نورو اسلامی هیوادونو کې یی هم وده او پرمختګ وکړو په ۱۹۷۵ زیږدیز کې په دبئ کې د پرمختیایی اسلامی بانک بنسټ ډبره کيښودل شوه، په ۱۹۷۷ زیږدیز کال کښی الفیصل بانک سوډان کې جوړ شو او په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د بحرین اسلامی بانک او داسی نور اسلامی بانکونه جوړ شو. د اسلامی پرمختیایی بانک بنسټیزه موخه په اجتماعی او اقتصادی برخو کې پرمختګ وو چی یوه بنسټیزه موخه یی د سهامی سوداګریزو موسساتو کې ګډون څخه عبارت وو تر څو په غړیو هیوادونو کې د پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.
په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کی د اسلامی بانکداری د بنسټ ډبره په مالیزا کی کیښودل شوه همدارنګه د مالیزا ولسی جرګی د اسلامی بانکداری قوانین تصویب کړل په کال ۱۹۸۵ زیږدیز کې د اسلامی هیوادونو د فقهی شورا یاOrganization of the Islamic Conference رامینځته شوه همدارنګه په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د حساب ورکونی او تفتیش اسلامی مالی موسسه یا The Accounting and Auditing Organization for Islamic Financial Institutions تاسیس شو چی دا سازمان یو مشورتی سازمان دی چی د اسلامی بانکداری معیارونه وضع کوی په کال ۲۰۰۲ کې د اسلامی مالی خدمتونو موسسه The Islamic Financial Services Board (IFSB) په مالیزیا کې مینځ ته راغله چې موخه یی د اسلامی صنعت ټینګښت وو په کال ۲۰۰۵ زیږدیز کې د مالیزیا بورد همدا معیارونه د اسلامی موسساتو د تطابق د چارچوب سره معرفی کړل چی اوس یی دومره پرمختګ کړی چی د نړی ډیر لوی لوی بانکونه اسلامی محصولات عرضه کوی. پدی وروستیو کې اسلامی بانکداری د مالیزا او انډونیزا هیوادونو له لوری غرب ته خوځیدلی، په کال ۱۹۷۵ زیږدیز کې د دی صنعت ارزښت په سلګونه زره امریکایی ډالرو ته ورسید. داسی طمعه کېږی چی اسلامی بانکداری به په نژدی راتلونکې کې زیات پرمختګ وکړی او په کال ۲۰۱۵ زیږدیز کښی به تر دوه تریلیون امریکایی ډالرو ته ورسیږی، پنځوس کاله مخکې اسلامی بانکداری یو هیله وه خو اوس د ډیرو پلټنو او کوښښونو په پایله کې اسلامی بانکداری نه یوازی مينځ ته راغلله بلکه یوه بریالی لاره هم ده او د کار موثریت یی هم زیات دی چی یو شمیر اسلامی بانکونو په مختلفو اجتماعی او اقتصادی ټولنو کې په کار پیل کړی چی په مختلفو هیوادونو لکه انډونیزا، سوډان، مالیزیا، ایران، بحرین، پاکستان او داسی نورو هیوادونو کې د سواداګریزو بانکونو د بدیل لپاره بسنه کوی د یادونی وړ ده چی غیر اسلامی هیوادونه په ځانګړی ډول د غرب ډیرۍ هیوادونه د اسلامی بانکداری څخه تر تاثیر لاندی راغلی او تر ډیره د اسلامی بانکداری څخه ګټه اخلی چی اوس اسلامی بانکداری ځانته یو نړیوال پیژندګلوی غوره کړی چی تقریباٌ د نړی د نفوسو یو پر پنځمه برخه وګړی اوس د اسلامی بانکداری نظام ته غوره والی ورکوی چی مختلف مالی محصولات د پیرودونکو لپاره وړاندی کوی د اسلامی بانکداری د نظام مینځ ته راتګ څخه څو لسیزی تیری شوی او په مختلفو هیوادونو کې د اسلامی بانکدارۍ څخه خلک خوښ دی او د دی وخت رارسیدلی چی دا تجربه په افغانستان کې هم په پلی کولوسره بریالی ثابتیدلی شی.
د اسلامی بانکداری غوره والۍ :
۱ـ برابروالۍ: د اسلامی بانکداری بنسټ پر عدل او برابروالۍ ولاړ دی او د پیسو ورکونکې (Depositor) او پانګه اچونکې (Investor) ترمینځ پوره برابروالۍ له اصل څخه کار اخستل کیږی تر څو په راتلونکې کې د دوی تر مینځ کومه ستونزه پیدا نشی دا پدی معنی چی چی ګټه او توان یی سره شریک دی مګر په دودیز بانکی سیستم کې داسی نده هلته د پیسو ورکونکۍ ته ټاکلی اندازه ګټه ورکول کیږی او پیسی ورکونکۍ د اړونده پروژی په ګټی او زیان پوری کوم تړاو نلری چی په ځینو حالاتو کې د پیسو ورکونکۍ حقیقی ګټه د پیسو د پړسوب یا انفلاسون له امله منفی کیدلی شی دا پدی معنی چی د ورکول شوی ګټه د پیسو ارزښت د پخوا په نسبت ډیر کم شوی وی ولی په اسلامی بانکې سیستم کې د دواړو خواو ګټه او زیان په نظر کې نیول کیږی.
۲ـ ګټور توب: په اسلامی بانکې سیستم کې تمویل (Finance) د کار یا پروژی پر ګتور توب ولاړ دی او یوازی هغو پروژو کې پانګه اچونه تر سره کېږی کومو کی چی زیاته ګټه وی ځکه چی بانک خپله په ګته او زیان کي شریک دی که کومه پروژه کې ګټه ونه شی نو بانک ته هم کوم څه په لاس نه ورځی په اسلامی بانکې سیستم کې بانک ځان مکلف بولی چی داسی پروژو کې پانګه اچونه وکړی چی زیات نه زیاته ګټه ترلاسه کړی خو په دودیز بانکې سیستم کې بانک د کاروبار له بریالیتوب او ګټی سره څه خاصه علاقه نلری د دوی یواځینی موخه او هدف د زیاتی ګټی ترلاسه کول دی دوی لپاره دا مهمه نده چی پور اخستونکې په کوم برخه کې پانګه اچونه کوی او څومره ګټوره ده او بله دا چی دودیز بانکونه پور هغه چا ته ورکوی چی شتمن وی که څه هم هغه کاروبار یا پروژه چی د کومی لپاره سړی پور اخلی څومره بی ګټی او غیر موثره ده او بانک لپاره دا هم مهمه نده چی نوموړی شخص چی د بانک څخه پور اخستی څه کاروبار پری کوی د ټولنی په ګټه دی او که په زیان، بله دا چی پدی کار سره به د بانک حیثیت ته زیان ورسیږی او کنه؟ مطلب دا چی بانک یوازی د پور اخستونکې د ضمانت ارزښت (Credit Worthiness ) ته ګوری خو اسلامی بانکداری کې پورته ټول ارزښتونه په نظر کې نیول کېږی.
۳ـ اقتصادی پیاوړتیا: څرنګه چی په اسلامی بانکې سیستم کې د پیسو برابرول (Deposit) او د پیسو په کار اچول (Investment) د ګټی او توان د شریکولو پر بنسټ ولاړ دی نو ځکه پورونه (Liabilities) او شتمنی (Assets) دواړه بدلون منونکې دی او ثابت شکل نلری چی پدی کې تل تعادل او برابروالۍ ټینګ وی د دی لپاره چی دا موضوع روښانه شی یو څه تشریح ته اړتیا لری مونږ ته دا معلومه ده چی په دودیز بانکی سیستم کې ګته یا سود له مخکې ټاکل کېږی او د پیسو کارونکې به هرومرو ټاکل شوی ګټه بانک ته ورکوی که چیری دغه شخص چی د کاوبار لپاره یی پور اخستی ګته ونکړی او د پیسو او ورسره د سود ورکولو وخت راشی بانک نوموړی شخص مجبور وی چی د هری لاری چی وی د بانک پور ورکړی. چی پدی سره زیات کاروبارونه له مینځه ځی او په ټولنه کې بیکاری رامینځته کېږی.
دودیز بانکی سیستم خپله د د ټولنی د ګډوډی یو مهم عامل دی او هغه پدی ډول که چیری په یو هيواد کې یا یو بانک کې د ګټی سلنه کمه شی نو خلک خپلی پیسی له نوموړی بانک یا هیواد څخه بل هیواد یا بانک ته چیری چی لوړ سود ورکول کېږی انتقالوی چی دغه د پیسو انتفال (Capital Flight) د داخلی اقتصادی سیستم د ګډوډی او روکود سبب ګرځی. له نیکمرغه چی اسلامی بانکې سیستم کې ګټه او توان سره شریک دی نو بانک کوښښ کوی پداسی پروژو کې پانګه اچونه وکړی تر څو زیاته ګټه ترلاسه کړی.
۴ـ اقتصادی پرمختګ: اقتصادی پرمختګ هغه وخت ممکن دی چی د نوی او پرمختللی تکنالوژی، بشری قوی او یا د بلی داسی قوی څخه کار واخستل شی چی د هغی په مرسته د یو هیواد وسایل په ښه توګه استعمال شی تر څو تولید زیات شی او د خلکو د ژوند کچه لوړه شی د نوی او پرمختللی تکنالوژی او د تولید د نویو لارو پیدا کول ډیرو تجربو او زیات لګښت ته اړتیا لری، او ورسره د تاوان احتمال هم شته ځکه ځینی وخت نوی تولید شوی توکې ښه بازار نلری او یا ښه کار نکوی.
پورته ذکر شوی دلایلو له امله تولیدونکې د نوی توکو تولید ته د تاوان له ویری زړه نه ښه کوی او نه غواړی چی پدی برخه کې پانګه اچونه وکړی ځکه که چیری تاوان وکړی نو بانک ته به هرومرو تاوان ورکوی خو په اسلامی بانکې سیستم کې ګټه او توان شریک دی نو متشبیثین په ډاډه زړه په نویو پروژو کې پانګه اچونه کوی ځکه د بانک او پانګه اچونکې ترمینځ ګټه او تاوان شریک دی.
۵ـ کاروباری اخلاق: د اسلامی بانکداری یو مهمه ځانګرنه د کاروباری اخلاقو ارزښت ساتل دی دا پدی معنی چی په اسلامی بانکداری کې د توکو په تولید کې حلال او حرام چی د اسلام له نظره مهم دی په نظر کې نیول کېږی د بانکداری په کړنو کې اخلاقی ارزښت د اسلامی بانکونو څخه نشی بیلیدلی خو په دودیزه بانکدارۍ کې دا اصل په نظر کې نه نیول کېږی مثلاٌ د الکولی مشروباتو تولید چی په اخلاقی ډول سره د ټولنی د ورانی سبب ګرځی. اسلامی بانکې سیستم د اعتبار ښه والۍ او د سود سلنه معیار نه ګڼی بلکې د هغی پر ځای دوی باید اسلامی اخلاق په نظر کې ونیسی، په اسلامی بانکې سیستم کې بل ښه والی دا دی چی اقتصادی موثریت په نظر کې نیسی تر څو د بانک پیسی په ناوړه کاروبارونو کې په کار وانه چول شی.
۶ـ د اړیکو ساتل: د اړیکو ساتل چی د اسلامی بانکداری بنسټ جوړه وی نو بانک د خپلو امانت ایښودونکو او پور اخستونکو سره هر وخت په اړیکه وی دوی ته لازمی مشوری ورکوی ترڅو ښه او معیاری خدمات ترسره کړی خو په دودیز بانکې سیستم کې بانک صرف د خپلی ګټی سره سرو کار لری، اسلامی بانکې سیستم د یو ښه ستراتیژیک تحلیل څخه وروسته د دی لپاره چی خپل امانت ایښودنکو ته ښه ګټه ورکړی اسلامی بانکونه تل پدی هڅه کې دی چی هغه خنډونه او ستونزی چی د هغو خلکو تر مینځ چی سپما کوی او د هغو خلکو چی پانګه اچونه کوی له مینځه یوسی او دوی ربښتنی بازار ته نږدی کوی.
د اسلامی بانګداری او دودیزی بانکداری ترمینځ توپیر:
د اسلامی بانکداری او دودیزی بانکداری تر مینځ مستقیماٌ پرتله کولو څخه باید ډده وکړو دا لدی لپاره چی دا دواړه بانکې نظامونه د هر اړخ نه یو د بل سره توپير لری او ډیر مهم توپیر یی دا دی چی اسلامی بانکداری د اسلامی شریعت او اسلامی عقیدی په اساس ولاړ دی او ټولی کړنۍ یی باید د اسلامی شریعت په حدود او چوکاټ کې وی (شریعت یو عربی کلیمه ده چی معنی یی د ژوند لار ده) اسلامی بانکداری په لاندی اصولو باندی ولاړه دی.
۱: د سود پر اساس د راکړی ورکړی عدم موجودیت.
۲: په اقتصادی راکړو ورکړو کې د ظلم مخنیوی.
۳: د اسلامی ټیکس یا زکات پیژندنه.
۴: د حلال او حرام پیژندنه.
خو د دودیزی بانکداری بنسټ د پور ورکونکو او پور اخستونکو په اړیکو پوری اړه لری او د بانک علاقه د پور اخستونکو او پور ورکونکو د پور د ربحی په سلنی پوری اړه لری چی په اسلامی بانکداری کې ربحه په نظر کې نه نیول کېږی چی پدی سره بانک د پور ورکړه کې له ډیر پام څخه کار اخلی تر څو پداسی پروژو کې پانګه اچونه وکړی تر څو زیاته ګټه تر لاسه کړی ځکه بانک د کاروبار په ګټه او زیان کې شریک دی خو په دوریزه بانکدارۍ کې داسی نده ځکه دلته د ربحی کچه له مخکې څخه ټاکل شوی ده چی دا په ښکاره سره د پور اخستونکو په حق کې ظلم دی مثلاٌ کچیری پور اخستونکې ګټه ونکړی نو بیا هم اخستونکې مجبور دی چی بانک ته ټاکل شوی اندازه ربحه ورکړی دودیز بانکونه یوازی خپله ګټه په نظر کې نیسی چی دا خپله د طبعی زیرمو څخه د ناسم استفادی سبب ګرځی.
د پورتنی تشریحاتو له مخی ویلی شو چی اسلام په فطری ډول سره په مالی اړیکو کې شریک دی او کولی شو د اسلامی بانکداری او دوریزی بانکداری ترمینځ توپیر په لنډ ډول روښانه کړو.
شماره اسلامی بانکداری دودیزه بانکداری
۱: د اسلامی بانکدارۍ په اسلامی اصولو باندی ولاړه ده (کاملاٌ د قران اوحدیثو تابع دی). د دودیزه بانکدارۍ اصول د انسان په لاس جوړ شوی دی او د انسانی قانون تابع دی.
۲: اسلامی بانکداری د ګټی او زیان پر بنسټ ولاړه ده. دودیزه بانکدارۍ د ربحی (سود) پر بنسټ ولاړه ده چی ګټه مخکی له مخکې معلومه وی.
۳: په اسلامی بانکداری کې زکات چی د اسلام د مهمو احکامو څخه دی کار اخستل کېږی. په دودیزه بانکداری کې زکات نشته.
۴: اسلامی بانکونه د خپل پور اخستونکو څخه هيڅ ډول اضافی ګټه نه اخلی. دودیز بانکونه د خپل پور اخستونکو څخه د پور په نه ورکړی سره اضافی ګټه اخلی.
۵: اسلامی بانکداری د حلالو او حرامو اصل په نظر کې نیولو سره د ګټی د لاسته راوړلو لپاره کار کوی. دودیزه بانکداری کې پرته د کوم بندیز په نظر کې نیولو سره یوازځنی هدف یی د زیات نه زیاتی ګټې لاسته راوړل دی.
۶: په اسلامی بانکداری ډیره پاملرنه د ټولنی عامه ګټو ته کېږی په هغه پروژو کې زیاته پانګه اچونه کېږی کومو کې چی عامه خلکو ته ګټه ډیره وی. په دودیزه بانکداری کې دی اصل ته زیاته پاملرنه نه کېږی.
۷: اسلامی بانکونه خپلو مشتریانو ته د سهمدار، پانګه اچونکې، سوداګر، پلورنکې او پیریدونکې په سترګه ګوری. خو دودیز بانکونه خپلو مشتریانو ته د پور اخستونکې او پور ورکونکې په سترګه ګوری.
۸: په اسلامی بانکداری کې ګټه او تاوان شریک وی. په دودیزی بانکداری کې ګټه له مخکی نه معلومه وی.
اوس مهال په ګران هیواد افغانستان کې تقریباٌ ۱۷ سوداګریز بانکونه فعالیت کوی چی لدی جملی څخه یو هم لازم اسلامی بانکداری څخه نمایندګی نشی کولی څرنګه چی د افغانستان ۹۹٪ سلنه خلک مسلمانان دی او د اسلامی اصولو له مخی نه غواړی چی خپلی سپما شوی پیسی په دودیزو بانکونو کې جمع کړی نو که چیری د افغانستان بانک داسی یو ګام پورته کړی چی یو ریښتنی اسلامی بانکې سیستم چی په اسلامی اصولو ولاړ وی رامینځته کړی نو یقین لرم چی انشا،الله ډیر زر به نه یوازی زمونږ بانکې سکتور پیاوړی شی بلکه اقتصادی برخه کې به هم د زیات پرمختګ لامل شی او هغه کړکېچونه چی ګران هیواد ورسره مخ دی تر ډیره حده پوری خلاصون ومومی.