لیکنه :روح الامین(حسن)
د فکري تړاو سلسله له پخوا ځينې په ګران هیواد افغانستان کې روانه ده، او تسلسل یې وخت په وخت او ډله په ډله لا پاتې دی.
د نبوي وینا پر بنسټ، هر نوې زیږیدلې کوچنی په فطري ډول سره مسلمان وي، خو وروسته بیا د مور او پلار پسې روان شي، یهودي ، نصراني او یا مجوسي شي.
راځو ګران هیواد افغانستان ته، چې د پیړیو، پیړیو ځینې یو غښتلی مسلمان هیواد دی، هر کوچنی یې په اسلامي نظریه زیږول کیږي، ستریږي او مړکیږي..! دلته مو رب او نبي یو، قبله او کلیمه مو یوه ده. نو د ټولو اسلامي فکر هم یو دی، چې په یادو اصولو استوار دی، نه پکې توپیرشته او نه پکې د توپیر ځای. نو اوس کوم فکر او کوم تړاو…؟ څرګنده ده چې اسلامي فکر او د مسلمانۍ تړاو.
خو، د اسلامي فکر او مسلمانۍ په تړاو دلته ګڼ فکرونه، ګڼې ډلې، او ګڼ مکتبونه وو، او شته. نو ایا دا ټول سره یو دي؟ کنه شعار یې یو او خپلو کې سره بیل دی؟ ولې يو ندي؟ ولې هره ډله ځان مني اوبله نه؟ ولې مو څوک همفکر ګڼي، او څوک مو نه..؟ دا او دېته ورته پوښتنې ډیرې راولاړیږي.
که په عامیانه او ساده ډول فکر تعریف کړو نو: فکر، سوچ، تعقل او ذهني ځواک ته ویل کیږي، لکه چې وايي: په دې خبره ښه فکر وکړه..، یانې سوچ او ذهن دې پرې وکاروه. خو په علمي لحاظ فکر، د ذهني ځواک او تعقل پر بنسټ د ځانګړیو اصولو په تړاو د ځانګړې کړنلارې وضع کولو ته وایي. که دا اصول الهي وي یا انساني، نو د الهي اصولو په رڼا کې وضع شوې کړنلارې ته اسلامي فکر وایی. لکه څرنګه چې د انساني اصولو په رڼا کې مختلف وضع شوي فکرونو ته مارکسیزم، بوداییزم، لیننیزم، او.. وايی. د مختلفو انساني اصولو په رڼا کې وضع شوي فکري مکتبونو اصول هم مختلف وي. خو د الهي اصولو په رڼا کې وضع شوي فکر اصول سره یوشان وي. او هیڅ توپیر پکې نه وي. که نور فکري مکتبونه سره یوشان ندي، نو زه اصول یې سره مختلف دي..! نو د اسلام په نوم ولې دومره زیات فکري مکتبونه..؟ او ولې یې بیا سره جلا، جلا اندونه؟ دا هغه نقطه ده چې په عمومي ډول په ټوله نړۍ کې او په ځانګړي ډول زمونږ په هیواد کې تر سترګو کیږي. چې اخوان المسلمین، القاعده،دعوت او تبلیغ، اصلاح، حزب اسلامي حزب التحریر،امارت ،حزب المجاهدین او داعش. او… یې د بیلګې په ډول دي. هره ډله د اسلام او اسلامي فکرې دعوه کوي، هره یوه د اسلام د ادرسه غږیږي او شعارونه ورکوي، هریوه یې جلا، جلا اند او کړنلاره لري. هرې یوې ته خپله کړنلاره تر نورو سمه او غوره ښکاري او نورې درستې ورته ناسمې بریښي. حال دا چې ددوی د ورکړل شوې سرچینې چې اسلام یې بولي ، پکې هیڅ توپیر نشته، یو اسلام دی، یو فکر دی. خو نه یواځې چې اندونه یې مختلف دي، یو دبل ښه کلک مخالف دي!!.
په افغانستان کې هم د ذکر شویو حزبونو یا اسلام فکره مکتبونو ریښې شته. بلا پلویان لري، او هره یوه د پلویانو په زیاتولو کې یو تربله کوښښ کوي.چې ځینې یې ډیرې هڅانده دي.هڅه یې داده چې د اسلام په رڼا کې ځاني حقانیت ثابت کړي. خو دا حقانیت د اسلام په نوم که د اسلام په رڼا کې..؟ دا بیل سوال دی! که څه هم دا فکري مکتبونه وخت په وخت خپلې څیرې بدلوي، او خپلو موخو په رڼا کې، حالاتو ته په کتو چلند کوي. لکه د روسي ښکیلاک پر وړاندی افغان جهاد تقریبا د اخوان المسلمین( اخواني)فکرې په بنسټ پیل شو، ګڼ شمیر جهادي لیډران مو په همدې نوم پیدا، سره راټول او د همدې ادرس ځینې یې په فعالیت پیل وکړ. داچې دا فکره کورنۍ نه، بلکه پردۍ وه، او سرچینه یې مصرۍ وه، چې وروسته بیا ددې اسلامي فکرې سرلاري په خپلو کې سره بې لاري، او په نورو اسلامي ، خو سیاسي فکروسره وویشل شول، بیل یې تنظیمونه او بیل یې کارونه شول ! هرې ډلې په خپل نوم کې اسلام د مختاړي او وروستاړي په څیر وکاروه. داچې ورته وفاداره وو، کنه داهم تاریخ جوته کړه، او لا یې جوتوي..! خو شته کړنو یې سم ځای ونه نیوه، نو اوس د هماغې پخوانۍ اخواني فکرې په تړاو په نوی بڼه ځینې حرکتونه په څه پټه او څرګنده توګه په افغانستان کې فعالیت کوي. دوی غواړي چې په افغاني ټولنه کې د اخواني فکرې بد شوې نوم په په نوې بڼه تعمیر، خلکو او په ځانګړي ډول یې تنکي نسل ته ورپیچكاري کړي، نو له همدې امله یې نوې څیرې او نوې تګلارې غوره کړي.
ځکه د یو اسلام په نوم شته فکري حرکتونه او تنظیمونه د د خپلو موخو په خاطر د اسلام په نوم سره راټول نشول، د اسلام په نوم یې هغه کړنې وکړې چې اسلام یې نه مني!! د ولس سالمې او سوچه جذبې او ددوی د ناسالمو، پردیو او تړلو کړنو په پایله کې ولس خوار او هیواد برباد شو. دوی د ولس سوچه باور د لاسه ورکړ، خو لا امتیاز یې ژوندې ساتلې!
د ددوی نه پخوا ارادې سالمې وې، او نه اوس. د یو فکر لپاره راټول شول، خو په یو فکر راټول نشول!!دوی له مونږه د اسلامي فکرې تعریف ورک کړی، څوک یې په وژلو ، څوک یې په تربیت ، څوک یې په دعوت ، او څوک یې په سیاست کې لټوي.! او غونډ بیا تړاو د اسلام ځینې ورکوي. خو دا ډلې نه د هیواد د دردونو دوا شوي، او نه به دوا شي. ځکه تګلارې یې ناسمې دي .
بهرني موخه ییز سپورټونه، او هیوادنۍ خیر غوښتنه، سره دوه جلا، لیارې دي،چې هیڅکله سره جوړښت نه کوي. دیرش کلن تاریخ او تجربو ته په کتو، له پخوانه تر دې مهاله یې ښه شاهدان یو..، جهاد مو په پردیو مرستو شوې وو، چې پایله یې نن دا شوه..! د اسلام په نوم مو سیاسي سوداګریو هیواد دې حالت ته راورساوه، چې اوس یې جوړول، رغول او سوچه کول بلا ستونزمن کار دی.
دلته هره ډله او هر فکري مکتب د ځاني غښتلتیا، ځان بسنې، اوځاني سپورټ ناسمه دعوه کوي، او ولس ته پرې دوکه ورکوي، خو هیڅکله یې سالم عقلونه او ویښ ذهنونه نشي منلې، په نویو نومونو چې کوم اسلام فکري تړاوونه چې په کوم ګړندي فعالیت بوخت دي، دا کړنې او فعالیتونه هیڅکله په ځاني ونډو، کورنیو مرستو، او خیراتونو نه کیږي.
هغه ګوند چې په اصولو یې لا تر اوسه( ۲۰۰۰)رسمي غړي نلري، خو له دوه زرو څخه زیات ستر او قوي فعالیتونه،لکه، پوهنتون، شفاخانه، د ښوونکیو روزنیز مرکزونه، ښوونځي، سیمییزې راډیو ګانې، تلویزیون او منظم مهالني ستر، ستر پروګرامونه…، نه په داډول مرستو کیږي او نه امکان لري…! که وشي هم خو په څه مات او ګډ ډول به وي، نه په داسې منظم او دایمي ډول…! په هر ولایت کې فعال دفترونه، او منظم کارونه هم، څه مفت نه کیږي..، ښه ډبله خرچه غواړي. په همدې ترتیب هغه کړۍ، چې ګواکې ځانونه ډیر هیواد پاله او هیواد خواخوږي بولي، هم په همدې څیر دي، شعارونه یې یوشان او کړنې یې بل شان، شعارونه یې اسلامیت او افغانیت، خو کارونه یې ددې چورلټ مخالف…! د قانون له انده د سالم او منظم یانې تنظیمي ، سیاسي او ټولنییز فعالیت د هرچا طبیعي حق دی، څوک یې مخالفت نشي کولې، خو په څرګند او روښانه ډول، نه په پټ او غولیدلي ډول..!! نوم يو څه او کارونه بل څه!
یاد ساتئ چې ډیرې نوې څیرې، چې اوس د سیاست نوم په څرګند ډول نه اخلي، او نه یې د فعالیت کوم رسمي جواز لري. خو، ټولې روانې ټولنیزې کړنې او فعالیتونه یې د همدې موخې لپاره دي..! کړنې یې څرګندې، خو فکرونه یې لا پټ دي..! اوس یې د اسلامي فکرې په نوم ستره سوداګري روانه کړې، ولس ته یې دام اچولې، او د خپلې تلې( ترازو)د درنولو کوښښ یې پیل کړی!
ما دلته روانه دوه مخي، ژړوي، ما دلته د اسلام په نوم سوداګری ژړوی، او ما دلته ولس غولوونه ژړوي..! نه، بل څه!
دا سمه ده چې سیاست د اسلام ځینې، جلا ندی. خو دلته، اسلام د سیاست لپاره کیږي. نه، سیاست د اسلام لپاره!
خوار، کړیدلی، او ځوریدلی هیواد او ولس مو تل، د داډول اسلام نومو دسیسو ښکار شوې. ولس مو په ذاتي ډول خورا زیات اسلام پلوی دی، نو تل پدې تړاو زر غولیدلی، او د پردیو ښکار شوی. هر ګوند، ډله او فکر پدې نوم را ننوتې، ولسي نفوذ یې خپل کړی، خو وروسته یې بیا اصلي څیره څرګنده شوې..! پردي پالنه، که اسلامي هم وي، نو سالمه به نه وي !! نن سبا په نړۍ کې ریښتینې خواخوږي نشته. نه په اسلامي، او نه په کفري هیوادونو کې،، نن سبا د( Self Interest)یا ځاني ګټو، معامله ده. دلته نه اخوت شته او نه، محبت..! که وو، نو د قبلې څښتن او د تیلو ډک اسلامي هیواد به د غریبو، او ځپیدلو اسلامي هیوادونو ملا ورتړلې وه..! او خواخوږی به یې وو.، خو داسې نده، زمونږه نه خو د کفري هیوادونو ښه ملګری، او قوي خواخوږی دی!! او د همدې په څیر مو نور اسلامي هیوادونه هم!
هغه هیواد چې بنسټ یې دا وي چې: ( د هرڅه د مخه دې دا هیواد وي ) هغه نو بیا د اخوت، مخوت او اسلام په کیسه کې نه دی. هغه نو زما او ستا له غمه ندی مړ، پکې ټول شته ګوندونه، او فکري تړاوونه، هم د هرچا څخه مخکې،پورته نظریې ته په بشپړ درناوي قایل، او پلی کوونکي دي. نو ته جناب یې په کوم ډول خپل خواخوږي ګڼې؟ ولې یې همفکر ګڼې؟ د کوم فکر یې همفکر ګڼې؟ ددوی فکر؟ که یې ګڼې نو ته خو په رښتیا بیا زمونږ نشوې..! رانه پردی شوي ، د خپل هیواد د سرتيرو شته سرښندنې، ستایلې نشې، پلوي یې کولې نشې، خواخوږي او مرسته یې کولې نشي..!! خو، د پردیو سرښندنو د ستایلو، پلویو، خواخوږیو، او همکاریو ښه جوګه یې !! د لاریونونو او کنفرانسونو دې بیا وار نه وي!! دلته راته چپه خوله یې، خو هلته ښه میړه یې..!! هلته اخوت او رفاقت دی. خو دلته بیا څه شرارت دی..!!؟ دا ټولې کړنې پردي پالنه ثابتوي. دلته دې اصلي موخه سیاست دی، نه اسلام! چې په تړاو دی د اسلام نوم غوره کړی، او پرې سیاسي او خپله هدفي پانګه اچوونه کړی! پردي فکرونه موخپل کړي، او د نورو مو منلي!
ای !! ترڅو چې یودبل رښتوني خواخوږي نشو، په هیڅ ډول مو پردي نه خواخوږي کیږي. نه شوي، او نه به شي ! تر څو چې شته غمیزې پخپله حل نه کړو، نور یې نشي حلولای! ترڅو چې هیوادنۍ او ملي روحیه غښتلی نکړو، خپلو ته لومړیتوب ور نه کړو، نو تل به سره شندلي او شکیدلي یو!!
نو ای ولسه!! مخکې لدې چې دې یو وار بیا وغولوي، نو هوښیار شئ، او پردیپالو ته اغیار شئ !! کنه نو د رحمان بابا پدې بیت کې به شمار شئ چې :
دین یې دام وي د دنیا په لار کې ایښې.
پرې را اوړي وحشیان د مخلوقات.