ليكنه: آرش ننګیال
وایی: که په غلطه لار لاړې له وېرې پرته بېرته را وګرځه!
څو چې خپل فکر کې بدلون را نه ولو، کلي کور کې بدلون نه شو راوستلی. زما په نظر تر هغې ټولنه کې سوکالي، ارامي او خوشالۍ نه شو راوستلی څو چې خپل فکر یا هم باطن کې سوکالي، ارامي او خوشالي ونه لرو.
دا په دې مانا هم ده چې د یوه څیز د لاسته راوړلو لپاره روان یو خو له زړه یې نه غواړو یا هم په ټول وجود یې نه غواړو، هڅه نه کوو او په تمه یو چې یوه معجزه وشي…
په ځان کې بدلون راوستل هم جرات او بصیرت غواړي (دوو کسانو اسمان ته وکتل یوه ستوري او سپوږمۍ ولیده او بل خړې ورېځې)
کله کله ځینې وړې پېښې یا هم وړې خبرې په انسان کې د بدلون لامل کېږي خو که څوک یې وغواړي.
نړۍ له دا ډول کسانو ډکه ده، دا چې تېر تل په زړه پورې وي غواړي له میلاده، د دوه دوه نیم زرو کالو مخکې د یوه پیاوړي امپراتور د بدلون کیسه درته په لنډو وکړم ځکه د ده په هکله کتابونه کتابونه خبرې شته.
ـ اشوکا د خپلې زمانې ګاندي او که ګاندي د خپلې زمانې اشوکا…؟
د هندي پوهان وایی چې د اشوکا او ګاندي د عدم تشدد مفکوره یوه وه.
له میلاد نه شاوخوا دوه نیم زره کاله پخوا د اوسني هند او شاوخوا سیمو باندې اشوکا امپراتوري چلوله. دی د یوې لویې او بې سارې امپراتورۍ خاوند تېر شوی دی.
اشوکا میلاد نه مخکې ( ۲۷۳ ـ۲۳۲) کلونو کې یو غښتلی او بې رحمه شهزاده و، دی یو خونړی خو هوښیار سر لښکر او قومندان و.
د ده په هکله داسې روایتونه هم شته چې کله له جګړې راستون شو کتل یې چې پلار یې د مرګ په بستر پروت دی او غواړي چې واک خپل بل زوی ته وسپاري چې پای کې د سلطنت د لاسته راوړلو لپاره یې خپل ۹۹ ورونه ووژل.
ده د خپل واک د سیمې د پراختیا لپاره ډېرې جګړې وکړې، ډېر انسانان یې ووژل او ډېرې سیمې یې لاندې کړې خو د ( کالینکا) د سیمې خلکو دومره په زړور تیا ورسره جګړه وکړه چې له دواړو لورونه په زر ګونه کسان ووژل شول.
ظاهرا دا جګړه اشوکا وګټله خو باطن کې هغه داسې ماتې وخوړه چې د ژوند تر پایه یې په اور سېزېده.
کله چې د کالیکنا ښار فتحه شو نو ښکاره ده چې په څه غرور او اکبر به د خپل لښکر منځ کې روان و! اشوکا د ښار لیدو ته ورغی خو هلته یې داسې وحشت، وینې، ویجاړۍ ولیدلې چې هوښ یی له سره والوت. دې جګړې خونړي او بې رحمه اشوکا کې دومره ستر بدلون راوست چې له هر ډول وتریخوالي یې لاس واخیست.
تاریخو پوهان وايي چې اشوکا معنویت ته مخه کړه، هغه د خالق په لټه شو. دی د څو راهبانو لاس ته ورځي او د بودايیزم دین ورزده کوي.
اشوکا نه عجیبه سړی جوړېږي، هغهّ یوازې له انسانانو سره تاوتریخوالی منعه نه کړ بلکې له حیواناتو او نباتاتو سره یې هم بد چلند منعه اعلان کړ…
اشوکا ویل چې نظامي ځواک د سولې د ساتلو او راوستلو لپاره دی ځکه خو یې دا برخه تر پخوا لا پیاوړې کړه له ګاونډیو سره یې اړیکې جوړې کړې.
د دغه عجیبه سلطان بله ځانګړنه دا وه چې خپل ټول فرمانونه به یې په تېږه حک کول، په ټول هند او شاخوا سیمو چې افغانستان هم پکې یادېږي ځای پر ځای کول چې ټول یې ولولي او وپوهېږي دا په دې مانا ده چې له میلا نه زرګونه کاله مخکې د علم او هنر پر ارزښت پوهېده.
د موریا سلطنت له اشوکا وروسته د بې کفایته مشرانو لاسته ورځی او بیا ځلې جګړې او ویجاړۍ پېلېږي…
په درنښت
آرش ننګیال
13 April 2016
ـ ویک پیډیا