لیکنه: طاهر ساپی
د اسیا زړه ناستې له ننه ۶ کاله مخکې یې لومړۍ ناسته د ترکیې هېواد په استانبول ښارکې به ۲۰۱۱ کال کې وشوه چې هغه مهال پکې هم ګڼو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د نړیوالو ادارو غړو هم ګډو کړی وو. دا غونډه په حقیقت کې د هغې کنفرانس ادامه ده چې لومړۍ یې د ترکيي په استانبول له هغې وروسته پرلپسې هر کال په کابل، قزاقستان، په چین ، اسلام اباد هندوستان او سږ کال په اذربایجان هېواد پلازمینې باکو کې جوړه شوه .
په دې کنفرانس کې به د استانبول د بهیر۱۴غړي هېوادونه، ۱۷ملاتړي هېوادونه او ۱۱ نړیوال سازمانونه ګډون کړی وو .چې موخه یې د اسیازړه پیاوړې سیمې په لور د امنیت او اقتصادي اتصال” تر عنوان لاندې د اسیازړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه ناسته کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د وضعیت او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې . د افغانستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو اړوند مسوولین د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، د امنیتي او د قانون د تنفیذ، د دواړو هېوادونو تر منځ د هوایي خدمتونود همکارۍ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو موافقتنامې لاسليک کړي.
افغانستان چې تر هرڅه لومړۍ اړتیا یې سوله امنیت او سکون دی ولسمشرهم په هر سفر او ناسته کې دخپلو ځواکونو په لاسته راوړنو او بریاوو بحث کوي هڅه کوي چې دخپل هېواد په ارزښت او دوۍ ته د افغانستان په سوله کې ددوۍ خیر تشریح کړي چې دغه د افغانستان د لومړیتوبونو څخه ده که چیرته سیمه د افغانستان دامنیت لپاره لاس ورکړي نو ممکنه ده چې دخپلو ګټو په موخه دغلته دسولې لپاره ګامونه واخلي ولسمشر محمد اشرف غني په باکو کې دخپلې وینا پرمهال وویل افغان حکومت له نیشه یي توکو سره مبارزه کړې، خو په وینا یې چې دا هڅې کافي نه دي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.زموږ د ځانګړو ځواکونو او کومانډو په یو لړ عملیاتو کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو منابع نابودې کړي، داعش اوس په افغانستان کې بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی، تجهیزات او جنګیالي نه لري .
ده همداشان د افغان ځواکونو له هڅو هم ستاینه کړې ویلي یې دي چې کومانډو ځواکونه په خپلو ټولو عملیاتو کې بریالي دي او په سیمه کې په غوره کومانډو ځواکونو د بدلېدو په حال کې دي.
دغه اوه(۷) موافقې په باکو کښې د اسیا دزړه د اوم(۷) کانفرنس په څنګ کښې د افغانستان دولسمشر اشرف غنی او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی اف او د دواړو هیوادونو د پلاویو له خبرو وروسته لاسلیک شوې .
په دغو اوو (۷)موافقو کښې د ګډې پانګونې پراخول او ملاتړ کول ، ګډ هوایی خدمات ، د قانونمنۍ پیاوړی کول ، دټرانسپورټ ، بیخ بنایی ،اقتصادی ، سوداګری ، کلتوری او د زده کړې ملګرتیاوې شاملې دی .
داذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف د ملګرتیاو دسندونو له لاسلیک کیدا وروسته له افغانستان سره دسیاسی اړیکو سویه رضایت بخښونکی وبلله او ویې وویل باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوی .
الهام علی اف افغانستان ته د هوایی حریم له لارې د ټرانسپورټ په زمینه کښې د اذربایجان جمهوریت مرستو ته په اشارې سره وویل باکو په افغانستان کښې دخپلو عسکرو دشمیر د زیاتولو کوشش کوی .
همدا اوس د ناټو دځواکونو په چوکاټ کښې د اذربایجان جمهوریت درې نوی(۹۳) پوځیان په افغانستان کښې دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم له اذربایجان جمهوریت سره د کابل دحکومت د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا دټینګار په ترڅ کښې له افغانستان سره د اذربایجان جمهوریت د مرستو مننه وکړه .
په سیمه کې دافغانستان نيژدې اړیکې تمه راکوي چې په نیژدې راتلونکي کې افغانستان د اسیایي هېوادونو په کتار کې دیوه زنځیري جوړښت یوه مهمه کړۍ او حیاتي ارزښت پیدا کړي چې په دې سره به نړیوال په دغه هېواد خپله اقتصادي تکیه وکړي .
د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم څخه د افغانستان ګټه اخیستنه د سیمې د لا ادغام او د افغانستان راتلونکي کې د اسیا سیمیزو قدرتونو سولهایزې ونډې تضمینولو لپاره یوه خورا ښه وسیله ده د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون پلي کول د نړیوالو لارو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا څرګندوي. نړیوالو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا د هغو سختو هڅو له خوا هم ثابته شوه چې په ۲۰۱۷ کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د دغه هیواد ګډون لامل شوي.
د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم په نړۍ کې د ترانزیت یواځنی سیستم دی چې د لاریو چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د سرحدي پولو څخه توکي په خوندي توګه او د خورا لږ ځنډ سره ولیږدوي او د ګمرکونو چارو ادارو ارزښتمن وخت او پیسې سپموي.
د پاکستان څخه واردات و افغانستان ته لږ سوی دی او دا لږوالی د پاکستان تاجران او تولید کوونکی خواشینی کړی دی. دولت په دی لټه کی دی چی د پاکستان څخه تړلي حال څخه ځآن وباسي.
دا په داسی حال کی دی چی دولت د چابهار د بندر په جوړولو او دایران سره د اړیکو په سمولو پسی دی او ددی هیواد سره د مواصلاتی لاری په جوړولو بوخت دی.
افغانستان د وسپنیزی لاری پراختیا د اروپایی او منطقه ای هیوادو سره د اړیکو د ډیریدو لامل بولی او د نورو هیوادو سره د اړیکی د ښه کیدو لپاره دا کړنه ضروری بولی، خو بی له شکه د افغانستان د اصلی هدفونو څخه یو د پاکستان سره د اړیکی لنډول دی.
پاکستان مني چی اوسنی وضعیت د پاکستان په ګټه نه دی ، خو ددی واقعیت درک، پاکستانی مقامات نه دی مجبوره کړی چی د افغانستان په وړاندی خپل سیاست ته تغیر ورکړی، بلکه تلاش یی هم کړی دی چی په افغانستان کی نور هم ناامنی ډیره کړی.
په افغانستان کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت فعالول او پلي کول یو داسې ملي لمړیتوب دی چې د سوداګرۍ او ترانزیت زیاتیدو زمینې چمتو کولو کې به مرسته وکړي ، د نړیوال ځمکنی ترانسپورت جواز څخه په ګټې اخیستو سره به نوره د دي اړتیا نوي چې توکي د پیچلو ګمرکي کړنلارو څخه تیر شي یا په سرحدي دروازو کې وځنديږي.
افغانستان په ۱۹۷۵ کال کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لسیزو شخړو وروسته، دغه هیواد یواځي په ۲۰۱۳ کال کې خپل غړیتوب بیرته فعال کړ او اوس د دغه کنوانسیون کړنلارو تطبیق پیل کوي.
لنډه دا چې دا هوکړه لیکونه د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، د امنیت او قانون د تنفیذ، د هوایي خدمتونو د همکارۍ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او اذربایجان ولسمشرانو د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په پای کې د هوکړه لیکونو د جزیاتو تعقیب لپاره د یوه ګډ پلاوي په جوړیدو هم ټینګار وکړ.
په هر حال که د افغانستان حکومت منطقه ای ناستوته لکه د آسیا دزړه ناستو ته په مثبته نظر ګوری او دهغو څخه یی استقبال کړی دی خو ځینی پوهان په دی باور دی چی د افغانستان اصلی مشکلات د حکومت د سرانو ترمنځ داخلی مشکلات دی.
……………………………………………….