لیکنه: ارش ننګیال
زندان لکه د غڼو ځاله. له زندان نه، غټې او وړې رېښې هره خوا په هوا تللي، ماشومانو ته له رېښو نه جوړه شوې غټه کجاوه راوړي، ملنګ بابا او ماشومان په کې کېنوي او کجاوه چې پاس د رېښې له رسۍ سره نښتې وي، حرکت کوي او رسا د پاچا ماڼۍ ته ورځي.
ماڼۍ له رنګارنګو، ښيښه يي رېښو نه جوړه شوې ده، رېښې لکه اوږده وېښته چې په ملا پراته وي، رېښې په ماڼۍ داسې راځوړندې دي.
ماڼۍ دومره ستره ده چې له یو سر يې بل سر نه ښکاري. له ماڼۍ نه سمې رڼاګانې پورته کېږي، شاوخوا یې د رېښو کسان ګرځي راګرځي.
رېښې ماشومان ماڼۍ ته د پاچا مخ ته ودروي، پاچا لکه غټه او پلنه ونه، چې بې شمېره ښاخونه لري، د جال په څېر له رېښو جوړې شوې څوکۍ کې ناست وي، د ماشومانو په لیدو غږ کوي:
ـ اې د ادم اولادونو! تاسو ته چې چا ضرر رسولی، پوښتنه به ترې کېږي خو تاسو لومړی دا ووايئ چې دلته په څه ډول راغلئ؟ دلته خو تر اوسه پورې کوم انسان نه دی راغلی.
ټولو نه مخکې وړانګه په خبرو پیل کوي:
ـ سلام پاچا صیب! زما نوم وړانګه ده، دا زموږ مشر او استاد ملنګ بابا دی، دی لمر او هغه بل امېل نومېږي.
پاچا وايي:
ـ ښه! یانې دا سپین ږیری ستاسو استاد او لار ښوونکی دی؟
ملنګ بابا چې زندان کې ژوبل شوی وي، په نالښت او ارامۍ وايي:
ـ پاچا صیب! اصل کې دا ماشومان زما ښوونکي دي، دا د دوی هڅه او کوښښ دی چې تر تاسو راغلو، دوی ژوند سره مینه لري، هيله لري، غواړي چې ستاسو په راتګ بېرته خپل وطن او خپل کلی آباد کړي.
لمر هم ورسره خبره غبرګوي:
ـ پاچا صیب! موږه ډېر زحمت ویستی دی، موږه د اوبو او کبانو پاچاهۍ ته هم تللي وو.
امېل د لمر خبره پرې کوي او په خوشالۍ وايي:
ـ هغوی راسره منلې ده چې بېرته به زموږ کلي ته راځي خو کبانو یو شرط اېښی دی.
پاچا چې د ماشومانو خبرو ته متوج وي، وايي:
ـ تاسو ډېر هوښیاران او په ځان ډاډه ښکارئ، ښه کبانو څه ډول شرط اېښی؟
ملنګ بابا ورته وايي:
ـ کبان وايي چې د اوبو او کبانو له راتګ سره باید ونې او بوټي هم بېرته کلي کې را زرغون شي او بېرته کلي ته راشي.
پاچا په بې تفاوتۍ وايي:
ـ موږ له تاسره سره ژوند کړی دی، هلته مو وخت تېر کړی دی، پرته له درد او رنځ نه مو بل څه نه دي راکړي.
وړانګه پاچا ته وايي:
ـ زموږ کلیوالو یوازې تاسو ته نه، خپل ځان او خپلې سیمې ته يې هم زیان اړولی دی، اوس ستاسو په قدر پوی شوي دي، کنه دلته به مو څه کول؟
ملنګ بابا وايي:
ـ اوس هغه پخوانی کلی نه دی، ټول خلک ترې کوچېدلي، یوازې څو کورونه پاتې دي چې هغوی هم موږ سره ژمنه کړې چې بیا به له هېچا او هېڅ شي سره بد سلوک نه کوي. وګوره هغوی دومره مجبور دي چې خپل اولادونه یې دلته رالېږلي دي.
پاچا وايي:
ـ ستاسو د بې پروایئ سزا موږ اوس هم هره شېبه زغموو، وګوره ژوند مو بې ثمره تېر شو، موږه رېښې ددې لپاره پیدا شوي یو چې په ځمکه کې ونې زرغونې کړو، خلکو ته ډول، ډول مېوې، بوټي او ګلونه ورکړو خو موږ اوس بې ثمره یو. که تاسو په رښتیا هم زموږ تلل غواړئ او که تاسو په رښتیا هم زحمت وېستی وي او هوښیاران استئ، نو تاسو به زموږ لپاره د ژوند نښه له ځانه سره راوړې وي؟
ماشومان یو بل ته حیران، حیران ګوري، لمر په حیرانۍ وايي:
ـ څه؟ د ژوند نښه؟
امېل هم حیران وي:
ـ د ژوند نښه یې لا څه ده؟
وړانګه ملنګ بابا ته مخ اړوي او وايي:
ـ ملنګ بابا! د ژوند نه نښه؟
ـ ملنګ بابا فکر کوي او بیا په خوشالۍ وايي:
ـ هو هو، موږ سره د ژوند نښه شته، بالکل شته. امېله د بوټو تخمونه مو څه کړل؟
امېل په بيړه وايي:
ـ هو هو! تخمونه راسره شته دي، خو ما هېڅ فکر نه کاو چې پاچاصیب به یې له موږ نه غواړي؟
امېل له خورجین نه د ډول، ډول بوټو او ګلانو تخمونه پاچا ته وړاندې کوي، پاچا د تخمونو په لیدو خوشاله کېږي او وايي چې دا تخمونه ددوی لپاره د ژوند نښه ده او دوی ته ډېر ارزښت لري.
د رېښو پاچا له ماشومانو سره ژمنه کوي چې د اوبو له راتګ سره سم به، دی د ونو او بوتو رېښو ته امر وکړي چې ستاسو سیمې کې زرغونې شي او هلته ژوند پیل کړي. خو پاچا هم یو شرط لري.
هغه دا چې ځنګل پرته له الوتونکو او ځناورو نه بشپړېږي. پاچا ماشومانو ته وايي چې دوی به په دې شرط بېرته کلي کې را زرغونېږي چې دوی د ځنګله ژوي او الوتونکي هم قانع کړي چې بېرته کلي او د کلي ځنګله او ونو ته راشي.
ملنګ بابا ورسره شرط مني او بېرته د کلي په لور روانېږي.