لیکنه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
الله تعالی ورته د اسلام د راوړلو ویاړ ورپه برخه کړ ، په ځوانۍ کې یې یو ځل دالله په لاره کې حبشې ته هجرت وکړ او بل هجرت یې مدینې منورې ته وکړ . همدا راز الله جل جلاله ورباندې احسان وکړ او د مکې له یو غوره ځوان سره یې واده وکړ، کله يې چې خاوند د ( مؤته ) په غزا کې شهید شو ، الله تعالی ورباندې نعمت وکړ او د مسلمانانو لومړي خلیفه سره یې واده وکړ ، او وروسته د مسلمانانو د څلورم خلیفه د ژوند ملګرې شوه .
دا میرمن ددوه هجرتونو خاونده وه ، او د نبوت له وخت راوروسته ددوه خلیفه ګانو میرمن پاتې شوې ده . دا میرمن :
( اسماء بنت عمیس رضي الله عنها ) نومیږي .
اسماء رضی الله عنها د هغو څلورو مؤمنو خویندو څخه ده چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ایمان باندې ګواهي ورکړې وه .
نوموړې ( اسماء بنت عمیس بن معد بن الحارث بن تیم بن کعب بن مالک ) نومیږي ، مور يې ( هند بنت عوف ) نومیږي . دا هغه میرمن وه چې خپلو لوڼو ته یې څلورتر ټولو غوره انسانان د خاوندانو په توګه غوره کړي وو ، له همدې ځایه یې په دې شهرت پیدا کړ چې هند تر بل هر چا غوره زومان لري ..
د اسماء بنت عمیس یوه خور ، ( میمونه ) نومیده ، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو له ډلې څخه وه ، بله خور یې ( لبابة ) نومېده ، چې د محمد صلی الله علیه وسلم د تره عباس مېرمن وه ، بله خور يې ( سلمی ) نومېده . هغه هم د شهیدانو د سردار ( سید الشهداء ) حمزة بن عبدالمطلب رضی الله عنه مېرمن وه .
دا په داسې حال کې ده چې ، اسماء بنت عمیس ، د محمد صلی الله علیه وسلم د تره له ځوی ( جعفر بن ابی طالب ) سره واده کړی وو ، دا هغه کس وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې په اړه ویل :
په اخلاقو او خلقت ( بدني جوړښت ) کې ماته ورته یې … !!
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها په ځوانۍ کې له خپل خاوند جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه سره یوځای اسلام راوړی ، دوی هم د نورو مسلمانانو په څېر د قریشو د مشرکینو لخوا له سختو کړاوونو او تکلیفونو سره مخامخ شوي دي .
همدا لامل وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته حبشې ته د هجرت امر وکړ ، ( اسماء ) له خپل خاوند سره یوځای د مهاجرینو د لیکو په سر کې ووته .. هلته یې څو کلونه تېر کړل ، او له جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه څخه یې درې بچیان وزیږول . دوی :
محمد ، عبدالله او عون نومېدل ..
کله چې اسماء بنت عمیس په حبشه کې وه ، د قریشو مشرکینو هڅه کوله چې د نورو مسلمانو مهاجرو سره یوځای یې بیرته مکې ته راوګرځوي ، د قریشو مشرکینو ( عمرو بن العاص او عتبة بن ابی ربیعة ) له ګڼو ډالیو سره د حبشې پاچا ته ولیږل ، هغوی په دې هیله وو چې مهاجر به له حبشې راوشړي او مکې ته به یې راوګرځوي . …
کله چې د اسماء بنت عمیس خاوند د نجاشي په دربار کې له اسلام څخه دفاع کوله ، هغې د خپل خاوند د بلاغت او قوي دلایلو ستاینه کړې . د اسماء خاوند د مریم سورت یو څه آیتونه ولوستل ، او ددې آیتونو په لوستلو یې نجاشي وژړاوه . سمدلاسه نجاشي د قریشو د استازو د ویستلو او شړلو امر وکړ ، او په حبشه کې مسلمانان په امن کې شول او دالله تعالی عبادت یې په آرامه فضاء کې ترسره کاوه .
اسماء بنت عمیس په حبشه کې له خپل خاوند ، ځامنو او یو شمېر مسلمانانو سره تر ډېره وخته اوسېدل . دا په داسې حال کې ده چې په مکه مکرمه کې اسلامي دعوت ډېر ګرم روان وو او له سترو پېښو سره مخامخ کېده ، ترټولو ستره پېښه یې مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت وو . له همدې ځایه اسلام یو نوی یون پیل کړ . له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو صحابه کرامو په مټ د کفارو وړاندې غزاګانې وکړې . د هجرت په اووم کال ، الله تعالی مسلمانانو ته د خیبر کلاګانې په لاس ورکړې او هغه يې فتحه کړې . دا مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم فکر وکړ چې باید نور د حبشې د مهاجرو یون پای ته ورسوي . سمدلاسه یې ( عمرو بن امیة الضمري ) نجاشي ته ورولیږه ترڅو هلته مهاجر مدینې منورې ته راولیږي .
اسماء بنت عمیس له خپل خاوند او زامنو سره یوځای په کښتۍ کې راکښېناستل ، او ټول مهاجر په دوه کښتیو کې خپلو ځمکو ته راستانه شوه . دا ځل دوی د عربو له جزیرې څخه راتېرل او له دولس کلن هجرت وروسته د مدینې منورې پر لور روان شول .
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل د تره ځوی جعفر بن ابی طالب له اوږد سفر څخه په راستنېدو ډېر خوشال شو ، هغه یې پر تندي ښکل کړ او ویې ویل :
نه پوهیږم چې په څه ډېر خوشال یم ، د جعفر په راتللو او که د خیبر په فتحه کولو ؟ !!!
عمر بن الخطاب رضی الله عنه له اسماء بنت عمیس سره ټوکه وکړه او ورته یې وویل :
ای حبشیې !! موږ درڅخه هجرت کې مخکې شو !!
اسماء وویل :
قسم په الله ته سم وایې ،
تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای وئ ، وګي ته به یې خواړه ورکول ، او ناپوه ته بې ښودنه کوله !!
او موږ لیرې شوي شړلي شوي وو .
بیا یې وویل :
زه به خامخا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورځم ،
او دا کیسه به ورته کوم ….
سمدلاسه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لور روانه شوه او ویې ویل :
ای دالله رسوله !!
ځینې خلک پر موږ ځان ویاړمن بولي او ګومان کوي چې تاسو له لومړنیو مهاجرو څخه نه یاست …
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
بلکې تاسو ددوه هجرتونو خاوندان یاست … … هم مو نجاشي ته هجرت کړی ، او هم ماته ..
او د حاکم په روایت کې راځي چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :
زه له تاسو ډېر حق لرونکی نه یم … . زه او زما ملګرو یوازې یو هجرت کړی .. او ستاسو یانې د کښتۍ خاوندان دوه هجرتونه کړي دي …
د خیبر د کلاګانو له فتحې وروسته ، اسماء بنت عمیس رضی الله عنها له خپل خاوند جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه سره یوځای خپلو خپلوانو ته د بیرته راستنېدو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو سره د لیدو له نعمته ډېر خوند وانه خیست .. .. نږدې یوکال وروسته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم درې زره صحابه کرام په شام کې روم سره د غزا لپاره ورولېږل … د لښکر مشري يې ،
زید بن حارثة رضی الله عنه ته ورکړه .
او رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د لښکر د مشرۍ لپاره نور بدیلونه ټاکل نو ویې ویل :
له زید وروسته به ، جعفر بن ابی طالب د لښکر مشر وي ..
او که جعفر شهید شو ، نو عبدالله بن رواحة به مشر وي ..
مسلمانان د ( مؤتة ) په سیمه کې له روم سره مخامخ شول ، او ډېره سخته جګړه پېښ شوه .. په دې غزا کې زید بن حارثة رضی الله عنه شهید شو ، ورپسې جعفربن ابی طالب رضی الله عنه هم شهید شو ، بیا عبدالله بن رواحة رضی الله عنه هم شهید شو .. دامهال خالد بن الولید رضی الله عنه د لښکر چارې په لاس کې نیسي او اسلامي لښکر له ماتې راباسي …
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها د خپل ځوان دري دېرش کلن خاوند جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه شهادت زغمي ..
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې پر هغه غائبانه جنازه وکړه .. او ویې ویل :
خپل ورور جعفر ته بخښنه وغواړئ ، ځکه هغه شهید دی ، او جنت ته داخل شو .. او هغه به په جنت کې له ملایکو سره یوځای له یاقوتو څخه په جوړو شویو وزرو باندې الوتنې کوي ….
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم اسماء ته ځواب ولیږه چې ، د جعفر زامن ورته ورولیږي … هغوی یې ورته راوستل او ویې فرمایل :
ای الله جعفر ستا خواته د غوره ثوابونو لپاره درغلی … دده اولاده هم د نیکو بنده ګانو غوندې نیکان او غوره کړې ..
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اسماء بنت عمیس او دهغې زامنو ته د جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه د مړینې تسلیت ورکاوه ، دهغه ځوی عبدالله بن جعفر رضی الله عنه فرمایې چې ،
کله رسول الله صلی الله علیه وسلم زما مور ته راغی او زما د پلار د مړینې تسلیت یې ورکاوه ، هغه حالت ماته رایاد دی ، وایې چې ما ورته کتل چې زما پر سر یې لاس راښکه …سترګو یې اوښکې وکړې او په مبارکه ږیره یې د اوښکو څاڅکي راوڅڅېدې …. .. بیا یې وفرمایل :
ای اسماء .. آیا خوشاله دې نه کړم !
مور مې وویل :
ای د الله رسوله ، زما پلار او مور دې درنه قربان شي !!
رسول الله وفرمایل :
الله تعالی جعفر ته دوه وزرې ورکړي او په جنت کې به پرې الوتنې کوي …
مور مې وویل :
زما پلار او مور دې له تا قربان شي دالله رسوله !!!
خلک هم له دې خبر کړه !!
رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېده ، زما لاس یې ونیوه او منبر ته وخوت … او زه یې لاندني کښېنولم او ویې فرمایل :
د یو کس مټ دهغه پر ورور او د تره پر ځوی غښتلی کیږي … خو جعفر رضی الله عنه شهید شو … الله تعالی ورته دوه وزرې ورکړي او په جنت کې به پرې الوزي …
اسماء بنت عمیس څخه روایت دی ، فرمایې :
ما چېغې وهلې نو ښځې راباندې راټولې شوې .. رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا داسې وویل :
ای اسماء مه بې ځایه خبرې کوه ، او مه سینه په څپیړو وهه ..
اسماء رضی الله عنها فرمایې :
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې لور فاطمې رضی الله عنها ته ورغی ، هغې هم داسې ویل :
ای کاکا !!!!
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
د جعفر غوندې انسان پسې دې ، ژړونکې وژاړي !! بیا یې وفرمایل :
د جعفر کورنۍ ته خواړه ورکړئ ، ځکه هغوی نن په غم کې ډوب دي …
کله چې د اسماء بنت عمیس رضی الله عنها د ( عدت ) ورځې پای ته رسیږي ، ابوبکر الصدیق رضی الله عنه پرې مرکه کوي او د ځان لپاره یې غواړي .. دا مهال ابوبکر صدیق رضی الله عنه د شپېتو کلونو په درشل کې وو … د هغه مېرمن ( ام رومان رضی الله عنها) هم وفات شوې وه … له دې ورورسته اسماء بنت عمیس د ابوبکر الصدیق مېرمن شوه .. هغې له زامنو سره یوځای د ابوبکر رضی الله عنه تر سیوري لاندې د مینې ، پیرزوینې او نرمۍ ژوند وکړ ..
د هجرت په لسم کال ، د اسماء بنت عمیس د حمل وروستۍ میاشت وه چې ، نوموړې له ابوبکر الصدیق رضی الله عنه سره یوځای د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرتیا حج ته لاړل .. دوی چې څنګه له مدینې منورې څخه ووتل ، په لاره کې پرې د ولادت دردونه راغلل ، او( محمد بن ابي بکر رضی الله عنهما ) دنیا ته سترګې راوغړولې ..
خاوند ابوبکر رضی الله عنه یې وغوښتل چې خپله مېرمن بیرته مدینې ته راولیږي ، په دې اړه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم اجازه وغوښته … هغه ورته وفرمایل :
ورته ووایه چې غسل وکړي ، بیا دې احرام وکړي ..
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها د هجرت د یوولسم کال د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات او له هغه وروسته د ابوبکر رضی الله عنه د خلیفه کېدو پرمهال هم ژوندۍ وه .
د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د خلافت په لومړيو میاشتو کې ، اسماء بنت عمیس د فاطمې رضی الله عنها مړینه هم ویني ، دا مهال د فاطمة الزهراء رضی الله عنها د پلار د مړینې ایله څو میاشتې شوې وې ، چې لور فاطمة یې هم ورپسې له دې دنیا سترګې پټې کړې .
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته تر ټولو نږدې ښځه وه ، کله چې د فاطمة الزهراء رضی الله عنها نېټه رانږدې شوه ، وصیت یې وکړ چې خپل خاوند علي بن ابي طالب رضی الله عنه او اسماء بنت عمیس رضی الله عنها به ورته غسل ورکوي .
فاطمة الزهراء رضی الله عنها پخوا اسماء رضی الله عنها ته شکایت کړی وو چې ، نوموړې سره دا اندېښنه ده چې د قبر ته د وړلو او کوزولو پرمهال یې بدن ونه لیدل شي ….. د بخاري او مسلم په روایتونو کې راغلي چې فاطمې رضی الله عنها ورته وویل :
ای اسماء .. ! له ښځو سره چې دا مهال څه کیږي ، نه مې خوښیږي … پر ښځه جامې اچول کیږي خو بیا هم ښکاري ..
اسماء ورته وفرمایل :
ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم لورې !! ما چې په حبشه کې څه لیدلي خوښه دې چې تاته یې هم وښایم ؟
د خرماوو لامده پټونه یې راوغوښتل .. هغه یې خپاره کړل او بیا یې د جامو پرځای واچول …
فاطمې رضی الله عنها ورته وویل :
دا څومره ښکلی لباس دی .. !!! د سړي ځوی له ښځې مالومیږي .. که زه مړه شوم ، ته او علي رضی الله عنه راته غسل راکړئ !!! او هیڅوک دې ماباندې نه داخلیږي …
او کله چې وفات شو ه ، اسماء رضی الله عنها د زهراء وصیت پرځای کړ …
ابوبکر رضی الله عنه هم اسماء ته وویل چې ، د زهراء رضی الله عنها وصیت پرځای کړي ..
په دې طریقه ، اسماء بنت عمیس له حبشې څخه دا دود را انتقال کړ چې د مړو په تکفینولو کې د خرماوو له پټو څخه ګټه واخلي .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن زینب بنت جحش رضی الله عنها چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن وه چې له هغه وروسته وفات شوه ، اسماء ورته همداسې پټونه جوړ کړي وو . عمر بن الخطاب رضی الله عنه هم دا دود خوښ کړ . په دې اړه یې خلکو ته امر وکړ .
مخکې ددې چې دا امر نه وو شوی چې د ښځینه مړو په انتقال کې دې یوازې دهغې خپلوان برخه واخلي ، هغوی به قبرونو ته د ښځو د انتقال په برخه کې د خرماوو له دې پټونو څخه کار اخیست ترڅو یې څوک ونه ویني .
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها د خپل خاوند ابوبکر رضی الله عنه د خلافت په دوره کې هم دهغه سترې جګړې شاهده وه ، چې خاوند یې د عربو په جزیره کې د مرتدینو ( له دینه اوښتو خلکو ) خلاف وکړه . همدا راز ددې هم شاهده وه چې خاوند یې قرآن کریم راټول کړ ، او بیا یې لښکرې شام او فارس ته ولېږلې .. .. اسماء رضی الله عنها به د خاوند ملاتړ او په کارونو کې به یې ورسره مرسته کوله .. .. نوموړې په هوښیارتیا ، ځیرکتیا ، قوي ارادې او غښتلتیا مشهوره وه . .. خو له ابوبکر الصدیق رضی الله عنه سره یې ژوند ډېره ادامه نه مومي … خاوند یې دوه کاله خلافت لا نه پوره کوي چې ، له دې دنیا کوچیږي … ابو بکر الصدیق رضی الله عنه په دري شپېته کلنۍ کې له دې دنیا سترګې پټې کړې .. ..د ابوبکر رضی الله عنه د وصیت سره سم ، اسماء بنت عمیس رضی الله عنها نوموړي ته غسل ورکړ ، لکه دهغه وړاندې يې چې فاطمة الزهراء رضی الله عنها ته غسل ورکړی وو .
عمر بن الخطاب رضی الله عنه د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه جنازه وکړه ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترڅنګ يې دهغه په جومات کې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک منبر سره نږدې يې خاورو ته وسپاره .. . اسماء بنت عمیس رضی الله عنها ته یې یو ماشوم پرېښود ، چې لا دیارلس کلنۍ ته نه وو رسیدلی ..
او کله چې د اسماء بنت عمیس رضی الله عنها د عدت ورځې پای ته ورسېدې ، علي کرم الله وجهه يې د واده غوښتنه وکړه .. هغه خپل د تره د ځوی زامن ، او د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه یو ځوی له خپلو هغو بچیانو سره رایوځای کړل چې له اسماء بنت عمیس رضی الله عنها څخه یې وروسته پیدا شول ، چې یحیی او عون نومېدل … هغه یې غوره پلار شو او دیتیمانو په توګه یې دهغوی ښه روزنه او پاملرنه وکړه.
د سیرت په کتابونو کې راځي چې ، د علي بن ابی طالب کرم الله وجهه په کور کې د اسماء ددوه زامنو ترمنځ ښکلې خبرې اترې ترسره شوې وې … دا خبرې اترې د محمد بن جعفر او محمد بن ابی ابکر ترمنځ شوې وې …
هر یو یې دا خبره کوله :
زه له تا ښه یم ، او زما پلار ستا تر پلار غوره دی..
علي کرم الله وجهه خپلې مېرمنې ته وویل :
اسماء ته ددوی ترمنځ پرېکړه وکړه .. !!
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها وویل :
ما د عربانو په ځوانانو کې له جعفر ښه ځوان نه دی لیدلی … او نه مې دعربو په بوډاګانو کې له ابوبکر غوره بوډا لیدلی ..
علي کرم الله وجهه د اسماء بنت عمیس له دې بلاغت ، ځیرکتیا او پوهې متاثر شو او ورته یې وویل :
موږ ته دې هیڅ پرې نه ښودل .. او که بل څه دې ویلي وای ، نو درباندې به غوسه شوی وای …
کله چې علي کرم الله وجهه د هجرت په ۳۵ کال کې د عثمان بن عفان رضی الله عنه له شهادت وروسته د مسلمانانو خلیفه شوه ، هم يې د خپلې مېرمنې زامنو ته په پاملرنه او روزنه کې کوم کمی نه رانغی ..
هغه له خپل پرکټي ( محمد بن ابی ابکر ) رضی الله عنه سره تر دې اندازې مینه کوله چې ، هغه یې په مصر باندې د امیر په توګه وګوماره .
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها دا ټولې سترې پېښې په خپلو سترګو ولیدې … کله چې په مصر باندې د امویانو لخوا دواک د نیولو پر سر حملې کېدې ، د ( ابن الخدیج ) په لاس د ځوی په وژل کېدو سخته خپه شوه . نوموړې دخپل د ځوی په شهادت باندې ډېر صبر وکړ ، بیا ډېر وخت لا تېر نه وو چې د خپل خاوند علي بن ابی طالب کرم الله وجهه د شهادت درد یې ولید… خاوند يې د هجرت په ۴۰ څلوېښتم کال د روژې په میاشت کې شهید شو .
اسماء بنت عمیس دخاوند او ځوی له شهادت وروسته ډیر صبر وکړ ، بیا لا ډېر وخت تېر نه وو چې د ډېرو کړاوونو ، تکلیفونو او غمونو له زغم وروسته ورباندې ناروغیو حمله وکړه او له دې دنیا یې سترګې پټې کړې .
اسماء بنت عمیس رضی الله عنها وکړی شول چې په حبشه کې د ډېر مهاجرت بدیل او جبران د هجرت په اووم کال مدینې منورې ته په راتګ او د نبوي کورنۍ ته په ورنږدې کیدو سره راوړي . په نبوي کورنۍ کې يې زده کړه پیل کړه ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه به یې په یادو زده کول… نوموړې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ګڼ حدیثونه هم روایت کړي دي … رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته یوه ورځ وویل :
آیا یو څو خبرې درته زده نه کړم چې د مصیبت په حالت کې يې ووایې ، او الله تعالی درنه غم راکم کړي ؟؟ :
الله … الله زما رب دی او هیڅ شی ورسره نه شریکوم !!!
او له هغو حدیثونو له ډلې چې اسماء بنت عمیس رضی الله عنها روایت کړی ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده :
په دنیا کې د یو سړي دبدبختۍ لاملونه درې دي :
د کوربدوالی ، د سپرلۍ بدوالی ، او د ښځې بدوالی …
ورته وویل شو چې ، د کور بدوالی څنګه وي ؟
ویې فرمایل : د مساحت کموالی او د ګاونډیانو بدوالی ..
ورته وویل شو چې ، د سپرلۍ بدوالی څنګه وي ؟
ویې فرمایل : هغه سپرلي چې شاه نه درکوي او نا آرامه وي..
ورته وویل شو چې ، دښځې بدوالی یانې څه ؟
ویې فرمایل : شنډوالی او دهغې بداخلاقي …
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسماء بنت عمیس او دهغې د خویندو په اړه د غوره ایمان ګواهي ورکړې ، له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
څلور مؤمنې خویندې ، میمونة ، او ام الفضل د الحارث لوڼې .. سلمی او اسماء د عمیس لوڼې دي ..